تاند- یوه جګپوړي روسي دیپلومات نن /پنجشنبه/ وویل، روسي په افغانستان کې د اسلامي دولت (داعش) د وسله والې ډلې د روزنې په کمپ کې زیاته کارېدونکې ژبه ده.
د روسیې د سپوتنیک نیوز د راپور له مخې، د روسیې د بهرنیو چارو وزارت جګپوړي دیپلومات ضمیر کابلوف په مسکو کې یوه امنیتي کنفرانس ته وویل، په افغانستان کې د اسلامي دولت د وسله والو سختدریځو ځیني روزونکي امریکايي او بریتانیايي پاسپورټونه لري او دوی هغو سختدریځو ته روزنه ورکوي چې په روسیې کې زېږېدلي دي.
«د اسلامي دولت د وسله والې ډلې ځیني اډې د منځنۍ اسیا او روسیې اتباع جذبوي. په دغو کمپونو کې روسي ژبه چلېږي.»
ده همداراز وویل چې په روزونکو کې عربان، پاکستانیان، امریکایان او انګلیسان شامل دي.
له بلې خوا د روسیې د لوی درستیز په وینا په افغانستان کې د اسلامي دولت د وسله والې سختدریځې ډلې د غړیو شمېر مخ په ډېرېدو دی او اوس دوو یا درو زرو ته رسېږي.
په افغانستان کې د امریکا تر ټولو جګپوړي جنرال جوزیف کېمبل هم د سې شنبې په ورځ / اکتوبر۶/ ومنله چې په افغانستان کې د اسلامي دولت یا داعش د وسله والې سرزورې ډلې حضور مخ په پراختیا دی.
د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د راپور له مخې، جنرال جوزیف کېمبل، چې په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ د ماموریت عمومي قومندان دی، د متحدو ایالتونو د مشرانو جرګې د وسله والو خدماتو کمېټې ته وویل:«دې ډلې سر راپورته کړی، عملیات یې پیل کړي او د دې هیواد په ختیځ کې یې پر یوه ځانګړي ښار تمرکز کړی دی.»
جنرال کېمبل د خپلو خبرو په دوام کې وویل چې د اسلامي دولت وسله واله ډله د پاکستان پولې ته نژدې د افغانستان په ختیځ کې تر ډېره په ننګرهار ولایت کې متمرکزه ده. دا ډله د پاکستاني طالبانو د غړیو په خپلولو سره د پراختیا په حال کې ده.
د سپوتنیک نیوز د راپور له مخې سږ کال په افغانستان کې ترهګرو ۳۵۰۰ تنه وژلي چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې ۲۵ زیات دي.
له بلې خوا په افغانستان کې د روسیې لېوالتیا مخ په ډېرېدو ده. دغه هیواد د افغانستان د مشرانو او ولسي جرګو پلاوو ته د مسکو بلنه ورکړې ده.
د مشرانو جرګې پلاوی په مسکو کې دی او د ولسي جرګې پلاوی هم ژر مسکو ته ځي چې له روسیې سره پر امنیتي مسلو په تېره بیا د داعش په اړه خبرې وکړي.
دا يو واقيعت دي ؟
دداعش منځ ته راتله او دداعش تهداب ګذاري په هكله ميرمن كلنتن پوره معلومات ور كړي او مو نږ دهغي معلومات دانتر نيت له مخي كا پي كړي .
په جو ړيد كي نه يوا ځي أمريكا او انګليس بلكه يو تعداد نورو غربي هيوادونو هم برخه درلوده .
پاكستان دا مربكا او انګاستان د پاره دجهاني تر وريزم يو طلاءي مركز او ټولي نظامي او اقتصادي او نوري تخريبي تخنيكي او كيمياوي مواد إكمالونكي همدو او تر بيه كوونكي د پا كستان خبيث دولت دي