تاند- روسیې نن /شنبه/ له افغانستانه د خپلو پوځیانو /شوروي/ د وتلو ورځ په ټیټه پیمانه ولمانځله څو د خپلو خلکو له ذهنه هغه تراژیدۍ هېرې کړي چې د شوروي پوځونو له لوري د افغانستان د لس کلن یرغل په لړ کې رامنځته شوي دي.
د ۱۹۸۹ میلادي کال د فبرورۍ په ۱۵مه د پخواني شوروي اتحاد د سره پوځ وروستۍ ډله له افغانستانه ازبکستان ته واوښته او د افغانستان نیواک یې پای ته ورساوه.
د روسیې دفاع وزیر سرګی شوګو د خپل هیواد په بېلابېلو سیمو کې څو غونډې جوړې کړې څو د ده په وینا په جګړه کې د روسي پوځیانو هیواد پالنې ولمانځي.
د روسیې د دفاع وزیر په وینا د افغانستان په جګړه کې ۱۴ زره شوروي پوځیان ووژل شول او شاوخوا ۵۰ زره نور ژوبل شول.
د روسیې د رسنیو د راپور له مخې له یوې نظرپوښتنې سره سم، چې په وروستیو ورځو کې د (Levada) خپلواک مرکز له لوري شوې، په سلو کې ۶۸ روسانو ویلي چې شوروي اتحاد باید په افغانستان کې مداخله نه وای کړې خو په سلو کې ۴۴ نورو پر افغانستان د شوروي اتحاد یرغل یو جنایت بللی دی.
په همدې حال کې له افغانستانه د پخواني شوروي اتحاد د وروستي پوځي د وتلو د پنځه ویشتمې کالیزې په ورځ روسي رسنیو ویلي، په داسي حال کې چې روسان له افغانستانه وتل لمانځي امریکایان غواړي چې په افغانستان کې له ۱۳ کاله جګړې وروسته لا هم حضور ته دوام ورکړي.
Assalam aleykum
Russan ka tza hem d Brejnef, karghalyano a.d.noro pa darwagho par democratiek Afghanistan yerghal wakrr aw d` Afghan millat pa shahidano aw azadi-bakhshonko qurbanyo la mate av iqtesady av ejtemaii crisis sara makhamkh shwal, bya hem oos bini khamiri khpala lmanzy,; lakin spie parasta amricayieyaan(azla-e motaheda +- un…) d` ttolo djenayato aw Islam aw Afghan cultures ta pa ddero be-ihtiramyano sara sara, laa hem ghwarry d` narry la agha ser na d` Asia pa zrrah bandy pa zor aw jabr haddy jorry krry, aw khpal najes aw narava shtoon aw da khpalo las-potzso (karghal- manendo gholamano…) fesadaat la uujd krry!! Toe la`nat de pa da hoquq-e bashar vi aw la`nat de par Lakhdar ebrmi a.d.n. khalilzad khar a.d.n…
Zjhwanday di vi Bitarafa aw Mosolman Azaad abaad yw motty Afghanistan.pa dranwy.
سلامونه، دا ځيني پښتانه چي خپل نظرونه په انګريزي پښتو ورکوي، بېخي یې نه لولم، ځکه وختونه وختونه باید باندي ولګوم، چي سره برابر یې کړم، اخیر هم داسي شی نه وي چي څوک دي ترې ګټه واخلي، هیله ده چي یا انګريزي وليکئ یا یې سمه پښتو وليکئ…
په درنښت
یوسفزی
سلامونه او نيکي هيلې!
ډېر د افسوس ځای دی چې روسان د افغانستان څخه د وتلو هغه ورځ لمانځي چې د نړی د ستر قدرت لقب یې له لاسه ورکړ او فغانان ددې سترې بریا ورځ هیڅ یادونه ونه کړه، لمانځل خو په ځای پرېږده مګر اکثره وروڼه بیا د روسانو د وتلو څخه وروسته د ناخوالو اصلي لامل دغه په ګوته کوي په هر صورت ددې ورځې نه لمانځل د افغانانو له لوري خپلې آزادی ته په بد نظر کتل دي په دې معنی چې روسان په دغه ورځ د خپلو مردار شویو سرو لښکرو مرګ ته درناوی کوي اما موږ د خپلو پاکو شهيدانو درناوی ونه کړای شو، د خاورې آزادي مو بي ارزشته وبلله او د ميلیونو افغانانو مهاجرت بې کسي مو له پامه وغورځوله په هر صورت د سترګو په قدر ړانده ښه پوهیږي.
The Russian underestod a bout war affect but Afghans still in war.
ګوره اوس خو د کفن کش کانه شوې نو لمانځل به ځه ګټټه ولري. بله دا چې مونږ تاسې ته هم نه ده په کار چې د پردیو په هغو باټې ووهو . اصلا چګړه د غرب او شرق وه او مونږ تاسې پکې له خپلې بې عقلئ تباه شو بس کار ځه شي وکړاو وهل ځټ خوارکي وخوړل. په خدای شرم دی نور نو دا پرړې بس دی که دومره نران خلک وای نو د ا خپل وطن به مو جوړ کړی و هسې د خپل بام خاورې د نورو په هغې اچول نه دي په کار.