تاند- د امریکا د کانګریس یوه جګپوړي غړي د اوباما له حکومته وغوښتل چې په افغانستان کې اضافي وسلې د ویجاړولو پر ځای د هند او ازبکستان په شان پر دوستو هیوادونو وپلوري.

په کانګریس کې د نیویارک استازي ډنا روهرابکر د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر جان کیري ته په یوه استولي لیک کې ویلي چې د واشنګټن پوسټ هغه راپور حیرانه کړی چې امریکا له کارګرو سره قراداد کړی چې په افغانستان کې د ملیاردونو ډالرو په ارزښت پوځي وسایل او تجهیزات ویجاړ کړي.

روهرابکر ویلي چې امریکا باید روغې وسلې ضایع نه کړي.

ده همداراز ویلي:«موږ په هند او ازبکستان کې متحدان او دوستان لرو چې امنیتي اندېښنې یې حقیقي دي او له دغو وسلو او تجهیزاتو ښه کار اخیستلی شي.»

د کانګریس دغه غړي همداراز ویلي چې هند او ازبکستان دې دا وسلې په بیه واخلي.

تر دې مخکې پاکستان له امریکا غوښتي و چې په افغانستان کې خپلې هغه وسلې، چې نه یې غواړي له ځان سره یوسي، دغه هیواد ته وسپاري.

خو روهرابکر، چې د امریکا د مشرانو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې ريیس دی، د پاکستان نوم نه دی اخیستی، هند او ازبکستان ته په اشارې یې ویلي چې دوی د امریکا دوستان دي:«موږ باید په سیمه کې د خپلو دوستانو خبرو ته غوږ ونیسو. دوی د ترهګرۍ پرضد په جګړه کې په کلونو زموږ ملاتړ کړی. دا به سپکاوی وي چې موږ اوس دوی ته پام ونه کړو.»

ده د وسلو د ویجاړولو په اړه ویلي:« په دې ډول له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل خلکو ته داسي ذهنیت ورکوي چې زموږ سلوک غیرمسوولانه دی.»

راپورونه وايي چې د امریکا دفاع وزارت تراوسه پوري په افغانستان کې د شاوخوا دوه نیم سوه ملیون ډالرو په ارزښت د ماین ضد زغرګاډو په شمول نقلیه وسایط او نور پوځي وسایل له منځه وړي دي.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د دغو وسایلو ارزښت تر اووه ملیارد ډالرو زیات ښودلی دی.

داسي ښکاري چې د افغانستان دفاع وزارت او نورو امنیتي ادارې نه دي توانېدلي چې افغانستان ته د دغو وسلو د سپارلو په باب امریکايی چارواکو ته سم دلایل وړاندې کړي.

6 thoughts on “روهرابکر: په افغانستان کې امریکايي وسلې دې هند او ازبکستان ته ورکړای شي”
  1. Whay not give these weapons and equepments to the Afghan military or police?? what could be the reason or reasons? Is it corruption on Afgahn government?, is it lack of trust on ANA, is it something else? that ANA is not given these equepments instead they are destroyed. I am rubbing my chin, I don’t know.

  2. د یوې ریښتینې ملي پوڅ درلودل د افغانانو ملي آرمان دی او په پرنسیب کې ډیره پرځای خبره ده چې نه یوازې دا وسلې بلکې نورې پرمختللې وسلې هم افغان پوځ ته ورکړل شي، مګر اندیښنه دا ده چې کوم دلیل او ډاډ شته چې دا وسلې به بیا د بیچاره افغانانو کورونه وران نکړي، اوس خو دا لوی مارګیر زور او دم دی چې زموږ ماران غلي دي. که دا لوی مارګیر په مکمله توګه له افغانستانه ووځي، نو دا لیرې نه ده چې وسلې یو ځل بیا د نویمې لسیزې په شان پر افغانانو وکارول شي. راځئ تاریخ ته وګورو چې افغانانو کله هم وسله د پردي دښمن پروړاندې کارولې؟ تر سکاد توغندیو پورې مو هرڅه لاس ته راغلل خو مګر په خپل وطن کې مو پر یو او بل نوم و کارول او هرڅه مو تباه کړل.

  3. دا چه د ناټو له وسلو د شپیلیو دافعانانو دوینو بوی ځی دولس کالونه زموږ ماشومان ،ښځی ،او نران په وینه وه لمبیدی او اوس به یی یا تخریبوی او یا به یی دروهر بکر په سفارش په هند او ازبکستان پلوری ، افعانانو ته یی نه پریږدی چه دوطن ساتنه پری وکړی ،لدی مالومیږی چه دوی زموږ دوستان ندی یوازی او یوازی زموږ دوژلو او لوټلو لپاره راعلی وه او راعلی دی چه په سخته کی یی یوازی تش لاسونه په میدان پریښودو .
    دا هعه علام صفته او بی ضمیره افعانانو ته یو درس دی چه همیشه یی دخپلو ګټو لپاره په بل درود ویلی دی ،او دبل مردارو ته یی شهیدان ویلی دی.
    دالوبه مخکی نورو رضا کارو افعانانو هم کړی او په بل ډیر نازیدلی او دخپل ورور وینه یی ورته تحفه کړی ده او په بدل کی یی بادار دعلامی جزا ورکړی ده ،
    موږ د لین ن او مارکس په روح درود وویلو او ، په پیښور کی یو لوی اختر لمانځه ته کچه ګړی ۴ ته لاړم مولوی صیب په ډیره جزبه وویل هر څوک چه افعانستان غواړی کافر دی موږ یوازی اسلام غواړو ورپسی یی سمدستی په دوعا کی وویل چه الله دی دپاکستان سرحدونه په امان کی وساتی چه موږ ته یی پناه راکړی ده ،له دومره علامی سره هم پنجابیانو یو یو په امریکا په ۳۰۰ ډالره خرڅ کړل او بقایا یی بی د کرکانو یا مړزانو په څیر میدان ته وکاږل چه دا به د لاندی دپسونو په څیر کله هلالوی ؟
    لنډه دا چه له شا شجاع نیولی تر ببرکه او ورپسی ټولو علامانو دخپلی علامۍ سزا لیدلی او بیا یی په مړو اوښکو ژړلی دی .
    موږ ارزان قیمته افعانان د متعصب خمینی ډول ته کابل کی ډانس کو او د هیواد واټونه د کافرو ایرانیانو په نوم یادوه ، خو دوی په بدل کی څه راکوی ؟ خپله یی خبری واوری چه دشیعه او سنی یا دکافر عمری اتحاد ناشونی دی . که په ایران کی یو افعان ناجوړ شی په روعتون کی د علاج په خاطر به کوم اندام که موجود هم اوسی نه به ورکول کیږی ، د ډله ایزو اعدامونو به هیڅ نه وایم .
    دا د تعصب انتها او نفرت وګوری ، او زموږ علامی وګوری چه موږ ته یی دهیواد ورانی لپاره صلاح راکړی نو ځکه دهیواد سړکونه یی په نوم کوه ، په راتلونکی کی به دهیواد ډیری کوڅی او واټونه د اروپایانو ، عربو او پاکستان په نوم شی .

  4. تر هغه چې کرزی مشر، فهیم او خلیلی مرستیالان او شمالی ټلواله په واک کی وي د ملی پوڅ جوړول ناممکن دی. دا وسلی د افغانستان د پوځ حق دی دا ځکه چې د جګړی لوی عامل د لته د امریکا مداخله او شمالی ټلوالی واک ته رسول دی. دا استعداد په کرزی او دده چارواکو کی نه شته چې امریکا ته دا قناعت ورکړی چی دا وسلی افغانانو ته ورکړي .

  5. کرزی اوس دملت سره په تبلعاتی جګړه اخته دی.
    زه دامنم چه پاکستان به هیڅکله په قرار ناستی ونکړی تر څو افعانستان دومره وران کړی چه د جوړیدو یی بیا څوک تصور هم ونکړی ، دا ځکه پاکستان داسی فکر کوی چه قبر یو دی او مړی دوه دی پدی قبر کی به یا افعانستان دفن کیږی او یا پاکستان .
    دا هم واقیعت دی چه عربی هیوادونه په دریمه نړی کی قوی او عښتلی هیوادونه نشی منلی دخپلو ګټو په وړاندی یی تهدید بولی ، د غولونکو شعارونو تر نامه لاندی لکه د لګه کیو ،دښځو ،او د همجنس بازو حقوقو په طوطیه کی داسی هیوادونه رامنځ ته کړی لکه قطر ، عربی امارات ،کویټ ،شارجه خپلی دروازی یی دوی ته بغیر له کومی ستونزی شپه او ورز خلاصی پریښت اوسی .
    له بده مرعه دا ټولی طوطی زموږ هیواد سره په اوسنی حالت کی څنګ لګولی شی بعیر له عقیدی او افعانی عرور نه نور هیڅ داسی څه نلرو چه دوطن ساتنه پری وکړو.
    ولی کرزی صیب لږ پامکوه ته کوم اور ته اګاهانه او یا عیری اګاهانه لمن وهی دا لمبی دهیواد تر څنګه ستا کورنی او نابغه ټیم دی هم پکی ایری شی .
    دمنطقی او نړیوالی طوطی به ځای پریږدو پدی کی درسره او همنظره یو خو که د هیواد قومی جوړښت ته په ذیر سره وګورو ملک الطوافی او فیدرالی نظام دیو قوم په ګټه ندی او تر اوسه په هیواد کی مطرح قومونو او ګوندونو داسی کومه خبره نده کړی ، پدی ټول پوهیږی چه دا یوداسی اور دی چه یو قوم به هم ورځنی په امان کی پاته نشی .
    – دنمونی په توګه په فدرالی نظام کی دهزاره قوم په عرونو کی محاصره پاته کیږی دهیواد شمالی ولایات تاجک او که ازبک پکی اکثریت جوړوی ،د شمالی ولایاتو قومی جوړښت داسی دی که هلته پښتون دهر قومسره ودریږی د اکثریت په توګه را څرګندیږی په ختیځو ،جنوبی او جنب عرب ولایاتو کی میشته دری ژبی خو پریږده .
    د ټولو نه موهمه خبره داده چه افعانستان مالک لری او که داسی خطر پیداکیږی بیا ټو پښتانه دطالبانو قیادت لاندی ودریږی او طالبان هعه خلک دی چه دهیواد په یو سانتی متر خاوره هم دچا سره سازش نکوی ، په وطن پلورونکو به داسی قیامت جوړ کړی کوم چه یی په ډانګمارانو او جنګ سالارانو جوړ کړو په الله سوګند که ځانونو ته بیا دپنا ځای هم پیدا نکړی . ناټو هسی هم یوه یرعل ګره قوه ده او د فرار په حالت کی ولاړه ده.
    *** نو کرزی صیب دملت په سترګو کی خاوری مه اچوه ، یو متل دی چه فلانی غر په پر پټوی ، خپل وطن فروشه ،فاصد او غلام صفته ټیم ته دی توجه وکړه په کورنی او ټیم کی دی اصلاح راوله .
    ستا په داخله او دفاع وزارت کی په میلیاردو ډالره فساد شوی نو وزارتونه ،ریاستونه ،بانکونه او ولایتونه خو په ځای پریږده . سبا که ملت ته محکمی ته د ملی خاین په صفت را کش کړی او یوازی دوه تپوسه درځنی وکړی ته به د ځان خلاصی په خاطر څه جوب ورکوی ؟
    ۱- دپورت ذکر شوی بربنډ فساد په باره کی تا تر اوسه څه وکړل ؟
    ۲- کومه مافیا چه تا په ملت حاکمه کړی یا په بل عبارت په اداری اصلاحاتو کی تا څه کړی؟
    زه باور لرم یا به چپ پاته کیږی او یا به اقرار کوی چه پدی حالت کی ځما او ځما د کورنی او ټیم ګټه ګټه وه چه هم چور تالان وکړو او هم په ملت خپل ناروا حاکمت ته دوام ورکړو ، قصدآ او اګاهانه می نه په نورو قومونو کی ملی کسان وروزل او هم نه می په پښتنو کی داسی کسان او یا ګروپونه وروزل چه په راتلونکی د وطن په درد ودردیږی.

ځواب ورکول Toofans ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *