تاند- په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر حضرت عمر زاخېلوال د پاکستان له صدراعظم محمد نوازشریف څخه وغوښتل چې د شربت ګلې د خلاصون په قضیه کې مداخله وکړي.
زاخېلوال نن په یوه اعلامیه کې وویل«د خورا خوابدۍ وړ ده چې په ضمانت د شربت ګلې د خوشي کولو په اړه د پاکستان د کورنیو چارو وزیر چودري نثارعلي خان او نورو دولتي مشرانو له ډاډ سره سره په پېښور کې محکمې نن (چهارشنبه) د هغې له خوشي کېدو سره مخالفت وکړ.»
زاخېلوال ویلي، د شربت ګلې نیونې، چې په درسته نړۍ کې پېژندل شوې او د افغانستان تر ټولو زیات خوښ شوی تصویر ګڼل کېږي، له وړاندې څخه د افغانانو زړونه بد کړي، د محکمې نننۍ پرېکړه د دغو احساساتو- د دوو خواوو د ولسونو د اړیکو او د زړونو او ذهنونو د خپلولو په شان مسایلو ته، چې دواړه هیوادونه ادعا کوي، مهم دي، اهمیت نه ورکول دي.
«په دې حالت کې زه د پاکستان له محترم صدراعظم څخه غواړم چې په خپله په دې قضیه کې مداخله وکړي او د شربت ګلې د خلاصون امر وکړي. زه به رسمي غوښتنلیک هم ورولېږم.»
زاخېلوال ویلي، که د پاکستان حکومت په رښتیا غوښتلی چې شربت ګله خوشي کړي، هماعه راز چې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر په ښکاره وویل، باید شربت ګله اصلاً محکمې ته حاضره کړای شوې نه وای.
د افغانستان سفیر وايي، شربت ګله د پاکستان د فدرالي تحقیقاتو د ادارې له لوري نیول شوې او همدې ادارې پرې تور پوري کړی، د دې معنا دا ده چې حکومت پوره واک او صلاحیت لري چې دا دوسیه فسخه کړي او تورونه بېرته واخلي.
زاخېلوال همداراز وویل، د شربت ګلې شناختي کارد جعلي نه دی او نه یې په جعلکارۍ جوړ کړی دی. د پاکستان د نفوسو د احوالو د ثبت ادارې (نادرا) د شربت ګلې پخواني خاوند ته د نورمال پروسې له لارې کلونه وړاندې ورکړی دی.
د افغانستان سفیر همداراز ویلي، شربت ګله یوه بېوزله کونډه ده او د خپلو ۴ ماشومانو یوازینۍ ډوډۍ برابروونکې ده. دا د ځیګر ناروغي لري. په همدې ناروغۍ یې خاوند او مشره لور په وروستیو کلونو کې مړه شوي دي.
زاخېلوال ویلي، د افغانستان حکومت تیار دی چې شربت ګله او د هغې ماشومان خپل هیواد ته په عزت او درناوي بوځي.
زاخېلوال دا هم ویلي چې شربت ګلې تر نیول کېدو مخکې په پېښور کې خپله جونګړه پلورلې وه او ځان یې چمتو کاوه جې له خپلې کورنۍ سره افغانستان ته بېرته لاړه شي.
بلی زاخیلوال صاحب دا ستاسو پیرزوینه وه، چه د پاکستان د پخواني صدراعظم يوسف رضا ګيلاني زوى علي حيدر ګيلاني، مو د وسله والو دچنګه خلاص کړو، او په ډیر درناوی مو پاکستان ته ورکړو، مګر پاکستانیان اوس ستاسو قانونی خبره نه منی؟؟؟؟؟ ډیر افسوس کووم