تاند، سه شنبه، د حوت ۶مه: رويټرز خبري اژانس د دوو معتبرو سرچينو په حواله ليکلي، چې واشنګټن د زلمي خلیلزاد په توسط له ولسمشر اشرف غني غوښتي، چې د دوهمې دورې ولسمشرۍ لپاره دې د لوړې مراسم وځنډوي، ځکه د لوړې له مراسمو سره د غني او عبدالله ترمنځ ټاکنيز جنجال رامنځته کيدای شي.

رویټرز ویلي، خلیلزاد له تېرې اوونۍ راهیسې په کابل کې د ټاکنو پر سر د عبدالله او اشرف غني ترمنځ د راپورته شویو ناندریو د حل هڅې کوي.

 د راپور له مخې، دا چې د نسبي اوربند اوونۍ وروسته به له طالبانو سره د هوکړې تر لاسلیک وروسته بین الافغاني مذاکرات پیلیږي، د غني-عبدالله جنجال له طالبانو سره د مذاکراتي پلاوي جوړېدل سختوي.

 د همدې اندېښنو له امله خلیلزاد له غني غوښتي چې د لوړې له مراسمو لاس واخلي.

همدا راز یو مخکیني افغان چارواکي ویلي چې خلیلزاد له عبدالله هم غوښتي چې ځانته د لوړې له فکره تېر شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او سپینې ماڼۍ په دې اړه رویټرز ته ځواب نه دی ورکړی او په واشنګټن کې افغان سفارت هم له څه ویلو ډډه کړې ده.

بلخوا د ارګ سرچينې وايي، د روانې فبرورۍ په ۲۷ د پنجشنې په ورځ به د دولسمشر اشرف غني د لوړې مراسم ترسره شي، خو په عين حال کې عبدالله عبدالله هم د لوړې مراسمو لپاره چمتووالی پيل کړی دی.

One thought on “رویټرز: خلیلزاد غني ته ویلي د لوړې مراسم وځنډوي”
  1. که د دوستانو په یاد وی د امریکا سفارت، برتانیی سفارت او اروپایی ټولنی مسولین په جدا جدا ډول د ټاکنو کمیسیون ته تلل او هلته ددی پر ځای چی شفافیت ته کار وکړی د ټاکنو کمیسیون یی پرینښود چی د ټاکنو نتایج د مهال ویش په اساس اعلان کړی
    نو تل یی د ټاکنو او شکایاتو کمیسیون په وړاندی د عبدالله له واسطه خنډونه جوړول چی افغانستان یو باثباته او قوی او خپلواکه ریس جمهور ونلری

    کله چی لومړی پایلی اعلان شوی نو شکایاتو د څیړنی لپاره ټول قضیه شکایاتو کمیسیون ته ولیږل او عبدالله په ټیم او همدارنګه هغه ټیمونه چی پاکستان او ایران په ډالرو باندی د ټاکنو مصارف کړی وو یو ډول غبرګون وښود

    کله چی شکایاتو کمیسیون هم بیرته خپله پریکړه د ټاکنو کمیسیون ته ولیږل نو د ټاکنو کمیسیون خپله وروستی پریکړه اعلان کړه چی ددی ټولی قضیی ۵ میاشته وخت ونیوه چی یو نیم میلیون کسانو ونډه اخیستی وو کچیری د هند په ډول دری ورځی ټاکنی شوی وای نو نتایج به یی په پنځو کلنو کی شوی وو

    نو اوس بیا برتانیه او ملګری ملتونو ځینی جاسوسان او همدارنګه پخپله امریکا د اشرف غنی د لوړی د مراسمو ځنډ هڅه کوی خو ګمان نکوم ولسمشر یی ومنی

ځواب ورکول ګل محمد نوری ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *