تاند- رویټرز خبري اژانس وايي، اشرف غني احمدزی، د افغانستان د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې مخکښ کاندید دی چې د حامد کرزي ځای نیسي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، اشرف غني احمدزی د ۲۰۰۹ میلادي کال په انتخاباتو کې له ماتې وروسته په هیواد کې پاتې شو او یو داسي مقام یې په لاس کې ونیوه چې له بهرنیو ځواکونو څخه یې افغان امنیتي ځواکونو ته د واک لېږد څارنه کوله.

ده په دې موده کې د افغانستان هر ولایت او هرې سیمې ته سفر وکړ. او په دې لړ کې یې د ملاتړو یوه لویه شبکه جوړه کړه.

رویټرز خبري اژانس وايي چې د لومړي مرستیال په توګه د جنرال عبدالرشید دوستم ټاکنه د دې سبب شوه چې پر اشرف غني احمدزي ډېرې نیوکې وشي خو دې کار مرسته وکړه چې د ازبک افغانانو رایې خپلې کړي.

د راپور پر اساس اشرف غني په مناظرو کې له فساد سره پر مبارزې ځانګړی تاکید کاوه او توانېدلی چې د ځوانانو ملاتړ خپل کړي.

په افغانستان کې د امریکا پخوانی سفیر نیومن وايي چې اشرف غني احمدزی د ځوانانو د احساساتو په پارولو او خپلولو کې بریالی و او دی په حقیقت کې له نورو کاندیدانو سره متفاوت کاندید و.»

اشرف غني احمدزي په مناظرو کې ثابته کړه چې یوازینی کاندید دی چې تر ټولو لوړې زده کړې لري او د افغانستان د ستونزو د حل لپاره پروګرامونه لري.

11 thoughts on “رویټرز: اشرف غني د ولسمشر حامد کرزي ځای نیوونکی دی”
  1. طالبانو ته غبرګ اودالله او شمالی ټلوالی لنډغرو پریمانه پیسي او اسلحي ورکړی وی څو د ټاکنو په ورځ په پښتون میشته سیمو کې امنیت خراب کړی چې پدی سره به پښتانه خپله رایه د اشرف غنی لپاره ونه کارولی شی؟ خو په ورته وخت کې به غیر پښتون میښته سیمو که خلک د عبدالله لپاره بغیر د کومی یره صندقونه ډک کړی او د ټاکنو پایلی به د غبرګ اودالله په ګټه تمامی او د دولت واګی به د پښتنو څخه غیر پښتنو ته په اسانه سره لاسته پریوځې؟؟؟؟؟؟ چي دا یو بل جنایت دی د پښتونو په جامه کې د طالب وحشیانو د پښتنو سره. تاریخ به تاسو ونه بخښی وحشیانو پښتون خورو؟؟؟؟

    د طالب په نوم لنډغرو او وحشیانو ته چې هر څوک (که انګریز وی، پنجابی وی، ایرانی شیعه وی او د شمال لنډغر وی) پیسی ورکوی دوی یې په چوپړ کی دی او پښتانه چې په هر ځای او هره پیمانه غواړی ورته یې وژلی شې.

    د طالب په نوم ظالم او وحشی انسانه که ته په ریښتیا مور راوړی یې نو لږ خو د دوستم د اثر لاندی سیمو ته بیا ورشه چې د تور پنجابیانو سره دی یو ځای بیا په کنټینرو کی پیکوړه کوی او کنه؟

    بیغیرتو د پښتانو پیدا او په پښتنو لګیا یاست؟؟؟ ټو پښتانه مو تباه او برباد کړل!

  2. دا جوته نه ده چی د اشرف غنی بریا به اول پړاو کی څرنګنده شی او که نه؟ که چی په اول پړاو کی یی ۵۰+۱٪ واخستلی نو ډیره به ښه وی. که چیری دوهم پړاو ته لاړه نو چانس به یی ځکه کم شی چی نور نوماندان کیدای شی د عبدالله سره خپل ملاتړ اعلان کړی.

  3. هو فه رشتيا چي اشرف غني يو ذانگرے شخص ده چي زمونز ارمانونه فوره كولاي شي ،او دي كرزي صاحب تشه ڈكولاي شى

  4. ځګ پښتونه وروره ! خپل ګرم احساسات د کنټرول که په ګډو وډو دې سر دی. ستا د هرې خبرې ځواب شته خو دلته یې ځای ندی. زه خو چه ستا دا پوچه خوله وینم نو نه راته پښتون ښکاره شوې او نه هم راته ځیګ .ورورکیه زه چیرته( ستاره افغان ) ته ځان کاندید کړه او د کرزی له دمکراسی ګټه واخله . الله ج ته وګوره ګډې وډې موایه . که کرزی خوند درکوی او که غنی خوښه ستا ده. خو هیله کوم لکه څنګه د چه نوم ځیګ دی ځان هم ورسره ځیګ کرې

    ښاد او بریالی اوسې

  5. روءيتر درست تحليل كري داجه محترم زلمي رسول به خارجه وزارت كي خه وكره ،ديبلوماتانو ،تعينات وكوري جه به كوم قوم او كومي منطقي اوكومو أشخاصه سره اريكي لري او حتي دخارجه وزارت داخلي تشكيلات له نظره وباسي داجه دتول مملكت واكي به لأس وركري خه به ونكري هغه دخبلي مسلكي بوهي سره درياست له عهدي نشئ وتلي او تأسي ورته مملكت واك ورسب اري افسوس،افسوس
    هي ،زما وطنه ،هي زما وطنه ،هي زما وطنه ؟
    جلالزوي

    1. د ګران هیواددپخوانې جمهور رییس نجیب الله خبرې دې چې نوموړې دګلبدین تڼې دکودوتا په با ره کې کولې دپکتیا والو وسپین ږیره ته چې وکابل ته د ده وملا قا ت ته ورغلې وه هغه دادې چې : دهیواد په یوه منطقه کې داسې اصطلاح وه چې دښځې ولاد ت به سخت وو نو دغه نورو ښځوبه دخا وند پرتوګ پر واچوی. یو وخت دیوې ښځې ولا دت سخت وو هغه نورو ښځو ددې وخا وند پرتوګ پر واچوی. نا روغې ښځې ورته وویل چې دغه پر توګ راڅخه لیرې کی وما ته را پیښه ددغه څخه ده. نو اوس هم افغانانو ته ور پیښه د کمونیستا نو (خلقیانو پرچمیانو ) څخه ده. دګران هیواد منل سوې چمهور رییس (محمد داود ) او دهغه معصومه کورنۍ یې شهیدان کړه خپل اولس یې په نامه دفیوډال ، سید ، ملا او خان شهیدان چې دپل چرخې پلیګون اونور ځایونه یې مثالونه دې دګاونډیانو او تنظیمونو په لمن کې یې اولس ورواچوی. که دوی دغه توره کودوتا نه وای کړې موږ به تش په نامه مجاهدین ، ګاونډیان دښمنان ، او غر بیان څه کولای

  6. Inshallah ashrafghani is the winner. I want to tal all political people of Afghanistan if election is going to second time .I am sure all pashton be gave VOTE to ashrafghani because the second time election in be between pashton and tajek your know 65percent are pashton the ozbak also with ashrafghani in shallah ashrafghani is be getting 75percent

  7. قدرمنو تاند والو! دوه ورځی کیږی چه تبصره می نه خپریږی ، تاسو ځما په تبصره کی څه غلطی لیدلی چه د تبصرې د خپریدو مخه نیسی؟؟؟؟ حال دا چه ډېرې نوی تبصرې خپرې شوی دی.

  8. قدرمنو تاند والو! هیله ده چه ځما د تبصرې د ځنډیدو او یا نه خپریدو دلیلونه را څرګند کړی.

    الله ج مو استقامت په برخه کړه

ځواب ورکول baryal ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *