نجلۍ د کور دروازه په زوره ټيل وهله او د شوتلو يو غټ پڼډ یې انګړ ته دننه کړو. پڼډ یې د ديواله سيوري ته کيښود.
د ټيکري په پلو یې د خپل مخ او غاړې خولې وچې کړې.
مور یې په انګړ کې د ونې سيوري ته په مزرين کټ کې ناسته وه، جلکۍ یې هم خواته ورغله د کټ لاندې نه یې د اوبو کوزه راواخيسته، لپه یې له اوبو
ډکه کړه او مخ ته یې واچوله. د چرګانو کاسه ګۍ ته یې وکتل کاسه وچه وه. چرګان ورته تږې ښکاره شول د کوزې نه یې په کاسه ګۍ کې اوبه واچولی، چرګانو کاسې ته رامنډې کړې او مښوکې یې په اوبو کې د ننه کړې.
جلکۍ غلې د مور تر څنګ په کټ کې کيناسته او ویې پوښتل ادې نن مو څوومه ده؟ مور یې ورو وويل يوويشتمه.
جلکۍ څه ونه ويل خوله یې وچه وه. مور یې بيا په ټيټ آواز وويل : وه جلکۍ اوبه به دې راوړي وې په منګيو کې، څاڅکې اوبه هم نشته بيا د تناره وخت کيږي چې سترکې کته، پورته کوي روژه مات به وي.
جلکۍ له ځايه پاڅيده او د وړې خاورينې چوتره ګی خواته
چې کتار منګي پرې ايښودل شوي وو، روانه شوه، ټول منګي یې وښورول منګې تش ؤ د يوه منګي له سره یې جام راواخيست خو ناڅاپه یې له لاسه خطا شو او په کړنګ سره په ځمکه پريوت.
مور یې په ټيټ آواز پرې غږ کړ، لاسونه دی مات شه څه کړنګ، کړونګ دې اچولی دننه په کوټه کې دې ورور ويده دی، روژه یې ده .
ډیــــــــــــــــــــــــــره ښـــکلې طنزي کـیســـــــګۍ ده .داټـنــل خان لکه ذمـبـیـل خان په درانه خوب ویده دی ځکه دمورتنکئ ،نازولئ زوئ دئ کنه خود به روژه په خوب تیروي۰
waqyan dera kha likana da. de noro likano pa hela de gharani khor.
ډېره په زړه پورې کیسه؛مننه ژوند ولرې!!
څه ښه وایي:چې زړه د مینې کور دی
او مینه له زړه نه الهام اخلي کیدای شي دا ګل مرجان مور جانې ته ډېر ګران وي…