تاند- راپورونه وايي چې رييس خدای داد، چې د انسان تښتونو په تور د ملي امنیت د ریاست له لوري بندي و، اعدام شوی دی.

د رييس خدای داد په اړه راز راز ادعاوې کېدې. ځینو نوموړی بېګناه باله او ځینو نورو ویل چې نوموړی لوی برمته ګر او انسان تښتونکی دی او د پخواني حکومت له جګپوړو چارواکو سره یې هم لاس درلود.

تر څو چې پاکه او عادله قضاییه قوه نه وي جوړه شوې تر هغو به د افغان محکمو پر پرېکړو شکونه کېږي.

راپورونه وايي چې خدای داد نن تر غرمې مخکې په یوولس نیمې بجې په پلچرخي محبس کې په دار ځړول شوی دی.

رييس خدای داد د سنبلې د میاشتې په وروستیو کې په کابل کې په یو لړ عملیاتو کې ونیول شو.

ملي امنیت د نوموړي له نیولو وروسته وویل چې ده په کابل او ولایتونو کې د اختطاف شبکې جوړې کړې وې. دغه ریاست دا هم ویلي و چې د خدای داد د نیولو خاصو عملیاتو ۲۶ ساعته دوام وکړ.

2 thoughts on “رييس خدای داد نن اعدام شو”
  1. تر څو چې ریس خدایداد ژوندی وای په دولت کې لوړ پوړو مافیايي کړیو په هیڅصورت نه شول کولی چې په آرامه ساه وباسي ځکه چې که ریس خدایداد خوله خلاصه کړې وای کیدلی شول چې نوموړي چارواکي هم د ده په سرنوشت اخته شي له بده مرغه نن په لوړ پوړو مافیايي چارواکو باندې اختر دی ځکه چې له ریس خدایداد سره د دوی پت لاسونه او رازونه هم خاورو ته وسپارل شول

  2. رییس خدا یداد ډیر پټ را زونه له ځانه سره یوړل، کوشش همدا وو چې هر څومره زر کیدای شي ددی سړي ژوند ختم شي

ځواب ورکول shahed ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *