فرهاد داوري

بدلون اوونیزه/ دوهمه ګڼه –

روشنفکري يا د پښتو ژبي د لغات جوړوونکو په وينا (روڼ آندي) د انګريزي ژبي د Intellectual څخه اخيستل سوېده؛ د انګريزي ژبي Intellectual بيا د Intellect څخه اخيستل سوېده چي د (عقلي قوې) مانا لري. نو روشنفکر د لفظي مانا پر بنسټ هغه کس ته وېل کېږي چي په چارو کي د عقلي قضاوت څخه کار اخلي او د پياوړي عقلي قوې لرونکی وي؛ روشنفکر کله نا کله په (منور الفکر) باندي هم ژباړل کېږي او هغو کسانو ته ويل کېږي چي ټولي چاري تر عقلي پوښتنو لاندي راولي او زياتره وخت انتقادي فکر ولري.

روشنفکري (روڼ آندي) زياته مخېنه نلري او د ۱۹ز پېړۍ لاسته راوړنه ګڼل کېږي، د روشنفکری اصطلا د لومړي ځل لپاره په روسيه کي په ۱۸۶۰ز کال کي د پوهنتون د هغو محصلينو لپاره وکارول سوه چي د چارو په اړه به يې منتقد نظر درلودی او چارو ته يې په نيوکيز نظر کتل. په داسي حال کي چي په ځينو نورو ټولنو کي بيا يوازي هغو کسانو ته روشنفکران وايي چي خپل ټول فکري قوت او پوهه د عامه ګټو لپاره په وکاروي، ياني بېله کومي نيوکي يوازي د عامه خير او عامه ښيګڼو لپاره کار کوي، له همدې امله د دې مسلک او جريان په اړه د پوهانو ترمنځ بېلابېل آندونه شته، د يو شمېر ليکنو پر بنسټ د روشنفکری په اړه په بېلابېلو کتابو کي تر ۶۰ زيات تعريفونه شته. ياني بېلابېلو پوهانو او ليکوالانو د بېلابېلو زاويو څخه تعريف ورته کړی دی.

په نړۍ کي روشنفکران يوازي هغه کسان نه دي چي سواد يې زده وي او څه ناڅه په پوهه سمبال وي ځکه په نړۍ کي سواد او زده کړه عام دي او د زياترو هيوادونو ټول اوسيدونکي لوستي او سواد لرونکي دي، خو بيا هم په هغو هيوادونو کي روشنفکران محدود او ځانګړې طبقه جوړوي، نو ويلای سو چي يوازي هغه کسان چي سواد او زده کړه يې کړې وي، روشنفکران نه ګڼل کېږي؛ روشنفکران په حقيقت کي يوازي د ځان په اړه فکر نه کوي، بلکي د ټولي ټولني په اړه فکر کوي، دوی پر خپل ځاني ژوند سربېره د نورو د ژوند د ښه والي په اړه هم فکر کوي.

روشنفکر د هغه عالم او پوه سره چي يوازي پوه وي، توپير لري، ياني هر پوه روشنفکر نسي کېدای، لکه فيخته چي ويلي (( د روشنفکر پوهه بايد د ټولني لپاره وکارول سي، روشنفکر بايد خلک په خپلو بنسټيزو غوښتنو او د هغو د لاسته راوړلو پر وسايلو باندي پوه کړي)). روشنفکر که فعاله وي او يا غير فعاله، بيا هم روان حالت د يوه بل ذهني حالت سره پرتله کوي او د روان حالت څخه نا خوښي ښکاره کوي.

په ټوليز ډول روشنفکر هغه کس ته ويل کېږي چي فکري کار کوي او د فکري وړتيا پر بنسټ له روانو چارو سره چلن کوي؛ که څه هم په ځينو ټولنو کي منتقدو اشخاصو ته روشنفکران ويل کېږي او يوازي هغه کسان په دې لړ کي راځي چي د چارو په اړه نيوکي کوي، خو په ځينو نورو ټولنو کي بيا روشنفکر پر خپل ژوند سربېره د نورو وګړو د ژوند په اړه هم فکر کوي؛ له همدې امله د روشنفکر په اړه ځانګړی تعريف نسو پېداکولای، خو بيا هم په ټوليز ډول د روشنفکرانو په اړه درې ډوله تعريفونه سويدي:

الف: روشنفکران هغه کسان دي چي د ټولني د اصلي ارزښتونو په ساتنه او د حقيقت، اصلاح او عدالت په لوري په بدلونو کي ستره ونډه ولري.

ب: روشنفکران د عقايدو، ايډيالوژيو او نوو آندونو بنسټګران او تبليغيان دي.

ج: د ټولنپوهني له آنده روشنفکران د ټولني هغه پوړ ته وېل کېږي چي د ټولني د عمومي فرهنګ په پرمختګ او پياوړتيا کي رول ولري.

روشنفکران فکري ژوند لري، ياني دوی تل د نوو افکارو پر بنسټ ژوند کوي، د دوی ارمانونه او غوښتني د ټولني پرمختګ او اصلاح ده، دوی تل هڅه کوي چي نوښتونه او ابتکارات وکړي او د ټولني د عمومي پرمختګ او اصلاح لپاره نوي طرحي او افکار وړاندي کړي، له همدې امله دا پوړ د ټولني د (ذهن) په نامه هم يادېږي؛ روشنفکران د ټولني سنتي او زياتو تجربه سوو قواعدو او عرفونو ته دومره ارزښت نه ورکوي، دوی د حقايقو او ټولنيزو تجربو پر بنسټ ولاړو ارزښتونو ته ګروهمند دي.

روشنفکران له يوې خوا د سياسي قدرت د پلي کولو پر ډول او د دولت پر کړنو باندي نيوکي کوي او له بلي خوا په ټولني کي د ناکاره او بېځايه رواجونو، عقايدو، کړنو… پر وړاندي ولاړ دي؛ دوی په ټول توان د ټولني هر ډول ميکروب له منځه وړي، ټولنه پاکه او د پرمختګ پر لوري هڅوي، نو ځکه په زياترو ټولنو کي د روشنفکرانو کړنو او دريځونو ته په درنه سترګه کتل کېږي او تل يې د ټولني زياتره برخه ملاتړ کوي؛ روشنفکري د ژوند کولو لپاره نوې طرحه او فلسفه وړاندي کوي، د روانو ناخوالو څخه د ايستلو کوښښ کوي او تل د فکري انقلاب په لټه کي وي، ياني پر ټولني روان واکمن حالات د نوو پرمختګونو او لاسته راوړنو سره بدلوي او د پرمختګ لوړو پوړيو ته يې رسوي.

له بل پلوه د ايټاليا د نامتو فيلسوف او ورځپاڼه ليکونکي انتيونيوګرامشي (۱۹۲۶ز) په آند (( ټول انسانان روڼ آندي دي، خو ټول يې په ټولنه کي د روڼ آند نقش نه ترسره کوي)). دی زياتوي هر څوک چي د پوهي په توليد او وېش باندي مشغول وي، روڼ آندی ګڼل کېږي. همدارنګه ګرامشي روڼ آندي پر دوو برخو وېشي:

الف: دوديز روڼ آندي

دا هغه روڼ آندي دي چي په انفرادي ډول کار کوي او کار يې له يوه نسل څخه بل ته دوام کوي، دوی په دودېزه بڼه د ټولني په پرمختګ کي رول لري، لکه مديران، استادان، ملايان…

ب: اورګانيک روڼ آندي

دا هغو روشنفکرانو ته وېل کېږي چي د ځانګړو تشکيلاتو او طبقو پر بنسټ خپلو موخو ته ځان رسوي، دوی د همدې تشکيلاتو پر بنسټ ګمارل سوي وي او هڅه کوي چي د همدغو تشکيلاتو او طبقو په زور خپلي موخي تر لاسه کړي.

د يو بل فيلسوف جوين بندا په آند روشنفکر هغه کوچنۍ طبقه ده چي د غوره استعداد او اخلاقي امتيازونو په لرلو سره د بشريت وجدان ګڼل کېږي؛ دی زياتوي چي روشنفکر بايد هر ډول حالت پر ځان ومني، شونې ده چي روشنفکر په دار ځوړند سي، بندي کړل سي، د ټولنيز مرګ سره مخ سي او يا هم سپک او بې عزته سي، خو دی بايد خپل ټينګ دريځ هيڅکله له لاسه ور نکړي.

One thought on “روشنفکران او ټولنه / فرهاد داوري”
  1. لیکوال صاب د روڼ آند کلمه له
    Intellectual
    څخه نه ده اخیستل شوې بلکي دا یې په پښتو کې معنی ده.

ځواب ورکول Khan Khan ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *