لويه ربه! زموږ د تقدير کرښې بدلې کړه، لویه ربه! زموږ کاله ته مروره خوشالي بېرته راستنه کړه ، زموږ د حجرې مړه شوې شمعه روښانه وګرځوه.

لويه ربه! لاسونه نه لرم، چې د دعا لپاره يې درته لپه کړم او د خپل هيواد او وروڼو د ژوند د پايښت دعا وکړم!

لويه ربه ‎! ژبه هم ستا بنده زما له ستوني پرې کړې ده، ددغه غمونو د درد کيسې درته څنګه بیان کړم، ظالم دښمن مې د خوب په بستره کې وژني، یا مې ستا په کورکې په خپلو وينو رنګوي.

لويه ربه! زما اولادونه له مانه د پرې شويو لاسونو د لامل په اړه پوښتي، زه څنګه ستا نه د ياغي بنده د ظلم او تيري داستان ورته تېرکړم؟

لویه ربه! زموږ په درشل خو کله هم د خوشالي ورا اټن ونه کړ، تل راته   ستا د قهر او غضب پرښتې راځي او زما له کوره د مينې او رڼا ډيوه وړي، ما خو ستا غضب نه د خلاصون هيله لرله، خو اوس ستا د ياغي دښمن له لاسه د مرګ پرښتې ته غاړه غړۍ ورځم

لویه ربه! مخکې به مې ستا لوی او عظميم شان ته خپل دواړه لاسونه لپه کړل، ستا له دربار نه مې په عجز د خپلې ګنا د بښلو او ستا دښمن نه د ژغورنې خواست کاوه.

لویه ربه! زما پر کاله د کومې تورې بلا سيوری راغلی دی،چې نه ستا عبادت په ډاډه زړه کولی شم او نه هم خپل روزګار پر مخ وړلی شم.

لويه څښتنه! ستا بې ستنو درېدلی اسمان خو يې لا هماغسې ننداره کوي، د ظالم لاسونه اوږديږي د مظلوم ساوې درېږي، واړه ماشومان مو په تابوت کې د ارامتيا احساس کوي.

لوی څښتنه! که دغه د د جال لښکرې وي، نو مهدي ورته پيدا کړه، چې د ظلم او استبداد کيسه ورختمه کړي، که د وخت يزيد بیا توره اخيستي وي، نو د حسين رض په څېر ورته يو بل څوک پيدا کړه، پوهېږم، چې زما ګنا به وي، خو زما واړه ماشومان ولې زما د ګنا پېتی په اوږو وړي.

لویه ربه! ستا بنده ګان ظلمونه کوي، له خپل سيوري نه ځان څنګ ته کوم، هسې نه چې زما د قاتل سره يې لاره يوه وي.

لویه ربه! زموږ په سترګو کې د اوښکو چينې وچې شوې، زموږ په ګرېوانونو اوښکو لارې جوړې کړې دي، خو ستا نه دياغي بنده د ظلم او وحشت کيسه پسې لا اوږده شوه.

ماشوم وژنه جهاد بولي او د تورسري مرګ جنت د تلو يواځينۍ لار ګڼي، ځانونه ستا د عظميم کتاب مدافعين بولي، خو بیا همدغه سپڅلي کتاب سوځي او ستا په مظلوم بنده چاړه راکاږي، دا خو به هغه د وخت دجال نه وي، چي په يوه لاس کې يې جنت او بل کې يې دوزخ را اخيستی دی.

لويه ربه! په ډېره عاجزۍ سره درته سرلګوم او يوه غوښتنه کوم، بس همدغه يوه غوښتنه مې ومنه!

کاشکې خو مې له لاسونو سره يو ځای سترګې هم ړندې شوې وای، چې ستا د جابر بنده دا کړنې خو مې نه وای ليدلې

لويه څښتنه! دغه يتيم ماشوم د خپل پلار د راتلو لارې څاري ، دخپل پلار د راتلو په تمه دی.

لويه څښتنه! ستا بنده ستا جنت د تلو په خاطر له خلکو سرونه غوڅوي او مېرمنې هم د خپل وحشت تر اغېز لاندې راولي.

لويه ربه! اسلام خو د مينې دين دی، سوله د خير او ښېګڼې يواځينۍ وسیله بولي، مېرمنو او ماشومانو وژل منع شوي دي، نو بیا ولې ستا بنده تاته د رسېدو لپاره د خشونت لار خوښوي.

لویه ربه! ژر ورته مهدي راستون کړه، يا ستا په قدرت درېدلی اسمان پرې را وغورځوه، چې ظالم او مظلوم ټول ستا حضور ته درشي.

څښتنه! ژر مو خپل حضور ته دروبوله، نور مو له ازمويښتونو څخه در وباسه!

   ننګرهاره! ستا په غم کې اوښکې تويوم، خو سترګې مې اوښکې نه لري، د ژړا احساس کوم، خو د دښمن له وېرې ژړلی نه شم،

څښتنه! زه خو ستا بنده يم، نو بیا دې ولې د بنده بنده وګرځولم.

2 thoughts on “زخمي ننګرهار/ مجيد ژړاند”
  1. ژړاند صاحب! ستاسو دې ښکلې او له درده ډکې لیکنې سخته و دردولم. نو زه هم د همدې درد او د همدې دردیدلې او کړیدلې ملت لپاره د لوی څښتن په لورې د دعا لاسونه پورته کومه او دا وایمه چې : ای ربه! ته خو له صابرانو سره مل يې، وایي هرې تیارې پسې رڼا ده، ، نو ای ربه نور نو څومره صبر تر کومه صبر…. مونږه خو هم انسانان یو څه ملایکې خو نه یو. ولې هره ورځ د قدرت او څوکیو د مینانو په لاس مونږ وژل کیږو، کورونه مو ورانیږی ماشومان مو یتیمان او تورسرې مو کونډې او بورې کیږي، او تر دې هم بدتره دا چې زمونږ راتلونکې نسلونه به هم د پوهې له رڼا بې برخې او د ناپوهې په تورتم کې به لالهانده وي. نو ای د رحمت ربه! ته مو د دې ظالمانو او ډاره مارانو له منګولو خلاص که او پر ښکلې هیواد مو د سولې لمر وځلوه.
    زما ښکلې ننګرهاره ته د پوهې او ادب ځانګو یې خو د تیارو لارویان په تا هم نه رحمیږي…………

    په ډیر درنښت
    ماری لقماني

ځواب ورکول Wahab ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *