تاند- په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر نن /جمعه/ وویل، پاکستان ډاډ ورکړی چې شربت ګله به خوشي کړي.

حضرت عمر زاخېلوال وویل، د پاکستان د صدراعظم د بهرنیو اړیکو سلاکار سرتاج عزیز ډاډ ورکړی چې شربت ګله به، چې په پېښور کې د پاکستاني اسنادو د لرلو په تور نیول شوې، خوشي کړي.

شربت ګله روانه اوونۍ د پاکستان د فدرالي تحقیقاتي ادارې پولیسو د پېښور په نوتیه کې په دې خاطر ونیوله چې پاکستانۍ تذکره (شناختي کارد) یې جوړه کړې وه.

د افغانستان سفیر وايي، په داسي حال کې چې ټاکل شوې ده شربت ګله د راتلونکې اوونۍ د سې شنبې په ورځ (نومبر۱) محکمې ته حاضره شي، په پېښور کې افغان کونسلګرۍ ورته حقوقي ټیم چمتو کړی چې له بېلابېلو خواوو سره په دې اړه خبرې وکړي.

مخکې پاکستاني چارواکو ویلي و چې که په شربت ګلې د جعلي اسنادو د جوړولو تور ثابت شي، له ۷ تر ۱۴ کلونو قید او له ۳ زره تر ۵ زره ډالرو پوري جریمې محکومېدای شي.

2 thoughts on “زاخېلوال، پاکستان د شربت ګلې د خلاصون ډاډ ورکړی”
  1. که فرضا شربت ګلې خور د پاکستان د شناخت کارد تقاضا کړی وی ، پدې کې به د دې ګناه څه وي؟ زما په نظر ګناه به د پاکستاني مسوول شخص وی چې د دې تقاضا ته یی د جعلی اسنادو په ورکولو سره ځواب ویلی دی. دغه مسلمانه او مظلومه افغانه نه تروریسته ده او نه قاچاقبره چې دومره سخته سزا ورته ورکړل شی،
    په ټوله نړۍ کې د بشر د نړیوالی اعلامې په اساس ټول انسانان آزاد دی او هرچیرې چې وغواړی اوسیدلی شی. شربت ګلې هم غوښتل په پيښور کې له جنګ او جګړو نه لږ لرې او مصوونه سیمه کې ژوند وکړی. دیته د پاکستان خلک مسلمانان او د پيښور خلک پښتانه ښکاره شویدي نو له همدې امله هلته یی د اقامت او تابعیت تقاضا کړیده . دا چې دیته د مسوولو کسانو له خوا جعلی اسناد ورکړل شویدی پدې کې هغه مسووله نه ده. یواځې شربت ګله نه ده بلکې په زرګونو افغانانو د پاکستان د اوسیدو او تابعیت کارتونه اخیستی . د افغانستان په زرګونو ترکمنان د پاکستان په مختلفو سیمو کې دقالینو په اوبدلو مصروف او هغوی ته قانونې اسناد ورکړل شویدی ځکه پدې ډله خلکو کې دوی ته اقتصادی مفاد رسیږی. په زرګونو افغان پانګوال هلته میشت دی. متقابلا په زرګونو پښتنو د افغانستان پاسپورت اخیستی او د نړۍ په بیلابیلو هیوادونو کې د افغان په نوم اوسیږی او د هغو هیوادونو اسنادیی تر لاسه کړی دی. هیله ده د پاکستان دولت له شربت ګلی سره د اسلامی عاطفی ، ښه ګاونډیتوب او بالاخره د یوې مجبورې مسلمانی مور په صفت برخورد وکړی .

  2. دا خو ستا انګریزی اداری په زرګونو شناختی کارتونه د رشوت په مقابل کی ویشلی نو خپل فساد په شربت ګله پوری ولی تړی؟

ځواب ورکول حضرت ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *