تاند – په پاکستان کې د رویټرز خبري اژانس څانګه د طالبانو د رهبري شورا د غړي له خولې چې نوم یې نه دی یاد شوی، لیکي، چې دغه ډله نه غواړي له افغان حکومت سره خبرې وکړي.‌

په وروستیو راپورونو کې ویل شوي وو چې افغان حکومت او طالبانو منلې چې را روانه میاشت به د سعودي عربستان په جده ښار کې په یوه غونډه کې مخامخ خبرې وکړي.

د متحده ایالاتو، سعودي عربستان او متحده عرب اماراتو استازو د روانې ډسمبر میاشتې په ترڅ کې په ابوظبی ښار کې د طالبانو او پاکستان استازو سره په دې نیت ولیدل چې د افغانستان حکومت سره یې خبرو ته جوړ کړي او په پای کې د دغه مسئله د خبرو له لارې حل شي.

د طالبانو استازي رویټرز ته ویلي، «مونږ به د جنورۍ په میاشت کې په سعودي عربستان کې له امریکایي چارواکو سره ووینو او د ابوظبی نیمګړې خبرې به ورسره بشپړې کړو، خو مونږ د خبرو شریکانو ته دا خبره روښانه کړې چې مونږ به له افغان حکومت سره خبرې ونه کړو.»

په ابوظبی کې له امریکایي چارواکو سره له خبرو وروسته رسنیو داسې راپورونه ورکړل چې متحده ایالات غواړي له افغانستان څخه د خپلو نژدې ۱۴ زرو عسکرو نیمایي شمېر وباسي چې طالبانو په ټولنیزو رسنیو دا خبر د خپلې بریا په توګه تبلیغ کړ او ویې ویل چې هغوی د فتحې په حالت کې دي او خپل جنګ ته به دوام ورکړي.

کارپوهان وایي، د طالبانو ډله، چې د پاکستان استخباراتي چارواکي یې جوړونه خپل ابتکار بولي، د افغانستان په سیاست کې د پخوانیو پاکستان جوړجهادي تنظیمونو په څېر رول لوبوي.‌

ویل کیږي چې پخوانیو تنظیمونو د افغانستان د وخت د حکومت له خوا د ملي روغې جوړې اعلان شوی پروګرام د پاکستان د استخباراتو په اشاره رد کړ او ویې ویل چې غواړي د زور له لارې کابل ونیسي او خپل خیالي اسلامي حکومت په کې جوړ کړي چې په نړۍ کې یې ساری نه وي.‌

د وخت په تېرېدلو سره د حکمتیار په مشرۍ اسلامي حزب د پاکستان په استازیتوب، د رباني او مسعود په مشرۍ اسلامي جمعیت ګوند او نظار شورا د روسیې او هندوستان، د عبدالعلي مزاري په مشرۍ وحدت ګوند د ایران، د سیاف په مشرۍ اتحاد ګوند د سعودي په استازیتوب او د دوستم په مشرۍ ملي جنبش ګوند د ترکیې په استازیتوب د جنګ میدان ته ووتل.

دغو تنظیمونو تر هغه وخته خپلمنځي جنګونو ته دوام ورکړ او بې شمېره افغانان یې ووژل چې د طالبانو په نامه ډله را ووتله خو د وخت په تېرېدلو سره دې ډلې افغانستان ته نورې ستونزې جوړې کړې چې لا تر اوسه ورسره لاس او ګرېوان دی.‌

2 thoughts on “رویټرز: طالبان وایي، له افغان حکومت سره خبرې نه کوي”
  1. بايد چې طالبان، حکومت او نوري ډلې ټپلې چې د افغانستان د خلکو اصلي وژونکي دی د خارجي دښمنانو اشغالګرو په امر، نور دي ددې بی ګناه افغانان ولس د ټول وژنی ځنې لاس واخلي او پريږدي چې مظلوم ولس په سوله او ثبات کښې ژوند وکړي. دومره وينه تويونه بس. الله تعالی ته وګوري نور خپل ولس مه کړه وي. که په دي دنیا کی څوک در نه د ظلم پوښتنه ونکړي نو په آخرت کې حتماً الله تبارک و تعالٰی به د زري زري حساب او کتاب در سره وکړي انشاالله.

  2. که دا خبر رښتیا وي چې طالبان د افغانستان دولتي مقاماتو سره سوله او مذاکره نه کوي ، دا به پدې مانا وي چې طالبان استقلالیت نه لري . دوي د پاکستان د لاس آله ده چې د دوي په وسیله افغانستان نور هم ویجاړوي. د دوي د جنګ دوام به افغانستان له هره لحاظه وران او ویجاړ کړي. افغان وژنه به دوام وکړي او زمونږ په وینو به د پاکستان د بقا او دوام ژرنده نوره هم وچلوي.
    د طالبانو لجاجت به د دوي فکري او سیاسي خاموالی په اثبات ورسوي.

ځواب ورکول عثماني ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *