تاند – روسیې په افغانستان کې د حکومت له مخالفو وسله والو طالبانو  وغوښتل چې په دغه هېواد کې د تاوتریخوالي له فعالیتونو نه لاس واخلي.

په یوه خبرپاڼه کې چې نن /د جنوري ۱۴مه/ په کابل کې د روسیې سفارت رسنیو ته لېږلي راغلي چې، روسان له طالبانو څخه غواړي چې تاوتریخوالی ترسره نه کړي.

له طالب وسله والو نه د روسانو دا غوښتنه په داسې حال کې مخې ته راځي چې ویل کیږي څلور ورځې وړاندې طالب وسله والو په یوه ورځ په هلمند، کابل او کندهار کې د درې بېلابېلو حملو او بمي چاودنو په ترڅ کې لسګونه افغانان او یو شمېرعرب دپلوماتان ووژل او ګڼ نور یې ټپیان کړل.

په کابل کې د روسیې سفارت په خبرپاڼه کې راغلي چې هغوی د ترهګرو له خوا ترسره شوي جرمونه غندي او دا چې هغه په هېڅ ډول د توجیه وړ نه دي. دا په داسې حال کې ده چې ویل کیږي د پاکستان د استخباراتي ادارې تر څنګ او په ملاتړ په وروستیو وختونو کې روسانو هم د طالب وسله والو مالي او تسلیحاتي ملاتړ ته وردانګلي دي.

ویل کیږي چې د پاکستان نظامي استخبارات (آی اېس آی) د هغه هېواد د مذهبي مشرانو له لارې له نژدې څلورو لسیزو راهیسې په افغانستان کې د ترهګرو او ورانکارو مالي او تسلیحاتي ملاتړ کوي او هغوی هڅوي چې په دغه هېواد کې د خپلې خوښې نظام د رامنځته کولو لپاره هر ډول ناروا کړنې ترسره کړي.

2 thoughts on “روسیې له طالبانو وغوښتل چې له تاوتریخوالي لاس واخلي”
  1. ډیر د افسوس ځای دی، تل مو د بل په اشاره خپل ورونه وژلي او خویندې مو کونډې کړي… د بل وسله، د بل جګړه، د بل ګټه، زموږ وژنه، زموږ ماتم::::: د جنګ لوګو غوندی بدرنګو خلکو

    خپلو وسلو غوندی بی ننګو خلکو

    زما د ښار ښاېست ته اور مه راوړی

    دلته پردی جنګونه نور مه راوړی

    چی می دا شته خویندی بی وروره نشی

    بیا د پرون په شان بی کوره نشی

ځواب ورکول اسلم ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *