د نړیوالو خبري سرچینو د رپوټونو له مخې په ترکیه کې نوې ټلواله جوړه شوې چې په کې د فکري او مخینې له اړخه بېلابېل کسان راټول شوي چې تر ډېره د سلاتې یا د چا خبره د عطارو قوتي ته ورته دي چې له ملي ژمنې پرته نور هرڅه په کې پیدا کېږي. ددغه ایتلاف اصلي زړی د روسیې پنځمه ستن جوړوي چې پر شاوخوا یې بیا نور د ټولنې کنګړ راڅرخي چې نه یې نورڅوک خوښوي او نه یې له چا سره ګوزاره کېږي په حقیقت کې خو دوی ټول همدغه شان دي خو په دوی کې بیا هر څه چې وي مرکزي لوبغاړو یې په پخوا کې په ډېره ایمانداري د روسانو چوپړ کړی، د هغوی له پاره یې خپل کور وران کړی، خپل وطنوال یې وژلي او ډېر نور جنایتونه یې کړي نو ځکه خو یې روسان لا هم پېرودنکي دي، سره له دې چې دغو کسانو ایران، پاکستان، سي ای اې، ام ای ۶ او نورو ته هم په ډېر اخلاص کار کړی لکه دوستم، عطا او ضیا مسعود خو له دې ټولو سره سره بیا هم روسانو ته «داشته آید به کار» دي ځکه دوی سیاست هم د پیسو له پاره کوي، جنګ هم د پیسو له پاره کوي، مخالفت هم د پیسو له پاره کوي او جوړ جاړی هم د پیسو له پاره کوي. خو نور! بیا داسې دي چې خپل وطنوالو خو پر ځای پرېږده چې ان روسانو ته چې «صد خروار آب ګنده به حمامی به کار است»هم د منلو نه دي نو ځکه خو یې د روسانو په تالي څتو پسې اقتدا کړې او هغه چې وایي «یوه سپي ژرنده څټله خو هغه بل بیا دده … څټله» په دوی پسې ورغلي او جیبونو ته یې سترګې نیولې دي یا هم فکر کوي چې په بده ورځ به یې په کار شي خو له دغه ځایه وایم چې دا خوب دې اوبو ته ووایي دغه کسان د چا په درد خوړلي چې د احدي په درد به وخوري؟
دا یو عجیب جوړښت دی او که ووایو یانې هغه د ټوکیانو خبره «بختوره ډله» ده چې سلاتې ته ورته ده ترخه، تروه، تند، بې مزې او نور په کې پیدا کېږي. په حقیت کې دا د هغو لورو، ډلو، ګوندونو، فکرونو او کسانو ټولګه ده چې نږدې ټول یې د څو ځلي ناکامو ایتلافونو تجربې لري لکه له بشري او انساني حقونو ستر سرغړونکی عبدالرشید دوستم، د جهاد او مقاومت په نوم له بې پتو یا هم مالومو سرچینو میلیارډر د بلخ پخوانی والي چې ځان ته یې د شمال اپراتور ویلې عطا محمد نور، د فساد ستر مبتکر او د حامد کرزي د عصرالفساد مرستیال، سمون او ښې حکوتوالۍ په چارو کې د ولسمشر شړل شوی سلاکار احمدضیا مسعود، د افغانستان بانګ پخوانی رییس، د مالیې او سوداګرۍ پخوانی وزیر او د افغان ملت په نوم د پنځو لسیزو عمر لرونکي ګوند رټل شوی مشر چې اوس د مملکت په پلازمینه کې پنځه کسان هم نه شي راټولولی او د نورو په غونډو کې د څو دقیقو خبرو له پاره په سوال مایک غواړي انوار الحق احدي، د ځمکو مافیا او د دولتي قراردادونو پخوانی ټیکه دار او د باد راوړیو پیسو په زور د ولسي جرګې لومړی نایب همایون همایون، د هېرویینو قاچاق وړونکی، د دولتي او شخصي ځمکو غاصب او پر پاکستان د ګوشتې ولسوالۍ ځینو سیمو پلورونکی، ښکاره مفسد فی الارض د ولسي جرګې غړی ظاهر قدیر، د شرابو قاچاق وړونکی او د دوستم پر دستر خوان ناست نعیم لالی حمید زی، په توره شپه کې د ولسي جرګې پر ارشیف برید کې د همایون همایون انډیوال او د ولسمشر شړل شوی پخوانی سلاکار محمد داوود ګلزار او ځینې ناپېژاندې څېرې په دغه ایتلاف کې راټول شوي دي. هسې خو د ځینو نورو ایتلافو په شان ددغه ایتلاف برخلیک هم لا له وړاندې څرګند دی «دا وړۍ نه شړۍ کېږي» او ډېر عمر به دوام ونه کړي خو یو څه روښانه دي او هغه دا چې روسان کله هم کرار نه کیني او له افغانستانه یې زړه نه صبرېږي نو ځکه خو خپل ټول زاړه او نوي یاران که پر یو دسترخوان یې راټولول ناشوني وي نو خپل تالي څټي پر جلا جلا دسترخوانونو راټولول هم ترلاس لاندې لري ځکه په دې برخه کې روسان پخوا نۍ تجربه هم لري. په تېرو کلونو کې روسانو د خلق او پرچم ډلو سر بېره، د سازا، کاجا، کجا، سفزا، سپکجا او نورې ډلې هم پاللې په داسې حال کې چې د مجاهدینو ترمنح یې هم د خپلې خوښې، همکارې او ملاتړې ډلې درلودې چې ټول یې پېژني له دې ور هاخوا یې ځینې نور کسان چې په ظاهره بې پرې خو په پټه یې له روسانو سره تارونه غځولي وو چې ځینې یې هماغه وخت د بې پرې کسانو په نوم تر وزارتونو هم ورسول. اوس هم روسان له یوې خوا خپل پخواني یاران پالي چې همدغه ایتلاف یې ښه بېلګه ده خو له بلې خوا یې طالبانو سره هم د پاکستان په ریباري د یارانې تارونه ځغلولي دي. له بله پلوه ځینې پېژندل شوې څېرې چې له روسانو سره یې مخینه په څرګنده نه ښکاري خو اوس روسانو ته منډې وروهي او په لوی لاس روسان افغانستان ته رابولي لکه پخوانی ولسمشر حامد کرزی چې وایي روسان افغانستان کې سوله راووستلی شي چې په دې سره هغه زړه افسانه د انسان ذهن کې راګرځي چې وایي:«کله چې خر لیوه وګوري نو خپله مخې ته ورمنډه کړي او ورته وایي چې زه ستا د پلار درې چارکه غوښه پوروړی یم نو راشه چې اوس یې در کړم» په داسې حال کې چې له روسانو سره د اړیکو په اړه د امیر عبدالرحمان خان وصیت او نصیحت همدا نن هم همغومره ارزښت لري لکه د هغه امیر په زمانه کې یې چې درلود. امیر عبدالرحمان خان روسان ښه پېژندلي وو ځکه چې په جلا وطنۍ کې لس کاله ورسره اوسېدلی و، هغه ته د روسانو ایدیولوژي او ارواپوهنه ډېره ښه مالومه وه او ښه یې پېژندل نو ځکه خو یې ویلي و:« روسانو ته به کله هم نه نږدې کېږﺉ او نه به دوښمني ورسره کوﺉ.» په دې اړه تشریح کې ویل شوي چې که روسانو ته نږدې شوﺉ ورور مو درته لمسوي، درز او نفاق درکې پیدا کوي، له یو بل سره مو جنګوي او کمزوري کوي مو او په پای کې مو لاندې کوي خو که دوښمني ورسره وکړﺉ نو بیا پلمه درته لټوي او برید درباندې کوي نو سمه خبره داده چې روسانو ته ووایاست چې موږ ستاسې ګټو ته زیان نه رسوو، د دواړو لورو په ګټه ده چې له لرې دوستي وپالو.
تاریخي پېښو وښوده چې امیر عبدالرحمان خان په حقه و کله چې ظاهر خان او داوود خان ورنږدې شول دلته یې مخالفې ډلې ورته جوړې کړې خو کله چې داوود خان وغوښتل دوښمني ورسره وکړي نو ویې واژه، همدا ډول چې نور محمد تره کی او له هغه وروسته مشران ورنږدې شول برخلیک یې ټولو ولید نو زموږ له پاره همدغه تجربه د لس څه چې سل پښته ته بس ده چې له روسانو باید ځانونه راټول کړو. ښه! دغه کسان چې یوازې خپلو ګټو ته ګوري او هېواد او ولس په غم کې نه دي نو ځکه خو د هر وطنپال افغان دنده ده چې ولس د روسانو پر ناوړه نیتونو خبر کړي او د روسانو ګوډاګیانو څېرې بربنډې کړي چې ولس ور پسې ولاړ نه شي.
سلامونه،
روسیه خو ځانته بیا سوپر پاور وايي چې په سوریه او اوکراین او… کې ېې ځان وښوده او لا هم د شانګهای تړون پر مخ بیايي.
خو دا ترکيې ته ګورۍ ،تر پرونه ېې د کمونیست له کلمې نفرت کاوه او ګم و نیست به ېې ورته ویلې؛ په عین زمان کې د ناټو تر ټولو پخوانۍ غړې همده ؛مګر د راشد دو ستم غوندې افغان وژونکی، جنګي جنایتکار او دایم الخمر او چهار عیب شرعي او هڼدیوالانو ته ېې څنګه زمینه برابره کړې
او زما په نظر ،ښاغلی رجب طیب اردوغان صیب آ خپل ښه نوم چې په اسلامي نړۍ او منځني ختیځ او آسیا او پخپله تُرکي ټولنه کې ېې لري ؛ همدارنګه آ د ارواښاد غازي امان الله خان او مصطفی کمال پاشا دوستي اړیکې له لاسه ور نه کړي؟؟؟. والله اعلم بالصواب.
یوکال مخکې مې د دعوت په سایت کې دالاندې مطلب لوستی و چې ستاسو له موضوع سره ډېر ارتباط لري.غواړم ستاسو د ګټورې لیکنې په تایید یې دلته کاپي کم
روسانو وطنجار ته څه وویل؟ / غازي اکبر
Jul 1, 2017
1,360 views
0
admin
شریک کړئ
Facebook
Twitter
Google+
Pinterest
Linkedin
Tumblr
Email
جنرال محمد اسلم وطنجار د ثور د کودتا لومړنی قوماندان او د شوروي د تر تولو وفادارو ملګرو په ډله کې و. د ژوند په وروستیو کې یې یو تاریخي حقیقت ښکاره کړی دی چې زموږ نسلونو ته ډیر ګټور دی. تر دغه بحث لږ مخکې د شوروي او افغانانو پر اړیکو لنډه تبصره کوم چې حالات درته ښه روښانه شي.
شوروي اتحاد د روسي امپراطوري بل نوم و چې د لسګونو قومونو د اسارت په نتیجه کې یې یو لوی هیواد جوړ کړی و. روسانو د تزاري روسیې تر ټولو مقتدر مشر لوی پیتر له وخته پلان درلود چې د هند سمندر او ورو ورو د نړۍ مشرۍ ته ځان ورسوي. په روسیه کې د کمونیستي انقلاب مشر ولادیمیر لینن هم د لوی پیتر ارمانونه پالل، د اقدام لپاره یې وخت، شرایطو او امکاناتو ته انتظار کاوه او د افغانستان او ایران له دوه لارو پر یوې د تګ تابیا یې کوله.
شوروي اتحاد پر افغانستان په داسې حال کې یرغل وکړ چې زموږ هیواد له امریکا او انګلیس سره د دوستۍ ټولې لارې لټولې او تر مایوسۍ وروسته د شوروي اتحاد دوستۍ ته له مجبوریته متمایل شوي وو.
له امیرعبدالرحمن رانیولې تر سردار هاشم خان او ظاهر شاه پورې ټول مشران پوهیدل چې شوروي زموږ سرحد ته ځان رارسولې دی او بل ګام به یې زموږ پر لور وي، نو په دیر احتیاط ورسره چلیدل. نه دومره ورنږدې کیدل چې روغ یې وخوري او نه یې د هغه له مخالفې امریکا سره نږدې والی کاوه.
سردار محمدداود اشتباه وکړه، د انګلیس سره د کینې له امله یې د شوروي اتحاد سره دوستي وکړه خو شوروي یې نظام د افغانستان د خلکو دموکراتیک ګوند له لارې چپه او د کورني د ۲۸ تنو غړو سره یې په بیرحمانه ډول شهید کړ.
تره کي او آمین فکر کاوه چې د شوروي ایدیالوژیک ملګري دي او اوس به شوروي دومره وسلې او مرستې ورکړې چې د پاکستان د پراختیا غوښتنې مقابله او د خپلې خاورې د پوښتنې ځواک پیدا کړي. خو شوروي اتحاد هغوی پخپلو کې سره واچول چې د دواړو تر منځ لانجه د تره کي په اعدام او زندي کولو منتج شوه.
آمین پرې پوه شو چې شوروی نه دوست کیږي؛ د سعودي، پاکستان او امریکا سره یې د اړیکو جوړولو هڅې وکړې، خو امریکا معلومات لرل چې شوروي اتحاد کلک هوډ کړی دی چې پر افغانستان یرغل کوي. امریکا دا محاسبه هم درلوده چې که شوروي په یوه جګړه کې ګیر شي، د اقتصادي کمزوري له امله سقوطیږي. امریکایانو خپل دا تحلیل شوروي اتحاد ته رسولی هم و، خو شوروي د امریکا تحلیل رواني او تبلیغاتي جګړه وګڼله او زموږ پر مظلوم خو باشهامته ملت او سرلوړي هیواد یې یرغل وکړ. حفیظ الله امین یې پخپل کور کې هغسې د خپلو اولادونو سره ووژل لکه دوی چې سردار داود او دده کورني وژلي وو. امریکا خوشاله شوه چې اوس به نو له شوروي اتحاده د افغانانو په وینو د ویتنام بدل واخلي.
تر یرغل وروسته ګوډاګي کارمل ډیرې هڅې وکړې چې شوروي خپل ستر دوست او کشور کبیر شوراها، روسان خلق کبیر شوروي، لینن بزرګترین رهبر، خلاق، دوست، رفیق، رهنما او څه اوڅه وبولي او ووایي چې تا اخرین عسکر شوروي همرا اشرار (مجاهدین) میجنګیم. خو کله چې روسان پوه شول چې دوی مجبور نه دي تر خپل وروستي عسکره د کارمل د لړزانده واک لپاره وجنګیږي، نو پښې یې سپکې کړې او زموږ له ګران هیواده په داسې حال کې ووتل چې زموږ یو نیم میلیون خلک یې شهیدا کړي، پنځه میلیونه معلول کړي، پنځه میلیونه مهاجر کړي او اتیا فیصده کلي او کورونه وران کړي وو. دوی تر خپلې ماتې وروسته زموږ له هیواده د وتلو په درشل کې ډاکتر نجیب الله ته واک وسپاره او د ملي روغې ـ جوړې پروګرام چې د شوروي وروستي مشر ګورباچوف په ویلادې واسټوک کې اعلان کړې و، ورکړ چې عملي یې کړي.
روسانو د زړه له کومې نه غوښتل چې سوله وشي، او کله چې ډاکتر نجیب الله په رښتیا وغوښتل واک یوې بې طرفې ادارې ته ورکړي روسانو خپلو لاسپوڅو (پرچمي جنرالانو او ملیشو او نظار شورا) ته امر وکړ چې د ډاکتر نجیب الله رژیم نسکور او له داخله وپاشي. نجیب الله یې هم د همدغو لاسپوڅو له خوا تر هغه په زندان کې وساته چې طالبانو ته په لاس ورغی او هغوی اعدام کړ.
وطنجار همدغه کیسه روسانو ته د ګیلې په ډول کړې ده. د وطن ګوند یو ځوان کادر چې په دغه ګوند کې مبارزه ورته د بیوزلو ولسونو لپاره د کور، کالي او ډوډۍ برابرولو مبارزه ښکاریده وطخجار هغه وخت په مسکو کې لیدلې و چې په سرطان ناروغۍ اخته او په ډير بد حال کې و. دغه ځوان وايي چې له وطنجاره یې پوښتلي وو چې ولې یې ځوان افغان کادرونه په درواغجنو شعارونو له خپل ملت سره په جګړه کې ښکیل کړل او اخیر اوس د مسکو په ښار کې په لاسونو کې شیان ګرځوي او پلوري یې؟
وطنجار ورته عجب خبرې کړې وې، چې د ځوان نسل لپاره پکې لوی درس پروت دی تر څو د زبرځواکونو دوستۍ او مرستې ته خوښ نه شي او ځان په خوښه یا تیروتنې (خواسته یا ناخواسته) د نورو غلامان نه کړي. د وطنجار د خبرو مفهوم داسې دی.
[ما څه موده مخکې د روسیي د بهرنیو چارو له وزیره وغوښتل چې له زه له تا او دفاع وزیر سره مو یو ګډ مجلس غواړم. خارجه وزیر میلمه کړم. د دفاع وزیر یې هم رابللی و. راته ویې ویل پوهیږم څه دې په زړه دي، واضح واضح یې ووایه. ما ورته وویل چې واضح یې درته وایم. تاسو له پښتنو سره ولې دومره ظلم وکړ؟ موږ خو انګریزان درې ځل شړلي وو، د دوستۍ چاره مو ورسره نه کیده، ستاسو لور ته مو مخه کړه، دوستي مو درسره پیل کړه، ورو ورو مو دوستي ایډیالوژیکي ورورۍ ته ورسیده خو تاسو څه وکړل؟ سردار داود مو دوست و، ومو واژه، تره کی مو دوست و، ومو واژه، آمین مو دوست و، ومو واژه او په پای کې نجیب مو دوست و، ومو واژه. تاسو سره پښتنو کومه لویه غلطي او یا کوم لوی ظلم کړی و چې تاسو دومره نامردي ورسره وکړه؟
روسانو راته وویل چې راځئ واضح خبرې وکړو. اوس موږ دلته د درې دوستانو په توګه غذا خوړلو ته راټول شوي یو. دلته اخلاق، مینه، عاطفه، وفا، میلمه پالنه هر شی ځاییږي، خو په سیاست کې اخلاق، مینه، عاطفه، وفا او نور ارزښتونه کوم ځای نه لري، څه شی چې پکې شته هغه ګټې دي. موږ یو زبرځواک وو، غوښتل مو د ټولې نړۍ مشري ونیسو. د هند سمندر پر لور تللو، مخې ته چې مو هر خنډ و، له منځه مو ووړ. پښتانه یو خنډ و. د هر پښتون په سر کې اوس هم د احمدشاه او سلطان محمود د امپراطوري هوا چلیږي. دوه زمریان په یوه ځنګل کې نه ځاییږي. موږ د خپلو لویو ملي هدفونو او ګټو د تأمین لپاره دغه کور (افغانستان) ته ضرورت درلوده چې د یو سنګر په توګه یې وکاروو. که د چا کور نیسې یا به یې وژنې، یا به یې شړي. هیڅوک نه حاضریږي خپل کور پخپله خوښه بل چا ته ورکړي چې سنګر ترې جوړ کړي. روسانو هم ستاسو ځینې مړه کړل او نور یې وشړل. زموږ تاجک، ازبک، هزاره او نور واړه قومونه پکاریدل، هغوی مو استخدام کړل او په کار مو شول.
که بیا هم روسان پیاوړي شي او ستاسو پر هیواد یې مسیر شي، همدغه کار به کوي. د کور خاوند به یا وژنې، یا به یې شړي. که تاسو هم کله د احمدشاه او سلطان محمود په شان پیاوړي شوئ، او مسیر مو د هند په عوض دې لور ته شو، نو روسان درته نه تسلیمیږي. روسان د کور خاوندان دي، یا به یې وژنۍ او یا به یې شړئ. په بدل کې به چچنیا، داغستان، اکراین، ګرجستان او نور واړه قومونه زموږ پر خلاف کاروئ. همدا سیاست دی. همدغسې دی، همدغسې به وي.]
وطنجار دغه وخت پوه شو چې لوی زبرځواکونه د چا د کور ابادولو ته نه بلکې له هغه څخه د سنګر جوړولو او د کوربه شړلو یا وژلو ته راځي.
هو، د قابیل لاروی دا وینې تویونکی انسان چې پرښتو یې د خلقت څخه الله تعالی ته خبرداری ورکړی و، د انساني ژوند له پیله تر ننه پورې د خپلو ورونو اوښ (مال) او ښځې (ناموس) ته غل دی او که د هابیل په شان یې ورسره نه منې، نو وژني به دې. خو د هابیل پیرو انسان چې په د مخلوقاتو اشرف، کرامت خاوند، اعلی او په بهترین شکل کې پیدا شوی دی، که په روغه، استدلال او عقل ستونزه نه حلیده مجبور دی له خپل سر، مال او ناموس څخه به دفاع کوي او تر تسلیمۍ به د عزت مرګ غوره ګڼي.
همدا ژوند دی او همدا سیاست دی، همداسې به وي. قابیل به قاتل وي او هابیل به د خپل ناموس او مال د ساتلو لپاره قرباني ورکوي.
Categories: بېلابېلې مقالې
http://www.dawatmedia24.com/بېلابېلې-مقالې/روسانو-وطنجار-ته-څه-وویل؟-غازي-اکبر/
ودان صاحب
د روسئې په هکله مو د تخصصی توضیحاتو څخه مننه
دا یوه ځوانی هم وکه او د انګرېز کارنامې چه همدا نن هم دوام لری لطفاً راته تشریح که
مننه