تاند، پنجشنبه، د دلوې ۱۰مه: رويټرز اژانس وایي، طالبانو له امریکا سره د سولې تر توافق وروسته پر امریکایانو د برېدونو درولو او پر افغان ځواکونو د برېدونو کمول منلي دي، خو د افغانستان دفاع وزارت بیا وايي، یوازې اوربند ورته د منلو وړ دی.

رویټرز اژانس د سرچینو له قوله وایي، طالبان د سولې د هوکړې له لاسلیک سره سم پر امریکايي ځواکونو په بشپړه توګه خپل برېدونه دروي، خو پر افغان ځواکونو یې یوازې د بریدونو کمولو سره موافقه کړې ده.

په قطر کې د طالبانو رسمي سرچینو تراوسه د دغه راپور پخلی نه دی کړی، خو له تېرو څو میاشتو د طالب او امریکايي پلاویو ترمنځ خبرو کې د تاوتریخوالي راکمول د بحث مهم ټکی و.

کابل میشتی طالب سیاستوال مولوي سیداکبرآغا د رړیټرز اژانس په راپور شک ښيي او وایي: «زه فکر نه کوم چې طالبانو دې له امریکایانو سره اوربند کړی وي او پر افغان ځواکونو دې یواځې د بریدونو کمېدو خبره ومني، ځکه په دې سره طالبان بدنامه کیږي.»

بلخو د افغانستان ملي دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزی وايي، د جګړې ډګر سړولو یوازنۍ لار «اوربند» دی خو په وینا داسې نښې نه شته چې ګواکې طالبانو دې پر افغان ځواکونو خپل برېدونه کم کړي وي.

نوموړی وایي، اوس د طالبانو قدرت مات شوی او ډيری جګپوړي کسان لکه والیان او ولسوالان یې وژل شوي او اوس عملا د سترو بریدونو ځواک هم نه لري.

د احمدزي په خبرا هغه لږ ځواک چې طالبانو ته ورپاتې دی په ولایتونو کې یې د افغان ځواکونو پروړاندې کاروي چې افغان سرتیري یې بیا په مقابل کې چمتو ولاړ دي.

4 thoughts on “رویټرز: طالبان له سولې وروسته امریکا سره اوربند او حکومت سره تاوتریخوالی کموي”
  1. ولي طالبانو خو وويل چي دوی جهاد کوي چې جنت ته لاړ شي نور لکه چې جنت نه غواړي اوس ځما په فکر چي ډالر غواړي د جنت په به دل کې ددوي مشرانو خو لا پخوا جنت خرڅکړايوه د ډالرو مقابل کې دا واړه لکه چي اوس خبر شول

  2. کله چی زیاتره هغه کسان یا چارواکی چی پاکستان او برتانیی او امریکا په ګټه پروژی یعنی افغان وژنی پروژی باندی خبری کوی نو زیاتره خلک دا فکر کوی چی دا بی ځایه خبری دی
    تاسی اوس دی ته وګوری چی د خلیلزاد سفر له افغانستان پاکستان ته زیات شوی دی نو اوس تاسی فکر وکړی چی اوسنی د سولی پروسه یا د سولی پروژه د افغان ولس او افغان دولت ضرورت دی که د پاکستان د پوځ او استخباراتو او پاکستان د ولس نو لدی معلومیږی چی مخکی به کرزی ویل چی د سولی کیلی د پاکستان او امریکا او برتانیی په لاس کی ده مګر نن هر څه معلوم او ښکاره شول

    http://www.taand.com/archives/142627

    پاکستان وايي، طالبان تشدد کموي، طالب سرچینې وايي ۱۰ ورځینی اوربند اعلانوي

  3. رویټر یوه برتانوی روزنامه ده همدارنګه ډیلی ټایمز یوه پاکستان رسانی دی او واشنګټن پوست یوه امریکایی رسانی ده
    دوی غواړی افغان ولس ته یو ډول ذهنی او تشویشی تکلیف پیدا کړی
    ځکه انګریزان یا برتانیی ته افغانانو او بیا په ځانګړی ډول پښتنو په مشترک ډول دری ځلی ماته ورکړی نو کله چی دوی لمړی ځل هند آزادی ورکوله نو دوی ویل چی یوه برخه د هند او افغانستان باید زموږ په ولکه کی وی چی بیا یی پاکستان په زور جوړ کړ یعنی نیمه برخه یی د افغانستان یعنی پښتونخوا او کوټه بلوچستان سره او همدارنګه پنجاب او نور ښکته سیمی یی له هند جدا کړی او پاکستان یی جوړ کړ چی مشری پنجاب او په اصلی کی هندوان دی او د پوځ مشری یی هغه چاته ورکړه چی دبرتانیی او امریکا هر امر ته لاس په نامه ولاړ وی

    کله چی د سولی خبری لږ پیکه شی یا دواړه طرفونو باندی فشار راوړی یعنی پاکستان ورباندی فشار راوړی چی اوربند قبول نکړی دلته ورته وایی چی بی اوربنده سوله ته غاړه کینږدی مګر همدا رویټرز رسانی یوه ورځ د پاکستان پر ظلم باندی چی په ښکتو پښتنو روان کړی او تر ۳۲ زره زیات پښتانه یی وژلی او ترور کړی خبر نه خپروی مګر پاتی شو واشنګټن پوست تل داسی خبری کوی چی دواړه طرفونو ترمینځ مینه او محبت کم شی او تل یو بل ته د دښمن په سترګه وګوری مګر تر نن پوری واشنګټن پوست د پاکستان د ظلم په اړه راپور ونه لیکه چی ولی په لر او بر افغانانو باندی پاکستان پوځ او استخبارات ظلم کوی

    همدارنګه ډیلی ټایمز چی پاکستان رسانی داسی خبری خپروی چی کله د کرزی یا عبدالله او خلیلزاد ګډه کتنی راپور خپروی او صفت یی کوی یعنی غواړی چی طالبان بیرته د کرزی او عبدالله سره جوړ راشی او شریک دولت جوړ کړی او اشرف غنی له صحنی وباسی ځکه خو تیره ورځ د پاکستان سفیر له عبدالله سره کتنه کړی او د بیا د ټاکنو او سولی په اړه یی خبری ورسره کړی دی
    کچیری پاکستان په افغانستان کی د سولی لپاره لیوالتیا لری نو له طالبانو او نورو جنګی ډلو څخه دی مالی او نظامی ملاتړه لاس واخلی نو بیا طالبان نشی کولی چی خپل ولس او افغان دولت په مقابل کی یوه ورځ هم جګړی ته ادامه ورکړی ځکه خو د دوی نظامیان د نجیب الله او کرزی او اشرف غنی دوری کی د طالبان په صفوفو کی جګړه کوی او هغه بنیادی پروژو ته خطر پیښوی چی د افغان ولس او افغان دولت ته حیاتی اهمیت لری لکه برښنا پایی یا برق انجنیران نو تښتول یا پل او سرک ورانول او همدارنګه انجونو باندی تیزاب شیندل چی تر ننه پوری یی مجرمین ورک شوی چی کرزی په دوری د تیزابو قضیی زیاتی وی مګر ګلمرجان تر ننه پوری له داسی کسانو ملاتړ کوی او بیا غواړی چی همداسی کسان په هر ولایت اوهری ولسوالی او کلی کی ولری ترڅو پښتانه زده کړه او پرمختګ ونکړی او پنجاب پر ضد غږ پورته نکړی

  4. رویټر یوه برتانوی روزنامه ده همدارنګه ډیلی ټایمز یوه پاکستان رسانی دی او واشنګټن پوست یوه امریکایی رسانی ده

ځواب ورکول ګل محمد نوری ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *