تاند- د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر خاص استازی وايي، داعش یا د اسلامي دولت وسله واله سختدریځه ډله به راتلونکی کال په افغانستان کې لا ستونزې زیاتې کړي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د اسیايي چارو مسوول او د ولسمشر پوتین ځانګړي استازي زامیر کابلوف نن /سې شنبه/ په افغانستان کې د داعش مخ په زیاتېدونکي فعالیت ته په اشارې وویل«دوی د کسانو جلب و جذب، تنظیم او د خپل پوځي قدرت زیاتولو ته دوام ورکوي، که د دوی د دغو فعالیتونو مخه ونه نیول شي، راتلونکی کال به د اسلامي دولت په بڼه له یوه لا غښتلي ځواک سره مخامخ شو.»
د سپوتنیک خبري سرچینې د راپور له مخې، کابلوف د امریکا متحد ایالتونه د افغانستان د حالاتو د خرابېدا مسووله وبلله، ویې ویل:
«دوی (امریکا) په افغانستان کې خپل حضور کم کړ، نه یوازې دا چې یوه مسله یې حل نه کړه بلکې نورې ستونزې یې هم وزېږولې. دوی د هغه څه په وړاندې چې په افغانستان کې پېښېږي سیاسي او اخلاقي مسوولیت لري.»
کابلوف په داسي حال کې چې امریکا په دې ملامتوي چې ولي یې له افغانستانه پوځیان وایستل تاکید کوي چې روسي پوځیان به د افغانستان په چارو کې ځان ښکېل نه کړي.
زما د سیاسی ارزونو له مخی :
هغه وخت چه پوتین د کا جی بی ریس وو د سی ای ای سره یی غړیتوب درلود، او نور ملګری یی ویلتسن ، ګورباچوف ا وداسی نور دی [چه کمونیزم ته یی پری ماتی ورکړه د همدی امله ګوربه چوف دوهم هیواد امریکا وه او ده .
په ویلتسن چه کمونستانو کودتا کوله ویلتسن د یوی احتمالی محاصری په حال کی وو او کودتا د ناکامۍ اړخ ته روانه وه ، یعنی د سی ای ای له خوا ویلتسن ته د کودتا د ناکامۍ ډاډ ورکړی شوی وو په دغو حساسو شیبو کی ورته یو خپلواک خبریال راغی یوه پوشتنه یی د ویلتسن څخه هم دا وه [ تاسی فکر کوی چه امریکا به درسره د کودتا په ناکمامۍ کی مرسته کړی وی ؟] د ویلتسن ځواب ورته دا وو [ که د امریکا مرسته نه وی کودتا نه ناکامیدله !!] تاسی یی اوس ګز کړی .
څو لسیزی کیږی چه پوټین د روسی جمهور ریس او یا معاون جوړیږی یعنی د روسی شاهنشاه دی ، خلک وایی چه ډیر لوی سریمایدار ( بیلونر ) او سیاستمدار دی په یوه کمونستی هیواد کی بیلونر څه چه میلونر کیدل هم مهال ، خوب او خیال دی هغه د لویدیز له خوا د همدی د پاره بیلونر جوړشوی چه روسیه بیا کمونیزم او یا د لویدیز ضد سیستم او نظام بیا رامنځته نه شی ، دا ډول کارونو کی ښکیل کسان خامخا سیاست مدار هم وی مګر د سیاست لویه برخه یی دا چه د لویدیز سره په ډیرو نزدی اړیکو او ملاتړ کی دی
او داسی نور :که یی لیکم تبصره زیاتیږی مننه
بخښنه کوی د څه د پاره چه مونږ د پورتنی لیکنی په اړه نتیچه ګیری ارزونه کوله هغه راڅخه هیره شوه یعنی اصل پاتی شو حاشیو ته واوښتلو ،
د داعش په اړه چه روسانو او په ځانګړی کابلوف څه ویلی دروغ وایی روسان پوهیږی چه داعشیان څوک ، د چا له خوا د څه دپاره رامنځته شوی دی دا چه کابلوف څه وایی او یا روسان وخت داعشیان د مرکزی اسیا او حتی روسی دپاره درد سر ګڼی دروسانو څخه د لویدیز استخباراتو غوښتنه د همداسی وسوسو څرګندول دی ، داعش د لویدیز په واسطه ( لکه د سپټمبر د پیښی په شان ) د اسلام او مسلمانانو د بدنامولو او تعقیبولو د پاره رامنځته شوی چه روسان به یی هم په مت په مرکزی اسیا کی اصلی اسلامپاله ډلی وځپی .
دا چه د داعش خبره اوس د لمر په شان په ډاګه شوی که امریکا یی په ضد څه وایی څوک یی نه باوروی نو روسانو ، هندوانو ، عربانو او نورو غلامانو ته د هغوی د داعش د شهرت په خاطر د داعش څخه د ویری یادونی کوی او داسی نور