د کلاشینکوف مخترع

تاند- د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي چې روسیه به د روانې میاشتې تر پایه افغانستان ته ۱۰ زره کلاشینکوفونه ورکړي.

د ملي امنیت د سلاکار ویندوی تواب غورځنګ د چهارشنبې په ورځ /جنوري ۱۳/ وویل چې د ملي امنیت مرستیال سلاکار محمد سلیمان کاکړ نن په افغانستان کې د روسیې له سفیر الکساندر مانتيڅیکي سره په خپل دفتر کې ولیدل او په دې اړه یې خبرې وکړې.

ده وویل چې دواړو خواووپر دوه اړخیزو اړیکو او د کابل او مسکو له لوري په ګډه د ترهګرو پر ضد د مبارزې په باب هم خبرې وکړې.

د روسیې سفیر په داسي حال کې د افغانستان د ملي امنیت له مرستیال سلاکار سره لیدلي او د وسلو ژمنه یې ورکړې چې په وروستیو کې راپورونه خپاره شول چې د طالبانو مشر ملا اختر محمد منصور په تاجکستان کې د روسي پوځیانو په اډه کې د روسیې له ولسمشر سره په پټه کتلي او په افغانستان کې د داعش پر ضد د مبارزې په اړه یې خبرې کړي دي.

د تواب غورځنګ په وینا ښاغلي کاکړ همداراز د روسیې له سفیر سره د افغانستان له امنیتي ځواکونو سره د روسیې د پوځي مرستو او د افغانستان د سولې د بهیر په باب خبرې وکړې.

ښاغلي کاکړ په دې کتنه کې د ترهګرۍ د ځپلو لپاره د سیمه ییزې همکارۍ پر اړتیا ټینګار وکړ.

په همدې حال کې د روسیې سفیر وویل، مسکو له وسله والو مخالفو او یاغي ډلو سره د پخلاینې په پروسه کې د افغانستان د حکومت ملاتړ ته ځان ژمن بولي.

ده د افغانستان د ملي امنیت مرستیال سلاکار ته وویل چې روسیه به د روانې جنورۍ تر پایه ۱۰ زره کلاشینکوفونه افغانستان ته وسپاري.

که څه هم افغان امنیتي ځواکونه اوس امریکايي وسلې هم لري خو ویل کېږي چې ذد افغانستان په شان په چریکي یا نیمه چریکي جګړه کې لا هم کلاشینکوف ښۍه وسله بلل کېږي.

One thought on “روسیه وايي، د روانې میاشتې تر پایه به افغانستان ته ۱۰ زره کلاشینکوفونه ورکړي”

ځواب ورکول سید زرغون شا اغا ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *