هغه نبي چې میدان ته راښکیدو سره به د هر افغان په زړه کې نوې هیلی او اروزګانې پیدا کیدلي هغه نبي چې افغانستان ته د کرکټ په برخه کې ډيرې بریاوي راوړي هغه نبي چې د لوبغاړو تر منځ یې ناندریو ته یې د پاۍ ټکي کیښودو.

 هغه نبي چې تل یې د افغانانو  په زړونو باندې حکومت کړیدی  هغه نبي چې د افغانستان تور، سور، او شین بیرغ یې د نړۍ په هر ګوټ کې ورپوه نړیوالو ته وښودله چې افغانان  هم د کرکټ په برخه کي د چا نه کم ندې .

افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې کیپتان محمد نبي عسی خیل پلار دوه نیمي میاشتي وړاندې په ننګرهار ولایت کې د خپل کور ته د تګ پر مهال ځینو نامعلومو کسانو و له لخوا وتښول شو

خو تر اوسه پوري یې حکومت د نوموړي د راخوشی کیدو په برخه کې هیڅ راز اقدام ندې اخیستي. کرکټ بورډ چارواکي هم چوپه خوله ناست دې

حکومت خو پریږده چې پخپلو خولو کې ډوب دې هغه ننګرهار چې د ادب زانګو په نامه یادیږي هغه ننګرهار چې تل یې خپله میړانه او پښتونولي یې هر چا ته ښودلي ده او په میلمه پالنه کې یې هر چانه مخکي دې

دغه دې روژې مبارکه میاشت هم راورسیده خو د نبي عسی خیل پلار خپل اولادونو او خپل کور ته راستون نشو

د روژه ماتي وخت به د نبي ورونه او خویندي به خپل کور وره ته ګوري چې اوس یې بابا جان په وره راننوځي او مونږ سره به په ګډه روژه ماتي کوې او بل خواته به د نبي پلار به همدا فکرونه کوې چې زما د بچو به څه حال وې هغو به زما لارو ته ګوري چې بابا جان به د روژه ماتي په وخت کې به  له بازاره څه راوړي

الله تعالی فرمایې چې : کله د ماښام د اذان وخت رانږدي شي نو د روژه دار انسان او زما ترمنځ یوازي د یوي پردې غوندې توپیر وې که هر روژه دار پدې وخت کې د زړه له تله دعا وکړه نو زه یې خامخا قبلومه نو راځي په شریکه د خدای ته  د سوال لپاره خپل لاسونه لپه کړو او خدای ته سوال وکړو چې ای خدایه زمونږ د نبي پلار روغ رمټ خپل کور ته راستون کړي

او دغه مبارکه روژه په خیر اوخوشحالي سره تیره کړي

امین.

6 thoughts on “روژه راغله خو د نبي پلار رانغی! – صداقت غورځنګ”
  1. dear ,

    you have to differentiate between Afghanistan government and other governments. Actually this is not government this is a share company which is leading by Mafia so please don’t called it government just call it ground of Mafia

  2. سلامونه او نیکی هیلی خدای دی وکړی چی د تاند دویپاڼی ټول کارکونکی او همکاران د پوره روغتیا خاوندان اوسی په ځانګړی توګه دسپورټ د برخی کارکوونکی ، پورتنی مطلب چی غورځنګ صیب لیکلی دی دیر پرځای دی او په تښتوونکی ډلی باندی به پوره تاثیر ولری او خدای وکړی چی د روژی مبارکی میاشتی په برکت او لوی مهربان خدای په رحمت سره بیرته روغ رمټ بیرته خپلی کورنی ته راستون شی .
    پدی اړه زما نظر دادی : که چیری د اتل محمد نبی پلار راخوشی نشی نو کیدای د محمد نبی (عیسی خیل) پر لوبی باندی ناوړه اغیزه وکړی او په نږدی راتلونکی د نمیبیا او کینیا سره زمونږ ملی اتله لوبدله ډیری مهمی نړیوالی سیالی لری اوپه ګټلو سره یی ۲۰۱۵ کال نړیوالو سیالیو ته نیغ په نیغه لارمومی لوی او مهریانه خدای دی بریالی کړی

  3. الله پاک دي هغه کسا نان وشر موي چی دملی لوبډلی تکړه او په نړي کی پیژندل سوي ستوري نبی عیسی خیل پلار یی تښتولی وی داسی کسانان به انشاالله خدای پاک شرموي زه له ټولو افغانانو خاص دسپورټ دمینوالو څخه په ډیر درنښت هیله کوم چی دروژه مات په وخت باید لاس په دوعا سي چی یاالله دنبي عیسی خیل پلار ددی ظالمانو له نګلو څخه خلاص سي

  4. الله دوکړی چی روغ رمټ یی خپل کورته زرترزره راستون شی اوالله او نورخلک دی الله له داسی غم نه وساتی امین یارب العالمین

  5. الله دی د محمد نبی پلار ددی ظالمانو د منګلو څخه خلاص کړی او خپل کورته بیرته راستون شي ټولو مسلمانانو نه خواهش کوم چې دعا٫ وکړی

ځواب ورکول Jan ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *