تاند- د افغانستان د مالیې وزیر عمرزاخېلوال وايي د انتخاباتو جنجال او په نتیجه کې یې ځنډ افغانستان ته په پنځه ملیارد ډالره تمام شوی دی.

ډاکتر عمر زاخېلوال نن د بي بي سي نړیوال سرویس ته په مرکه کې وویل، که د روانې میاشتې تر پایه انتخاباتي جنجال حل نه شو نو بیا مجبوره دی چې د دولتي مامورینو شمېر کم کړي او یا یې معاشونه قطع کړي.

د افغانستان د انتخاباتو له کبله په هیواد کې بهرنۍ پانګونه په ټپه درېدلې او د حکومت عواید، په تېره بیا ګمرکي عواید زیات کم شوي دي.

د عامو خلکو او دوکاندارانو کاروبار هم سخت زیانمن شوی دی ځکه د بې اعتمادۍ له کبله راکړه ورکړه کمه شوې ده.

ډاکتر زاخېلوال دا هم وویل چې په ځینو غیرضروري برخو کې یې د پیسو لګښت درولی چې له کبله یې د هیواد اقتصاد اغېزمن شوی دی خو که روان بحران او بې باوري په همدې ډول دوام وکړي د هیواد پر هر ګوټ او هرې برخې به ناوړه اغېز وکړي.

2 thoughts on “زاخېلوال: که انتخاباتي بحران دوام وکړي مجبوره دی چې د ډېرو دولتي مامورینو معاش قطع کړي”
  1. ښا غلي زاخېلوال
    کوم اقتصاد ؟
    کوم باور؟
    هغه کړ کېچ او بحران کې چې ته ېې مينڅ ته راوړى يي
    کولاى شي چې ولس ته يي تعريف کړې؟

  2. دا مورده گاوان که جوریزی او کنه؟ خو تاوان تول د ملت وشو ….زه یو مامور دری میاشی وشوی چه د معاش په تمه ناست یم لیکن وس دا اوازی اورم چه دولت بودیجه نلری…..نو موز سه وکو …….

ځواب ورکول ع.شريف زاد ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *