پخوا وختونو کې به جنس په جنس راکړه ورکړه کیده. هغه مهال اقتصادي فعالیتونه محدود وو. ډیر کم تولیدات به کیدل. د تجارت له دغې سیستم سره خلک ډير په مشکلاتو کې وو. ان کله کله به اړتیا موجوده وه، خو د ځینو شیانو پلور او پېر نشوکیدای، ځکه چې د جنس په جنس ارزښت ټاکل به نه سره برابریدل. مثلآ تاسو به استاد ته د پوهنتون، ښوونځي یا د کورس فیس د څه شي په بدل سره ورکړای شئ؟ یا یو کیلو شین چای د پسه په بدل کې څنګه برابریږي؟ او داسې نور. کله چې انساني شعور او پوه لوړه شوه او اقتصادي سیستمونه پیچلي شول، نو پيسې هم رامنځ ته شوې، چې د پيسو په وسیله خلک اوس راکړې او ورکړې کوي. پیسو د جنس په جنس د راکړې ورکړې د سیستم په پرتله د انسان په ژوند کې ډیرې اسانتیاوې راوستي دي.

پيسې د اقتصادي فعالیتونو تر ټولو مهمه برخه ده. په حقیقت کې د انسان لویه منځ ته راوړنه ده. پيسې د اقتصاد په سیستم کې داسې چلیږي، لکه د انسان په بدن کې وینه. که له یوه اړخه پيسې دومره ساده او عام څيز دی، چې ان د دوو یا دریو کالو ماشومان هم پوهیږي، چې پیسې لرل او سپمول اړین دي خو له بله اړخه د پیسو تعریفول سخت کار دی. پيسې داسې هم تعریف شوي: پيسې د تبادلې عصري وسیله او معیاري واحد دی، چې له مخې یې د نرخونو ټاکلو او پورنو اخیستلو شرایط څرګندیږي. (Samuelson). یا هر هغه څیز چې د هر چا له خوا په عمومي توګه د هر ډول تجارتي راکړې ورکړې په موخه منل شوي او په عصري وسیلې سره کاریږي؛ پیسې بلل کیږي. (Morgan, Robertson, Samuelson)

د هر هیواد لپاره د ځانګړو ادارو له خوا د یو لړ شرایطو په لرلو سره مروجې پيسې(currency) جوړیږي؛ چې د اړوند هیواد شناخت هم کوي. مروجې پيسې هغه دي، چې د هیواد د دولت له خوا په رسمي توګه چاپيږي او د اړوند هیواد ځینې خاص معلومات ورباندې ښودل شوي وي. موږ (افغانان) ځان له د افغانۍ په نوم کرنسي لرو په کار ده، چې د بشپړ چالښت او ارزښت لپاره یې ګډې هلې ځلې وکړو.

په خواشینۍ سره چې موږ (یو شمیر افغانان) په رسمي او غیر رسمي حالاتو کې د خپلې مروجې پیسو(currency) نوم ته د نورو پيسو نوم ورکوو، مثلآ افغانۍ ته وایو چې روپۍ. د بازار عام ولس خو که دا مسولیت په پوره توګه نه شي محسوسولی چې د افغانيو او روپيو توپير وپېژني؛ نو رسمي چارواکو ته خو اړینه ده، چې افغانۍ ته افغانۍ ووایي نه روپۍ. داسې بېلګې شته چې یوه رسمي اداره د بلې رسمي رسنۍ له چینله خلکو ته خبرتیا ورکوي چې: “هغه ټول کسان دې د خپلو ( اجرأتو په موخه ) ژر تر ژره (دومره ) روپۍ اړوند څانګو ته وسپاري”. نو پوښتنه دا ده، چې آیا د روپیو او افغانیو ترمنځ توپير شته؟ عامو خلکو ته باید څه وویل شي، چې رسمي ادارې ته افغانۍ راوړئ؛ که روپۍ؟ افغانۍ او روپۍ په ټوله کې پيسې دي، خو بیا هم هر هیواد بېلې بېلې پیسې لري. روپۍ(Rupees) د هندوستان، نیپال، پاکستان او نورو هیوادونو پولي واحد دی. زموږ هیواد (افغانستان) پولي واحد افغانۍ ده. اړینه ده، چې د خپل پولي واحد (افغانۍ) قدر وکړو.

پای

۱۳۹۴ سرطان ۱۲ جمعې ورځ

2 thoughts on “روپۍ که افغانۍ؟/ نورمحمدثاقب”
  1. دا په رښتیا هم ډېر د غور خبره ده. البته د ځینو نورو برخو په څېر، په دې برخې کې هم له نورو ډېر د پښتنو بې غوري ده ځکه دوی ځانته اکثریت وايي خو له بده مرغه چې د اکثریت رول یې درک نه لري. نورو خو هسې هم د پښتنو او افغانستان د بنیاد د لمنځه وړلو پسې اخیستې ده. هغوی ځان ته افغانستاني وايي او د هر پښتون مېشتي ځای لپاره بدیل نومونه ټاکي لکه میرویس میدان (کوټې سنګي)، احمدشاه بابا مېنه (ارزان قیمت)، رحمان مېنه (کارته نو) او داسې نور. خو پښتانه هم باید خپل رول په دې هېواد کې څرګند کړي. دوی خو آخر مړه نه دي! یو ژوندی قوم دی. لنډه دا چې هر افغان او په تېره هر پښتون باید وروسته تر دې افغانۍ ووايي نه روپۍ.

  2. ډیره په زړه پوری موضوع ده ، هیله ده چی داسی مسایل د ټولو افغانانو له خوا د خبرو او لیکلو په وخت کی رعایت شی . د کابل ښار په مربوطاتو کی ډیر سیمی دی چی رسمی نومونه یی یو دی او د خلکو له خوا یو بی معنی یا بی ارزښته شی نوم ورکول کیږی . دا دسیمی د خلکو لپاره هم توهین دی. د مثال په توګه « کوټه سنګی » چی رسمی نوم یی میرویس مینه ده ، یا د هغو ترڅنګ جمال مینه خلک ورته کارته سخی وایی. باید په تدریج سره اصلاح شی.

ځواب ورکول عبدالغفار ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *