تاند- روسیه، چې په افغانستان کې د اسلامي دولت یا داعش د وسله والې ډلې د نفوذ په پراختیا اندېښمنه ده، وايي چې د امریکا د متحدو ایالتونو دفاع وزارت په افغانستان کې د داعش د فعالیتونو د غځېدو په اړه له دوی سره معلومات نه شریکوي.

د سپوتنیک د راپور له مخې د روسیې مرستیال دفاع وزیر اناتولي انتونوف ریا نووستي خبري اژانس ته وویل، داعش چې هڅه کوي د خپل فعالیت او نفوذ ساحه پراخه کړي ممکن د افغانستان حالات اغېزمن کړي.

خو د پینتاګون ویندوی ریانووستي خبري اژانس ته وویل چې په افغانستان کې د آی ایس یا داعش فعالیت لا د پام وړ نه دی.

دغه ویندوی په عین حال کې ومنله چې چې د طالبانو ځیني غړي داعش ته اوړي.

ده همداراز وویل، د امریکا متحد ایالتونه په ځیر حالات څاري چې ایا داعش په افغانستان کې پر حالاتو د پام وړ اغېز لري او که نه، خو تر دې دمه پینتاګون د داعش له لوري یو نیم ځای د کسانو د جلب و جذب محدود فعالیت ویني.

روسیه اندېښنه لري چې داعش به په افغانستان کې د طالبانو ځای ونیسي او د جګړې مخه به منځنۍ اسیا ته واړوي.

2 thoughts on “روسیه وايي، امریکا په افغانستان کې د داعش د فعالیت په اړه معلومات نه ورکوي”
  1. د جهاد له نوم نه دومره كركه لرم جه بيان يي راته سخت تماميزي. مجاهد راته غل قاتل،بي عزته،بيناموسه،بي فرهنك،وطنفروش شكاري. به اميد د هسي ورحًي جه هر زيره لرونكي د كثيف مجاهد به نوم تر ثار لاندي راشي. باوري يم تر ثو دا ناشولته مجاهدين بدي خاوره حكمان وي ددي وطن به هما حال وي. مره او سر كوزي دي وي بي عزت بي دينه مجاهدين

  2. جلاله زویه ! پر ښي یې واوره او تر چپ یې مه باسه : زه به ستا په څېر بې عفته ژبه نه کاروم . ځکه بیا زما او ستا فرق نه شي کېدای . خو یومره در ته وایم چې د حق د لارې مجاهدین د شوروي یرغلګرو او لادینه وطن پلورونکو کمونېستانو په وړاندې هم مجاهدین وو او له خپلې خاورې ، خپلې خپلواکۍ خپل ناموس او خپل دین څخه د دفاع او الهې رضأ په خاطر جنګېدلي ، او اوس هم هغوی مجاهدین دي او وي به . ځکه جهاد تر قیامته پورې یو الهي امر او مجاهدین د خدایتعالی د لارې سپاهیان دي . تاسو خو هغه مهال افغانستان پر روسانو باندې وپلوره ، او بیا په پاکستان کې د امریکې او نورو غربي سفارتونو له خوا غرب ته د همدغې نن ورځې استعمالېدلو په خاطر امریکې ، لندن ، پاریس او نورو غربي هېوادونو ته یووړل شوۍ ، مجاهدینو تاغوندې مرتدان وبښل ، که نه تاسو خو د بښلو لیاقت هم نه در لود ، ځکه په مېلیونونو مسلمان افغانان مو بېګناه په په شهادت رسولي . تا جنایتکار هم زه ښه پېژنم چې تا څه څّه شیان کړي دي . د مخه په ( کې جې بې ) کې تنظیم شوي وۍ .او د روسانو له پاره مو ملي ضد کارونه کول . اوبیا د شوري تر ړنګېدو وروسته د غربي استخباراتو په لاس له سره تنظیم شوۍ . او اوس مو دلته ځانونه حق په جانب ، غیر مسؤول او واجب الاحترام نیولي . خوبیا هم په مجاهدینو پسې سپکې سپورې وایۍ . که همدغه مجاهدین نه وای و نن به تا دلته څه کول . وشرمېږه ، د مستعار نوم لرونکیه جلالیه .

ځواب ورکول دجلال پلار ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *