په تلویزیوني بحثونو کې ځینې خلک راسره ناست وي، ما ته په زراعت کې د برازیل، هالنډ او … تجربې مخې ته مخې ته کوي.

سړیه، له خپلې کمبلې سره پښې غځوه. که برازیل او افغانستان سره مقایسه کوې، لومړی د برازیل د زراعت په اړه په تلویزیون کې تبصره کوونکی کارپوه، او ځان هم سره مقایسه کړه.

تا پنځه دېرش کاله مخکې د هلمند په پروژه کې کار کړی، بیا دې شل کله جهاد یا انقلاب ډزولی، د فاکولتې د استادانو نومونه دې لا درڅخه هېر دي، او نن هم خواره رسنۍ مجبوره ده، له نه سړیو، تا پر کرهنه بحث ته را وغواړي.

بیا هم غنیمت یې، خو دومره وکړه چې پر افغانستان قضاوت د افغانستان د شرایطو په رڼا کې کوه.

ستا په هېواد کې خو لومړی له لویه سره څه نه ول، وچې دښتې، تور غرونه، مصرفي انسانان، د خپل کور په غلا روږدي جاسوسان زامن، او له دریو لسیزو جګړو او وچکالیو را میراث هېواد… بیا چې د نړۍ عرب، عجم، پنجابی، ترکی، اوزبک، چیچنیایی، امریکایی، او نور هم خپل پانګونه په خرابۍ متمرکزه کړي، نو تا ته څه پاتې کېږي؟ زه خو وایم، زموږ ژوندي پاتې کېدل معجزه ده. زموږ ملت پاتې کېدل معجزه ده.

د ځینو توقع دا ده چې موږ باید په ۲۰۰۲ کال کې د بندونو جوړېدل پیل کړي وای، او نن باید د جوړو بندونو تالابونو ته د ښکار لپاره تللای، دا چې بهرنیانو ولې دا کار نه کاوه، د هغوی خپل دلایل ول، خو دا چې موږ ولې داکار نه کاوه، علت یې دا و چې دا کار مو کولای نشو.

ستا د کندهار د څړکونو لپاره جغل له پاکستانه را روان و. ستا د دفتر عادي کمپیوټر کاران هندوان او پاکستانیان ول.

ستا په هېواد کې چې د چا یو څه کمه انګرېزي ژبه زده وه، هغه د پاکستان د یوه پروفیسور معادل معاش غوښت.

په دې ټولو سربېره، نړیوالو یواځې هغه څه کول، چې د دوی ګټه به پکې وه. ستا درد یې تا ته پرېښود، ستا اوبه یې ستا، او ستا د ګاونډیو مسأله، ستا تحقیقات، او تریج یې، ستا اوږدمهالی سرخوږی ګاڼه، ستا سیمه ییز روابط، او سیمه ییز اختلافات یې ستا سیاسي ابتکار ته پرې ایښي ول.

نه یواځې دا، بلکې د همدې بهرنیانو مؤسساتو او ځواکونو د ډالرو باران خلک په بنسټیزو سکتورونو کې له پانګونې را ګرځولي ول.

واضحه ده، کله چې یوې خدماتي انجیو په صفر سرمایه د کال یو ملیون ډالر در ګټل، نو څوک لېوني ول چې د غواګانو فارمونه یې جوړول؟

کله چې د ځمکې یوه ټوټه زر ډالره اخیستل کېده، نمره کېده، او څلور نومرې یې هره یوه په لس لس زره ډالره پلورل کېده، نو څوک لېونی و چې په هغې ځمکه یې باغ اېښی وای، آو باغ پنځه کاله وروسته د کال یو لک افغانۍ ګټلي وای؟

کله چې ستا یوه کور د میاشتې لس زره ډالره درته ګټل، نو ته لېونی وې، چې د کور جوړولو پر ځای دې پر همدومره د چرګانو فارم جوړولای، چې ښایي په کال کې یې همدومره نه وای ګټلي.

البته، نړیوالو، که له یوه اړخه د پیسو په دې ډول باران، خلک له معنادارو پانګونو را وګرځول، خو له بله اړخه یې د اقتصاد په شریانونو کې پیسې زرق کړې. خلکو ته یې د نړۍ لیدلو، مدیریت زده کولو فرصتونه برابر کړل. خلک یې د پروژې، پروپوزل، بزنس پلان، بېلانس شیټ، او زرګونو نورو ګلاسریو له معنا او مفهوم سره آشنا کړل.

په تېر یوولس کاله کې د افغانستان اقتصاد ته پیسې زرق شوې. په زرګونو ملیونران، او بډای وګړي را پیدا کړای شول.

سړي سر عاید د 1381  کال له ۲۰۷ ډالر څه د ۱۳۹۰ کال ۶۲۹ ډالره ته لوړ شوي.

د باغدارۍ تولید، د غنمو تولید، د صنعتي بوټو تولید، د زعفرانو تولید، او ګڼ نور تولیدات دوه تر څلور چنده زیات شوي.

په لسګونو زره هلکان په تخصصي برخو کې فارغېږی. په زرګونو هلکان، له هندوستان، جاپان، ترکیې، امریکا، اروپا، پاکستان، ایران، او نورو ځایونو څخه د لوړو زده کړو له سند، او تخصص سره را ستنېږي.

د سواد کچه له ۹ فیصده څخه دېرشو ته لوړه شوې، او توقع ده چې تر ۲۰۲۴ پورې ۶۰ سلنې ته لوړه شي.

ظرفیت تر دې حده لوړ شو، چې اوس د اسیسټانټ بست اعلانوې، د هندوستان او ترکیې ماسټران درخواستونه راوړي.

له بله اړخه، د مفته پیسو، او باراني پیسو او د مرستو د من او سلوا دستارخوانونه، چې د پانګه اچونې، او کار تر ټولو ستر مانع و، هم په ټولېدو دي، او پیسې د لنډمهالو او ناپایه دارو پروژو په ځای ورو ورو، دایمي او پایدارو پروګرامونو ته سوق کېږي.

صادرات کال په کال زیاتېږي. یواځې تېر کال، د افغانستان صادرات تر ۱۱ سلنې زیات شوي.

پانګه اچونه، په دومره بې اطمینانۍ سربېره هم، خپل نسبي ثبات ساتي، او لږ تر لږه، په شاتګ نه کوي.

د بهرنیانو لخوا د پیسو د خپل سري، او بې پلانه مصرف پر ځای، دولت، پر ملي پروګرامونو کار کوي، او په ملیاردونه ډالر، د دولت خپلې بودیجې، او خپلو ادارو ته راځي.

د دولت لخوا د پروژو د تطبیق مؤثریت د بهرنیانو په پرتله په مراتبو لوړېږي.

د معادنو سکتور په غوړېدا دی. د زراعتي اقتصاد سکتور مخ په غوړېدا دی. سوداګري مخ پر وده ده. د مخابراتو سکتور مخ پر وده دی. نوي نوي هوايي ډګرونه جوړېږي. برېښنا مخ پر پراختیا ده.

په امنیتي او ټولنیز اړخ کې د خلکو همکاري، او د خلکو ترمنځ د ملي وحدت روحیه مخ پر سمسورتیا ده، چې د ګوشتې د شهید سرتېري، د کرکټ او فوټبال د اتلانو، او د ازادۍ د ورځو غوندې مناسبتونو په لمانځنو کې خپله طبیعي ننداره وړاندې کوي.

تر ټولو مهمه دا چې د طالب پر خلاف د خلکو کرکه آن د مسلحو قیامونو تر حده رسېږي، او د ځوانانو او خلکو شعور د ملي وحدت، ملي ګټو، ملي بیرغ، ارزښتونو او نورو په اړه په بې سابقه کچه لوړ شوی.

علماوو، بالآخره، د انتحاري بریدونو، او پنجابۍ جګړې پر خلاف خوله پرانیستې، او په زغرده، په سیمینارونو، او کنفرانسونو کې دغه جګړه غندي.

د یو این ډي پي د بشري پراختیا د جدول په لحاظه، افغانستان، په هغو شلو تر جګړې وروسته هېوادونو کې چې په همدومره وخت کې یې، په همدومره اندازه سړي سر بهرنۍ مرسته اخیستې، د مثبت پرمختګ له لحاظه، لومړی او تر ټولو مخکښ هېواد ارزېدلی.

د پیسو د نړیوال صندوق د شمېرنو په لحاظ، د کورنیو ناخالصو عوایدو د سړي سر عاید په لحاظ، د نړۍ دوهم چټک پرمختګ لرونکی، او د نړیوال بانک د ارزونو په لحاظ، د حکومت د چارو د مؤثریت د اصلاح په لحاظ، درېیمه درجه لوړه نومره اخیستونکی هېواد پېژندل شوی.

البته، دا په داسې حال کې چې افغانستان لاهم، تر یوې جګړې وروسته، او د بلې جګړې په جریان کې دی.

اوس، احتمالاً هغه وخت دی چې موږ تاسې په خپل توان کارونه پیل کړو، او د دې مبارک پیل نښې، د هېواد د اقتصاد او ټولنې پر افق، له وړاندې څخه په را څرګندېدا دي.

له نېکه مرغه، په داسې حال کې چې د تاریخ پر دغسې یوه پړاو ولاړ یو، د انتخاباتو له لارې د یوه ښه قیادت د ټاکلو فرصت هم، د یوې اسانې، او ارزښتمنې آزموینې په بڼه، زموږ تاسې مخې ته پروت دی.

او تر دې ستره نېکمرغي دا ده چې د نوماندو ترمنځ مو د تخنیکي او عصري پوهې، درایت، او سیاسي تقوا په لحاظ د ډاکټر صاحب اشرف غني احمدزي، د دیني پوهې په لحاظ، د استاد عبدالرب رسول سیاف په څېر ژور، او د یو بل مننې د سمبولونو په توګه، عبدالهادي ارغندیوال، ډاکټر صاحب عبدالله عبدالله او نورې داسې څېرې شته، چې یو وخت یې د رأیو د صندوقونو پر ځای، د مرمیو صندوقونه پر اوږو ګرځي، او نن یې ځانونه په انتخاباتي پروسه کې د افغانستان د خلکو قضاوت ته وړاندې کړي دي.

د مثبت پرمختګ تر ټولو لویه نښه، د حمیدګلانو، پاکستاني جنرالانو، او استخباراتي رسنیو وارخطا لحن، او لغتو ته ورته ناپړتې دي، چې هره ورځ، لکه د خپلو وجدانونو، د رسنیو مخونه توروي.

هو، توقعات به مثبت او لوړ ساتو، خو له مثبتو توقعاتو سره مثبت ذهنیت ته هم اړتیا ده.

دا به هیڅکله له یاده نه وباسو، چې موږ تاسې د نړۍ په تر ټولو لویه جګړه کې، په یوه لوی بشري ناورین کې را ښکېل خلک یو. له بحراني حالت، د جګړې له حالت څخه د عادي حالت توقعات مه کوئ.

موږ داسې یو، لکه یو سړی چې منډي وهي، او ته ورته وایې چې په منډه کې کې له چایجوش څخه په پیاله کې چای واچوه، خو که مبالغه ونه شي، افغانانو دا کار هم کړی. غښتلي افغان فرد، په منډه کې ځان ته د مورال او همت پیاله ډکه کړې، او نوش جان کړې ده. په جګړه کې یې مینه کړې، په فقر کې یې لوبه کړې، او مډال یې راوړی. د طالبي وحشت تر تیاره لاندې یې کار او خدمت کړی.

افغانستان به جوړېږي، خو مشهور اروپایی متل هم ښه وایي چې، روما ښار، په یوه ورځ نه و جوړ.

مجيد قرار

3 thoughts on “روما ښار په یوه ورځ نه دی رغېدلی”
  1. مجید قرار صیب اسلام علیکم!

    مننه دوطن په هکله په لمړی ځل ډیره مسبته اوګتوره لیکنه ده، الله دی وکړی چه زمونږ اوستاسی ورونه هڅه اوهاند وکړی چه وطن موآباد اودبل داحتیاج څخه یی خلاص کړی.
    خودغه هرڅه په سوله اوامن کی خوند کوی، الله تعالا دی زمونږ په وطن کی ډیر ژر سوله اوآمن راولی.

    قرارصیب ستاسی په زیاتره لیکنو کی دطالیب دنوم په مقابل کی ډیر شدید عکس العمل ښودل شویدی، نشی کیدای چه په خپل دغه دریزکی دسولی په خاطر لږ نرمښت راولی، ځکه امریکا وای طالیب زمونږدښمن نه دی، ښاغلی کرزی وای دوطن دسولی اوکلتور په خاطر طالیب ته ددښمن پرځای باید ورور وویل شی، دشمال ټلوالی اونورو په فرانسه کی دطالیبانوسره دوروری په فضاه کی کښیناستل اوخبری یی وکړی، ځکه دغه ټول وای چه دیپلوماسی اودبل راجلبول دسولی په خاطر په خوږه ژبه کیږی.

    والسلام

    م. افغان

  2. قرار صیب او لوستونکوته سلامونه او نیکي هیلی وړاندي کوم
    ګرانه که په حقیقت سترګي پټي نه کړو او لوستونکو ته رښتیا ووایود کرنی،اوبو لګونی او مالدارۍ په وزارت کښی خو همدا اوس هم داسي شکلونه په نظر راځي چی فعالیتونه یی په دوربین کښی هم نه لیدل کیږي او د یوي وظیفي پرځای دري وظیفي پرمخ بوزي او د همدي وزارت له دولتي وسایطو او مسوسساتو څخه په زرګونه ډالره هره میاشت تر لاسه کوي خو چي کله بیا د عمل خبره شي نو بیا ستاسو په شان د معذرت خبری کوي چي اوس هم ډير زیات پرمختګ شوی. پرمختګ په دي معني چی خپل ځان ته یی بنګلی جوړي او خپلو بیسیواده خپلوانو او وطندارانو ته یی ښه بستونه ورکړل. بل پلو ته هغه کسان چي تر ماسترۍ پوري یی مسلکي زده کړي کړی بغیر د پیژندګلو یی څوک د وزارت په دراوزه هم نه پریږدي.

  3. قرار صاحب ډیره مننه ډیره ښه او په حقایقو ولاړه لیکنه مو کړی ده زما ډیره خوښه شوه

ځواب ورکول م.افغان ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *