تاند- پاکستان په خپله خاوره کې د افغانانو د هستوګنې موده شپږ میاشتې وغځوله.
په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر ډاکتر عمر زاخېلوال وايي، له پاکستاني چارواکو او سیاستوالو سره په پر له پسې غونډو کې یې هغوی دې ته وهڅول چې د جون له پای ته رسېدو سره د افغان کډوالو د ایستلو بهیر پیل نه کړي.
په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر همداراز وویل چې له عمران خان، سرتاج عزیز او د پاکستان له مالیې وزیر اسحاق ډار سره په کتنو کې یې له هغوی وغوښتل چې د پاکستاني پولیسو له لوري د افغان مهاجرو د ځورېدو مخه ونیسي.
د جون په ډېرشمه په پاکستان کې د افغان کډوالو د هستوګنې موده پای ته رسېږي او پاکستان ویلي چې نور به دا موده تمدید نه کړي.
خو ښاغلي زاخېلوال نن وویل:«د پاکستان صدراعظم نوازشریف له لندنه د افغان مهاجرو د اقامت موده شپږ میاشتې نوره هم تمدید کړه.»
پرون / سې شنبه/ د خیبر پښتونخوا پولیسو تر ۲ زره زیات افغان کډوال ونیول.
مهاجر وايي چې پولیس یې کورونه تلاشي کوي، ځوروي یې، پیسې ترې اخلي او دوکانونه ورنړوي.
پاکتسان پر افغان کډوالو وروسته له دې فشار زیات کړ چې د دغه هیواد په خاوره کې د طالبانو مشر ملا اختر محمد منصور ووژل شو او ورسره سم یې په تورخم کې په صفري نقطه کې د دروازې په جوړولو پیل وکړ مګر د افغان امنیتي ځواکونو له لوري یې مخه ونیول شوه.
زما په اند به دا ښه وي چې ددې په ځای چې پاکستاني چارواکو ته سوال وکړو چې مهاجر نه زوروي او یا یې نه راشړي، باید د هغوی د سر پناه لپاره په خپل هیواد کې امکانات برابر شي. هغه امکانات چې ملګري ملتونه پاکستان ته د مهاجرو لپاره ورکوي او یو څه د نورو نړیوالو څخه وغوښتل شي کیدی شي په همهغه امکاناتو هغوی په خپل هیواد کې خوندي شي. یو به په هغوی خپل هیواد اباد شي او بل چې ډير مهم دی دا جنګونه به بند او یا کم شي.
د افغان مهاجرینو په بیرته راستنیدو او په عزت سره د هغوی ځای پرځای کول د افغانستان امنیتی مشکل اویا په سلو کې حل کوی. نور به فکیستان د هغوی له منځ نه خرمرګی ټالیب مرګی نه انتخابوی ، د خپلو ورونو په برکت به خپل هیواد بیرته آباد شی. د افغانستان دولت باید خپله ټوله توجه او پام د هغوی د راستنیدو لپاره ور واړوی. دا د افغانستان د دولت ، قانونی او حقوقي مراجعو ، د افغانستان د ولس مسوولیت او ذمه واری ده چی د خپلو هیواد والو غم کې ځان شریک او له هغوی سره مرسته وکړی.
زہ د پورتہ ذکر سوو شاغلو نظرانہ کاملا تاییدوم. ھر سومرہ ژر چی زموژ مھاجر او ھمدارنگہ۔ پہ ھیواد کی دننہ وطنوال خپلو کورونو او ھیواد تہ راوستل سی ھغومرہ بہ شہ وی. زکہ پہ خپل ٹاٹوبی او ھیواد کی لہ زحمت او ستونزو سرہ ژوند کول ڈیر شہ او با عزتہ دی۔ نسبت و دے تہ چہ د بیرحمہ او ظالم گاونڈی تر لاس لاندی تیریژی.