فضل خالق للموال

ليکنه: نوماند دوکتور فضل الخالق للموال، کندهار پوهنتون

حال د ماضي څخه داسې متاثره شو، چې د راتلونکي په اړه فکر کم شو…

له سیاسي اړخه روڼ آندي د موجود سیاسي وضعیت سره د یو شخص علمي اوشعوري مخالفت، چې موخه په کې د نظام خلاف د ولس بیداري وي هم روڼ آنډي ګڼل کیږي. مګر یوازې د علمي او ټولنیز پلوه د وخت او حرکت پېژندنه او خپل ځان ته له هغه سره سمون ورکولو ته روڼ آند وایي. له علمي او شعوري پلوه د موجود وضعیت سره داسې مخالفت چې وضعیت نور هم ښه شي روڼ آندي ده. د همدغه تعریفونو له مخې چې کومه ټولنه د وخت له غوښتنو سره سمه شوه او موازي حرکت یې وکړ روڼ آنده ټولنه ده. یوه خبره چې اړینه ده هغه په انفرادي او ډلئيز ډول د خپلو عقایدو او اساساتو پېژندنه، ساتنه او پالنه ده. مطلب په هیڅ صورت روڼ آندي د دې سبب نه شي چې دین او مذهب ته زیان واړوي. ټول پیغمبران روڼ آندي وو.د پورته تعریف په رڼا کې که زیر شو و به ګورو، چې هر پیغمبر د اړوند ټولنې نیمګړتیاؤ د سمون او رغون په موخه راغلی و؛ همدغه پیغمبران د خپل وخت له پاره د معاصر او نوي خوځښت د راوستلو له کبله روڼ آندي بللی شو.

که د مُغليانو د اکبر پاچا د وخت د هند پرتله د همغه وخت له انګلستان یا برتانیا سره وشي نو وبه کتل شي چې هند ډېر مخکې وو، سياسي او حکومتولی شعور کچه یې لوړه وه. د هند خلک او حکومت نسبت انګلیسي ټولنې او حکومت ته پرمختللی او متمدن وو. اوس پوښتنه دا ده، چې ولې وروسته پاتې اروپا د وخت په پرمختللي هند باندې بریا پيدا کړه. ولې څو زرو عسکرو او عامو خلکو په لسګونو میلیونو نفوس لرونکی هند استعمار او استثمار کړ؟

په دې ځای کې اصلي خبره د روڼ آندی ده. هند په خرافاتو اخته شو، ولسونه په تاریخ کې بندي شول، ځانونو ته یې درواغجن قناعت او غرور ورکاوه. په اونیو اونیو یې یوازې د یو چا مړینه او زیږون نمانځه. حال د ماضي څخه داسې متاثره شو، چې د راتلونکي په اړه فکر کم شو. د موجوده (د هغه وخت) نوي پرمختګونه او فنونه زده نه شول، برعکس اروپا او په ځانګړي ډول انګلیس د وخت حساسیت درک کړ. روڼ آندي يې بیداره وو او خپله ټولنه یې روڼ آندې کړه. همغه وو، چې اروپایي عام ولسونه له غلامۍ څخه و بادارۍ ته ولاړل. د دوی ډېری باداري په اسلامي ټولنو راغله. ياني مسلمانان یې غلامان کړل. 

د روڼ آندۍ سره په اسلامي او غیر اسلامي دواړو ټولنو کې د وخت حاکمانو مخالفت کړی دی. روڼ آندي یې نه دي پرېښي چې ټولنه کې ولسونه بیداره کړي. بلکې روڼ اندي یې وژلي، شړلي او بندي کړي دي. په اروپایي ټولنه کې هم ورته کسان او ورته عملونه راغلې. مخکې له میلاد څخه ګورو چې سقراط له دې کبله په دار شو، چې ټولنه یې بیداروله. له ګونګ او کوڼ حالت څخه یې شعوري شور او ځان پېژندنې خواته سوق کوله. په سقراط د وخت حاکمان او مذهبیان دواړه پوهېدل چې په حق دی، مګر چې د دوی اقتدار او عزت ته په کې ګواښ وو؛ هغه یې په دار کړ. تورن یې کړ چې د حکومت څخه یاغي او مذهب ته درناوی نه کوي. د روڼ آندۍ مخالفتونه زمونږ په هیواد کې هم شوي دي. ښه بېلګې یې سید جمال الدین افغان رح شړل له خپل هیواد څخه، د  پاچا خان رح د عمر درېیمه برخه په زندانونو کې تېرېدل، صمد خان اڅکزی هم د ورته برخلیک سره مخ شوی، اجمل خټک صاحب هم بندیخانې تېرې کړې دي، او مجروح صاحب خو له وطنه وشړل شو او بیا ووژل شو. دوی ټولو د وخت د حاکمانو په وړاندې ولس ته بیداري ورکوله.

روڼ آندي یا روشن فکري مستقیمه اړیکه له علم او پوهې سره لري. د روڼ آندۍ په لېږد (انتقال) کې له یوه ځای څخه و بل ځای ته محوري او بنسټيز رول چاپي رسنیو او یا هم چاپ ترسره کړ. مخکې له چاپ ماشین څخه د علم انتقال یوازې د ژبې او یا هم د یو شخص د فزیکي تګ له مخې ممکن وو. وروسته کتابونه چاپ شول. د خلکو د ذهنونو په راويښولو کار پیل شو. د رون آندانو پټ، ښکاره او دوامداره فعالیتونو خلکو ته جراأت ورکړ. نو په پادشاه نیوکې کول پیل شول. د ۱۶۶۳ زېږديږ کال په اروپا کې داسې هم شوي، چې روڼ آندو په یو کتاب چې لیکوال یې معلوم نه وو په کې راغلي وو،  چې پادشاه باید عوامو ته حساب ورکړي. که پادشاه له حساب ورکوونې ډډه وکړه، عوام به یې د اقتدار په مقابل کې ودریږي. پادشاه د لیکوال پوښتنه وکړه، چاپخونې والا د لیکوال له ښوولو انکار وکړ نو د پادشاه له خوا چاپ خونې والا په دار وځړول شو. په بشري ټولنه کې د روڼ آندۍ په وړاندې همدا کړنه د زور زیاتي پای هم ګڼلی شو.

 له دغې تورې دورې څخه را وروسته بیا اروپا په ټوله نړی حکومت کړی. یعنې روڼ آندۍ اروپا له تیارو را و باسله او د نړۍ د نیولو هُنر یې ور زده  کړ. یوه خبره چې باید پام مو ورته وي چې د رون آندۍ څخه موخه دا نه ده چې نورې ټولنې دې مستعمره او ولسونه دې غلامان شي، بلکې دا پېژندل چې روڼ آنده ټولنه په خپل ذات کې په هغه ټولنه چې روڼ آندې نه وي او یوازې تاریخي لاسته رواړنو ته ګوري او کاذب ویاړ پرې کوي اصلاً د پرتلې وړ نه ده. په دې ټول بریالي خوځښت کې د هغه وخت د چاپي پاڼو رول د یادونې وړ دی. یعنې د چاپي رسنیو څخه مخکې تعلیم یوازې په دربار پورې منحصِر وو.هند کې هم پنځه زره کاله وړاندې عین وضعیت وو؛ د زده کړې حق یوازې برهمن قوم یا کورنۍ ته حاصل وو او عام وګړي د غلامۍ له پاره وو. مطلب دا چې حکومتونو خپل ځانونه ولس ته د زده کړې په رسولو مکلف نه باله. د هند نیولو تاریخ ته که وګورو نو په هند کې به ډېر تاریخي ځایونه لکه تاج محل، سره کلا او ورته نوري کلاوي، مختلف ستر او شهکار زیارتونه او د سیاحت ځایونه شتون پیدا کړو، مګر د زده کړې او تعلیم اړوند ځایونه به و نه ګورو.  

په دغه تیاره وخت کې ډېره پاملرنه کرهڼې (زارعت)  ته وه. عام ولس کار او زیار باسه او ډېر عاید یې د شاهي دربار خزانې ته تلل.  که وچکالي به راغله نو له شاه نیولو تر رعیت ټولو به په (خپله عقیده خپل خدای او معبود ته لاس لپه کول). ځکه نو پوهې ته اړتیا نه وه. عام او خاص دواړه دُعا غوښتونکي وو. برعکس  کله چې ورهڼه (صنعت) رامنځته شو، معیار او اعتبار پوهې ته ورکړل شو. د عام او خاص د توپیر معیار پوهه او علم شو. همدغه پوهه یا روڼ آندي د دې باعث شوه، چې پرنګي درې زره عسکرو په لسګونو ميلینونو هندي (مسلمان او غیر مسلمان) ولس مهار کړل. په دغه وخت کې  مسلمان په ډېره تېزۍ د تنزل خواته او برعکس غربي ټولنه د پوهې خواته روان وه. اسلامي ټولنو د وخت علم او پوهه تر لاسه نه کړه. پخوانیو او بې ګټو موضوعاتو کې بند او مصروفه وه. یو له بل سره یې مناظرې کولې؛ غربیانو ماشین جوړ کړ اوعصريتوب خواته لاړل.

بعضې خلک روڼ آندي یوازې هنریت او موسیقي بولي، چې دا خبره مطلقه غلطه ده. موسیقي او هنریت د بشري ټولنې اړتیا ده. یو حقیقت او واقعیت دی. سترګې ورباندې نه پټيږي. موسیقي بده هم نه ده. که چېرې موسیقي بده وای نو د نړی دا موسیقیت به نه وای. نړی او دا کاینات خپله ځانګړی سور وتال لري، اوبه خپل ږغ لري. مختلف الوتونکي د متفاوتو ښکلیو رنګونو سره خپل جلا زړه راښکونکي ږغونه، چې موسیقیت په کې په فطري ډول نغښتل شوی، وجود لري. بلبلې خپل آوازونه لري. دا ټول د قدرت خلقت، چې منل یې زمونږ مکلفیت ګڼل دی. د موسیقۍ له وجود څخه انکار او په هغه باندې وار زمونږ ټولنې ته ګټه نه کوي. طالبانو موسیقي بنده کړې وه. تلویزیون نه وو، رادیو چا سمه نه شوه اورېدلې. څه وشول. کومه ګټه یې زمونږ ټولنې ته وکړه. له دې لیکنې څخه به موخه دا نه وي، چې موسیقۍ ته مخه کړئ. بلکې موسیقي باید وپېژندل شي. د افراط او تفریط ترمنځ دوام به یې کومه ستونزه و نه لري. موسیقي د بشري ټولنې یو کوچنی برخه ده، چې نن ترې د نړۍ پرمختللي هیوادونه زیات عواید لري. ښه بېلګه یې هند یادولې شو.

که غواړو چې پرمختګ وکړو نو د تاریخ له بند خونې به راوځو. په تاریخ به په خیال او تصور کې ویاړ او ناز کوو، مګر په عمل کې به دا حقیقت منو، چې زمونږ د  ټولنې د شاتګ سبب د روڼ آندۍ نه منل دي. دا چې زمونږ د اسلام مبارک دین د هر وخت سره عیار او سازګار دین دی، په سمه بڼه به ترې ګټه اخلو. دا منل چې روڼ آندي یا روشن خیالي د پرمختګ کیلي، د غلامۍ او احتیاج څخه د خلاصون وسیله ده. روڼ اندي لادینیت نه دی، بلکې په خپل دین سمې پوهې ته وایي. د روڼ آندۍ د پېژندلو څخه وروسته دې پایلې ته رسیږو، چې روڼ آندې ټولنې پرمختګ کوي. روڼ آندي مخکې او راتلونکي ته ګوري او د نړی له وضعیت سره ځان عیاروي. په کومه ټولنه کې چې روڼ آندي نه وي خرابیږي، محوه کیږي او یا لږ تر لږه خپل پېژاند(هویت) په نړیواله ټولنه کې له لاسه ورکوي. د اسلامي نړۍ شاتګ یې ښه بېلګه ده. نن هم زمونږ ټولنه د همغه بې ځایه غرور ښکار ده؛ روڼ آندي نه منو. که منو یې بې دینه یې بولو. نن هم مونږ د روژې او اختر له پاره په لوړ ځای دریږو او د سپوږمۍ د لیدو او نه لیدو خبر ورکوو په داسې حال کې چې لس قدمه مخکې شی نه ګورو. برعکس اروپایان بیا د دوه پيړیو وړاندوینه د سپوږمۍ د لیدو او نه لیدو په اړه درکوي او زمونږ ټوله اسلامي نړی یې هم تعقیبوي. عجیبه لا دا ده، چې هغوی د وسایلو پر مټ خپل نظر هم په تحمیلي بڼه ورکوو. لنډه دا چې که روڼ آندي نه منو زمونږ د ټولنې ټول فعالیتونو به د سترو هیوادونو د ټيلیفوني زنګ له مخې جوړ او ورانیږي.

8 thoughts on “روڼ اندي | فضل خالق للموال”
  1. سلامونه،
    ورور للمه وال صاب روڼ آندي (روښان فکري ) له هر ارخیز پلوه ښه څېړلې ده : سیاسي،پوهنیز،ټولنیز،شعوري ،دیني-مذهبي ا.د.ن.
    زما د دې تبصرې سبب صِرف د هندیانو او انګریزانو په هکله یو څه وضاحت ورکول دي ،هغه هم داسې چې د فقید ج.لال نهرو یو مشهور کتاب ( دَ ګلیمپسز آف ووړلډ هیسټوری *= د نړۍ له تاریخ څخه لیدنې یا نظرونه == نګاهې به تاریخ جهان ) چې په ۱۹۳۲ کې ېې د برتانوي هند له زندانونو څخه خپلې لوُر فقیدې اندیرا ګاندهي ته د لیکونو یا خطونو په شکل ورلیږلي ول ، او همدا اوس ېې زه مطالعه کوم؛ دنګریزانو په هند کې د بریا اصلي علت د (برطانيې او هندو فیوډالانو او نوې بیروکراتټو طبقو د خپلو ګټو ساتل او هندوانو او مسلمانانو ته په ټیټه سترګه او حقارت کتل) ، هغوی له تعلیم او کارونو منع کول او د خلکو میلیونيزي کتلې د کلیو خواته بزګرۍ ته ټیل وهل چې له دې لارې به څونه خلکو کار او ډوډۍ پید کولای سوای؟ بلآخره فقر ،ناروغیو او استثمار ته ټیل وهل.
    مهمه دا وه چې انکریزان صرف د یوې ایسټ-اڼدیا کمپنۍ سره راغلي ول ، خو د (ځایي ځینو مرتجعینو،فیوډالانو او… د خوشخدمتیو له کبله ېې) وکولای سول ۳۰۰ کاله پر هند حکومت وکړي!>> وګورئ همهاغهه د نِهرو اثر!
    هیره دې نه وي ، زما په آند ډېري هندیان او پاکستانیان لا تر اوسه هم هغه د انګریزي ژبې، ایجوکیشن او طبقاتی خصلتونو تر تاثیر لاندې دي ؛
    او کټ مټ زمونږ او تاسو د اوسنیو ځینو تش په نامه روڼآندو غلامانو،رهبرانو، خودکش بیګانه پرستانو ، پیسې -چوکۍ او قدرت سالارانو ا.د.ن. د انګلیسانو او دهغوی او د دنیا د پرکټیانو ( امریکونیانو سګ پرستانو ) د بوټپاکۍ ډیپلوماسیوته!!!!!!چې له هندوانو او پنجابستانیانو کم نه دي.!!!!.
    په درناوۍ
    ۳۱ وری=۲۶ شعبان =۱۹ اپریل/ بروکسل
    * The Glimpses of the World History ,by Pannddett Javahir Laal NEHRU

  2. بهترينه لیکنه مو کړی ګران رئیس صیب، د روڼ اندۍ اړوند مې څه نا څه اطلاع ترلاسه کړه او د اړوندۍ په اصلي مفهوم او اصطلاح وپوهېدلم.
    ستاسو د قلم برکت ده چې له هر اړخه ښې او په زړه پورې لیکنې زمونږ د لوستلو لپاره برابروئ.
    ستاسو اقدام بهترين دی، پر تاسو ویاړم.

  3. سلامونه،
    ورور للمه وال صاب روڼ آندي (روښان فکري ) له هر ارخیز پلوه ښه څېړلې ده : سیاسي،پوهنیز،ټولنیز،شعوري ،دیني-مذهبي ا.د.ن.
    زما د دې تبصرې سبب صِرف د هندیانو او انګریزانو په هکله یو څه وضاحت ورکول دي ،هغه هم داسې چې د فقید ج.لال نهرو یو مشهور کتاب ( دَ ګلیمپسز آف ووړلډ هیسټوری *= د نړۍ له تاریخ څخه لیدنې یا نظرونه == نګاهې به تاریخ جهان ) چې په ۱۹۳۲ کې ېې د برتانوي هند له زندانونو څخه خپلې لوُر فقیدې اندیرا ګاندهي ته د لیکونو یا خطونو په شکل ورلیږلي ول ، او همدا اوس ېې زه مطالعه کوم؛ دنګریزانو په هند کې د بریا اصلي علت د (برطانيې او هندو فیوډالانو او نوې بیروکراتټو طبقو د خپلو ګټو ساتل او هندوانو او مسلمانانو ته په ټیټه سترګه او حقارت کتل) ، هغوی له تعلیم او کارونو منع کول او د خلکو میلیونيزي کتلې د کلیو خواته بزګرۍ ته ټیل وهل چې له دې لارې به څونه خلکو کار او ډوډۍ پید کولای سوای؟ بلآخره فقر ،ناروغیو او استثمار ته ټیل وهل.
    مهمه دا وه چې انکریزان صرف د یوې ایسټ-اڼدیا کمپنۍ سره راغلي ول ، خو د (ځایي ځینو مرتجعینو،فیوډالانو او… د خوشخدمتیو له کبله ېې) وکولای سول ۳۰۰ کاله پر هند حکومت وکړي!>> وګورئ همهاغهه د نِهرو اثر!
    هیره دې نه وي ، زما په آند ډېري هندیان او پاکستانیان لا تر اوسه هم هغه د انګریزي ژبې، ایجوکیشن او طبقاتی خصلتونو تر تاثیر لاندې دي ؛
    او کټ مټ زمونږ او تاسو د اوسنیو ځینو تش په نامه روڼآندو غلامانو،رهبرانو، خودکش بیګانه پرستانو ، پیسې -چوکۍ او قدرت سالارانو ا.د.ن. د انګلیسانو او دهغوی او د دنیا د پرکټیانو ( امریکونیانو سګ پرستانو ) د بوټپاکۍ ډیپلوماسیوته!!!!!!چې له هندوانو او پنجابستانیانو کم نه دي.!!!!.
    په درناوۍ
    ۳۱ وری=۲۶ شعبان =۱۹ اپریل/ بروکسل

  4. مننه استاده!
    ښکلی لیکنه مو کړی ده په قلم مو برکت شه,په رښتیا هم لیکنه می می دیر نوی شیان زده کړل
    د لا بریالیتوبونو هبله مند یو استاده.

  5. للموال سیب سلامونه

    ډیر ښه مو لیکلی دی.
    تاسو خو پوه یاست چه روشنفکر، منور، ویښ او روڼ اندی لوزونه د بیدینی طبقی لخوا د ملایانو په مقابل کی استعمالیدل او هغوی
    ته یی توره ارتجاع، ډبرین، او نور داسی بد لوزونه ویل چه لا تراوسه دوام لری. ځمونږ خواشینی په دی کی ده چه همدی خلکو د افغانستان د اوسنی تباهی بنسټ ایښی چه اول د کمونستانو بیا د جهادیانو او اوس د کاپیټلستانو لخوا د دینپرستانو په ضد استعمالیږی.
    زه ستاسو د څو ټکیو په هکله څه توضیح او یا بیل نظر لرم.
    ستاسو د لیکنی نه دا رابریښی چه روڼ اندی د موجوده نظام مخالف، له وخت سره سمون، د موجوده حالت ښه بدلون غواړی. دا ټول ټکی په عامه توګه ښه معلومیږی او د زړو نظریاتو سره سمون خوری. خو له بده مرغه نن سبا هرڅک ځان ته رړن آندی وایی تردی چه دوی لا د نورو په نظرو تراوسه نوی پوه شوی.
    مونږه مخکی د یوه استاد په لیکنه کی د ویښ افغانانو (ځلمیانو!!) په لوز تعرض کړی وو او هلته مو لیکلی وو چه هرڅوک مونږ و یښ نسو بللای. یو ویښ باید د نورو نظرونه ووایی او بیا دهغه په هکله فکر و کړی تر څو د هغه په ګټه او تاوان پوه شی او ګټور نظر خپلی ټولنی ته ووایی. مونږه خو د نامتو لیکونکو په هکله څه نشو ویلای ځکه هفوی په خپله د عمل په میدان نوو دریدلی. زمونږ مشکل د هغوی له چړیانو سره ده چه د شعارو نه سوا یی افغانستان کوم خیر ونلید. اوس داده شل کاله تیر شول مګر د کابل اداره همغسی بیپلانه او بی تاثیره ده. د کاپیټلزم په اصولو متکی د حکومت چاری په مخ بیای خو کله چه کرونا باندی راغله نو په مټی دری څلور منه غنم یی د کابل خلکو ته ورکړل او نور نو هرڅه په ټپه ولاړ دی تر دی چه یو مریض په روغتون کی د دوا په ځای وهل سوی دی. دوا حکومت نده ورکړی. کومه ښه یا بده دوا چه ورکړ سوی هغه طالبانو ورکړی. ریشتیا چه د کابل اداره باید شرم وکړی. غنی دیرش کاله د جهانی بانک په کارو پوهیدو خو د افغانی حکومت په چلوولو کی ناکام دی. همدا کس زما د معلوماتو سره د ویښو افغانانو چړی دی.
    اوس به بیرته و موضوع ته راسو. راځی چه له دی ټولو استعماری اصطلاحاتو تیر شو او د هغو په ځای علم او صنعت او د هغوی معادل په محلی ژبه کی استعمال کړو. په دی به ګوندی وتوانیږو چه د مکتبی او ملا په مینځ کی د موجود تعصب له مینځه یوسو. دا چه د پښتنو په وینا علم دریاب دی د مسلمان مفکر او فیلسوف په وینا دا دریاب د زمانو په تیریدا مستیږی. افغانستان د مسلمانی نړی یوه برخه ده او د اسلامی تمدن په روښنایی کی د تیرو پیړیو په دوران کی فعال غړی دی. .مونږ ابن سینا لرو، البیرونی لرو هرویان، بلخیان، جوزجانیان او داسی نور دا که بیا د خورسان او ماوراء النهر سره یو ځای کړو نو تقرییبا پنځوس په سلو کی اسلامی تمدن له همدی خاورو نه بشپړ شوی دی. همدغو علماوو د بیلابیلو پاچهانو په دوره کی خدمت کړی او د دربار غړی وو.
    د غبار له خولی د ملا سید جمال الدین پلان د زمانی پاچا ته سپارل شوی وو او د هغه په اساس بنسټی کارونه پیل شوی هم وو. خو متاسفانه د امان الله او د هغه ویښو ځلمیانو توجه انقلاب ته سوه او هغه د سید جمال خوبونه پاتی شول. د ابن رشد د وینا سره سم په افغانستان کی د علم دریاب وچ سو.
    تاسو خو پوهیږی چه مسلمانان ولی وروسته پاتی شول. د مثال په توګه په افغانستان کی د اهل حدیثو او شافعی مذهب راتلل، د چنګیزانو قتل عام، بیا صوفیان او د پاچایانو بیسوادی او جنګونه. په دی برسیره د استعمار لوبی او د بیعقلانو انقلابونه.
    که د انقلاب په ځای کورنی او بیګانه علمونو ته توجه سوی وای او د نوښت او بدلون علما او صنعتګران نازول شوی وای نو افغانستان به لیږ ښه وو.
    که څه هم پاچیان او حکومتونه د وروسته پاتی اساسی عاملین دی، خو دلته ګناه د علماوو هم ده. د ابن سینا او البیرونی غوندی مفکرین پیدا نشول او یا هغوی د خپلی تجربی او نوښت لیاره چاته نه وه ورزده کړی. په تیره بیا هغه کسان چه د حکومت لخوا دباندی لیږدول سووی وو. هغوی د علم او صنعت په ځای سیاست راووړ او هغه چه د علم او صنعت خاوندان وو خو د تفکر او نوښت نه لیری وو.
    مونږ باید چه صرف په روڼ اندو (علماوو) باندی متکی نشو بلکه مونږ د هغوی نه د تفکر او نوښت عمل وغواړو. مو نږ د صرفمیر او فرمولونو د ګردان نه اضافه د هغوی د عملی کولو توقع لرو. دا چه دا به ځنګه وشی هغه به د افغانستان د پوهنتونونو د استادانو او د مدرسو د فارغانو د علم او عمل په ترازو وتلو. ایا د هغوی شاګردان کولای شی چه به حکومت او د باندی د ملت لپاره په خدمت کی بری و مومی.

  6. په پورته لیکنه کی ځینی پیچلی پیچونه تر سترګو کیږی خو سره لدی یوه معلوماتی او ګټوره لیکنه ده
    روشنفکری د زمان او زمین له نظره یو نسبی ارزښت دی
    اویا اتیا کلونه مخکی روشنفکری یا د پښتو په ژبه روڼ اندی یو مفهوم ؤ او نن بل مفهوم دی
    اویا اتیا کاله مخکی زموږ د ځینو روشنفکرانو سرمشق مثلاً مسکو او بلژویکی بدلونونه وه ، دی روشنفکرانو خپل مخالفین خصوصاً مذهبی قشر د انګریز مزدوران بلل خو نن د همهغو روشنفکرانو ایډه آل او ارمانی سرمشق لندنی ارزښتونه دی یا مثلاً څلویښت پنځوس کاله مخکی په شوروی کی د مُډرنی او زیرزمینی روشنفکری سازونه ږغیدل چی هدف ئې له کمونسټی مدار څخه تېښته او د لیبرالیزم مدار ته پناه وه یا مثلاً زموږ د نننی ټولنی وضعیت ته په کتو د ښاری او حتی اطرافی سیمو اکثره خلګ سره لدی چی مذهبی او سنتی ارزښتونو ته ژوره وفاداری لری خو نسبت د طالب افکارو ته ځان روشنفکره ګڼی او د طالب د افکارو خلاف، مدنی ژوند او ټولنیز تنظیم ته لیوال دی
    یو بل زیږ مثال
    د امریکی د کلیفورنیا د ایالت ټول وګړی د مدنیت او روشنفکری د اوج په زانګو کی زنګیږی خو یو شمېر کسان ئې غواړی د روشنفکری او مدنیت سرحد نور هم پراخ او هڅه کوی داسی قوانین تصویب سی چی په کور او کوڅه او بازار او کار په ځای کی لڅه کونه وګرځی
    بناً روشنفکری یو نسبی امر دی خو سالمه روشنفکری هغه ده چی د وولس د ابائی فرهنګ او ارزښتونو د تحفظ او ساتلو تر څنګ د وولس د ژوند په ټولو برخو کی د مثبت او معقول بدلون او خدمت مصدر وګرځی

  7. داټولې هوایي خبرې دي ، افغانان خو په والله که هیڅ روښانفکرلري ، ځکه چې دوی تراوسه د روښانفکر اوروشانفکرۍ شعور نه دی ترلاسه کړی ، دا د جهادی غلو کوم یو روښانفکردی اوکوم یویې روڼ اندی شعورلري ؟ اوس په افغانستان روڼ اندی هغه څوک دی چې دقومي زولنی یې په لاسوکې دي اوترهغه دایره د باندې راوتلی نه شی . روڼ اندی شعور یوه معنوی رابطه ده چې هغه ته باید مذهبي رنګ ورنه کړل شي . ځکه دا اصل ترمذهب لوړ اوپه علمي او ساینټپکو ارزښتونو باندې تړلی دی ، تاسې له طالب اوملاڅخه چې یوه ورځ یې په یوه متمدن چاپیریال کې ژوند نه دی سیدجمال الدین جوړولای شئ ؟ روښنفکري بهیر دخپل تاریخ په اوږدو کې دنخبه افکارو محصول و ، اوکه دا نه وي ، هغوی چې دخپل شریعت معیار داریکین شیشه کوي او بیاپرهغه باندې یې اندازه کوي ، هلته دغه غږ ګونګیږي اوهلته ددغې اصل په وړاندې سیدجمال الدین ، ابن سینا ټول ګونګی دي .. .
    بالا همدومره
    زرین ګل له اندیا

ځواب ورکول ډ۰ حميدالله زړور ساپی Dr.Hamidullah Zlrraver Safpi ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *