تاند- په روسیه کې د ښځینه ناروغیو یوې ډاکترې یوه ناروغه یوازې په دې خاطر ځواب کړه چې هغه مسلمانه وه.
فرانس پریس خبري اژانس د روسي رسنیو له مخې په یوه راپور کې وویل، د نیګورا تاریوفا په نوم یوه مسلمانه ښځه، چې دوه میاشتې مخکې یې ماشوم زېږېدلی، د روسیې په شمال لوېدیځ کې د کارلي په سیمه کې یوه زېږنتون ته لاړه خو هلته د ښځینه ناروغیو متخصص ډاکترې ارینا سادو فینکوفا ورته وویل چې د دې لپاره یې نه معاینه کوي چې دا مسلمانه ده.
د کارلي د سیمې د پیتروزافوڅک ښار د زېږنتون سرطبیب ویلي چې خپله ډاکتره یې ترټلې، جریمه کړې او هغې له ناروغې بخښنه غوښتې ده.
خو له دې سره سره د کارلي د سیمې روغتیايي ادارې د ډاکترې لپاره دوسیه پرانستې او هغه یې څارنوالۍ ته لېږلې ده.
روسیه ۱۴۳ ملیونه نفوس لري چې شل ملیونه یې مسلمانان دي.
ماشاالله دیر مسلمانان دی ما دا فکر نکوه چی دومره دیر زمونژمسلمانان ورونه په روسیه کی وی