تاند- د افغانستان د مالیې وزیر پرون /دوشنبه/ په نوي ډیلي کې دا نظر په کلکه رد کړ چې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو له وتلو وروسته به پر افغانستان قیامت راشي او یا به کورنۍ جګړه پیل شي.

ډېرو نړیوالو کتونکو ویلي چې د ۲۰۱۴ کال په پای کې له افغانستانه د امریکا په مشرۍ د ناټو ځواکونو له وتلو وروسته به افغانستان په کورنۍ جګړه کې هغسي ښکېل شي چې په نوي یمه لسیزه کې ښکېل شوی و.

خو د افغانستان د حکومت چارواکي وايي چې دا راز تبلیغات امریکایان د دې لپاره کوي چې په امنیتي تړون کې له افغانستان څخه زیات امتیازونه واخلي.

د افغانستان د مالیې وزیر حضرت عمر زاخېلوال پرون په نوي دیلي کې د هند د سوداګرۍ او صنایعو د فدرېشن له لوري ترتیب شوي کنفرانس ته وویل:«دا اټکل چې ځیني شناندي یې کوي چې افغانستان به په قومي بنیادونو په کورنۍ جګړه کې ښکېل شي ناسم دی. دا ډول اټکلونه به غلط ثابت شي.»

ده همداراز وویل:«د راتلونکي کال په اپریل/حمل/ کې به د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو انتخابات په خپل ټاکلي وخت وشي، ټاکنې به د ګډوډۍ او بحران سبب نه شي، افغانان به هر هغه څوک د ولسمشر په توګه ومني چې د رایو اکثریت ترلاسه کړي.»

وېره ده چې که د پنجشنبې د ورځې په لویه جرګه کې له امریکا سره د امنیتي موافقې مخالفت وشي ممکن امریکا له افغانستانه ټول پوځیان وباسي او دې هیواد ته کاملاً شا واړوي.

خو زاخېلوال ادعا وکړه چې افغان امنیتي ځواکونه تر بهرنیو ځواکونه د خپل هیواد امنیت لا ښه ساتلی شي.

 ده وویل:«له هرې سیمې چې بهرني پوځیان وتلي دي، افغان امنیتي ځواکونو نه یوازې هغه سیمه ساتلې ده بلکې امنیتي وضعیت یې تر پخوا ښه کړی دی.»

د ناټو او امریکايي پوځیانو په یوه وروستي راپور کې هم په دې اعتراف شوی و چې افغان ځواکونو له دې سره سره چې زیات تلفات ورکړي خو هیڅ سیمه یې له لاسه نه ده ورکړې.

د ناټو او امریکا په راپور کې ویل شوي و چې طالبانو سږ کال ډېره هڅه وکړه چې هغه سیمې ونیسي چې نړیوال ځواکونه ورڅخه وتلي دي خو افغان ځواکونه له هیڅ سیمې په شا نه شول.

9 thoughts on “زاخېلوال: د ناټو ځواکونو له وتلو وروسته به قیامت را نه شي”
  1. مخکی له دی چی دا جناب دا غوړی غوړی خبری وکړی اول دی خپل کاناډایی پاسپورت او هغه ملیونونه ډالر چی په خپل بانګی اکاوڼت کی لری تسلیم کړی. قسم په خدای که نن دا امریکایان ووځی چی پاکستان او ایران خو د ۹۰ لسیزی لوبی بیا درباندی ونه کړی چی بیا هر څه وایاست. هغه متل دی چی مړه خیټه پاړسو وایی او دا جناب غیټه ډکه غ…ڼه لکه او پاړسو راته وایی

  2. We never want fitna talibinazation dark chapter back in Afghanistan but our milly urdo and other security institute will bring more stability better then USA or NATO . USA black mailing our central governament to compromise our national interest for them but our authority most not allowed any USA armed forces to keep their war after 2014 in our door

  3. د غورځنګ په ځواب کی:
    وروره دا هرڅه چه روان دی دا د وارخطایی خبره نه ده مونږ افغانان یو باید همت ولرو او دومره د اندیښنی خبره نه ده ، که هر څه وی خو بیا هم افغانان چاته دا وخت نه ورکوی او هیڅ به هم نه کیږی
    دا فقط د خارجیانو تبلیغات دی چه افغانان وویروی او خپلی ګټی خوندی کړی

  4. اتله ستا خبره سمه ده خو د هغه ملت لپاره کوم چی خپلی ګټی پیژنی او چا خپلی ملی ګټو ته تر ټولو لوړ او ستر ارزښت په سترګه ګوری. نه د افغانانو لپاره چی نه یواځی خپلی ګټی نه پیژنی بلکل دا دیرش کاله یی ځانو نه د پردیو د قربانی پسونه جوړ کړی. افغان ته لا ډیره اوږده لاره پاتی ده چی ځان په صحی معنی سره وپیژنی او خپلی ګټی ځان ته تعریف کړی.

  5. غورځنګه وروره ستا لکه چه داسی خوښه ده چه تر مرګ ورځی پوری به امریکایان مونږه ساتی، وروره همت پکار دی دپنجابیانو او اخوندانو څخه مه ډاریږه، بله خبره داده که غواړی چه ملک دی په آمن شی نو دلس زره خارجی عسکرو سره به تړون نه لاسلیکوی، ځکه
    دوی په ۱۵۰۰۰۰ عسکرو زمونږ وطن آرام نکړو نوپه دغه پاتی شونو عسکرو به څه وکړی ،

    زمونږ وطن دځمکی دلاندی دتریلونوډالرو ذخیری لری مونږ دهیچا غرضی اوددسیسو څخه ډک کمک ته ضروت نلرو، امریکا اواروپا خپلی ټولی ذخیری خلاصی کړیدی نن سبا ددریم نړی هیوادونو ذخیرو ته په طمع دی.
    که په عربی ملکونو اواروپایی ملکونو کی امریکایان هډی لری هلته هغوی ظلم نکوی، مګر ځما اوستا په وطن کی ځکه ظلم کوی چه یوخودوی په زبردستۍ اوزور سره راغلی دی اوبل داچه دلته حالات پخپله همدوی خراب کړیدی، لنډه داچه دکرزی خبره نه منی نو دوالیانو او وزیرانو خبره به څنګه ومنی، تاسی پخپله ولیدل چه دکرزی صیب خوله ستړی شوه چه دشپی په کورونو حملی مکوی، ملکیان مه وژنۍ مګر دوی خپل عملیات جاری ساتل اودکرزی خبری ته یی اهمیت نه ورکوو.
    دخدای په امان

  6. که وزارت دفاع شه مسلکی مسلمان وطن دوست کس ته حواله شی امنیت به نور هم سم شی ۰۰۰ که فنجشیریان تر اخره وزارت دفاع کی وی نو نور افغانان ورسره حساسیت لری دوی بغیر خفل ځان نه بل افغان ته فه شه سترګه نه ګوری۰۰۰ زموږ دمعلوماتو مطابق باید وزارت دفاع کی تغیر او تبدیل راشی ۰۰۰۰وسلام / انجنر طارق

  7. با گذشت زمان میتوان جواب خودرا دریافت کرد
    نه خوش باور باشیم ونه منفی گرا توکل به خدا
    ما همه مسلمان هستیم به خدا باور چیزی که رضا خدا باشد به حیث یک مسلمان وبعد یک افغان مخالف هر نوع معامله سیاه ولکه دار
    هستم

  8. دهر چاخپل نظر پر خپل څای دی خو زما نظر دادی چی امریکایان د افغانستان څخه ووځی نو په افغانستان کی به امنیت راشی
    کله چی زمونږ په ولسوالی کی دامریکایانوکمپ وو نو ډیره بی امنتی وه نو عوام خلک دخپل ژوند څخه په تنګ راغلی وو نووس چی امریکایا تللی
    خلک دژوند په خوند پوهه شول

ځواب ورکول اوشتون ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *