تاند- د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړی استازی وايي، که د افغانستان په شمول ټولې خواوې د سولې خبرو ته لېواله وي روسیه چمتو ده چې د افغانستان د سولې په پروسه کې شریکه شي.
انټرفکس خبري اژانس د زامیر کابلوف له قوله همداراز وویل، روسیه د افغانستان د سولې اوسنی جوړښت، چې افغانستان، پاکستان، چین او امریکا پکې شامل دي، کافي نه بولي او نه غواړي چې په دغه جوړښت کې ګډون وکړي خو مسکو تیار دی چې یو نوی جوړښت رامنځته کړي.
د افغانستان لپاره د روسیې خاص استازي دا خبرې وروسته له دې وکړې چې د افغانستان حکومت د سولې خبرو ته د طالبانو په حاضرولو کې د پاکستان پر صداقت بې اعتمادي څرګنده کړه او اعلان یې وکړ چې نور له پاکستانه توقع نه لري چې طالبان د سولې خبرو ته راولي.
د افغانستان حکومت خپلو امنیتي ځواکونو ته امر کړی چې په وسپنیز سوک د طالبانو بریدونو ته ځواب ووايي او نور د دې ډلې په وړاندې له ترحمه کار وانخلي.
سلام علیکم
څنګه یاست