تاند- د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري د بریتانیا له صدراعظم ډیوید کامرون سره په کتنه کې ډاډ ورکړ چې هیواد به یې د افغانستان د سولې د روان بهیر ملاتړ ته دوام ورکړي.

زرداري وویل هیواد یې چمتو دی چې د افغانستان د سولې په پروسه کې همکاري وکړي خو باید د ټولو ذي نفوذ خواوو مشروع ګټې خوندي شي.

ښاغلي زرداري تېره شپه په اسلام اباد کې د بریتانیا له صدراعظم ډیوید کامرون سره په خبرو کې همداراز هیله څرګنده کړه چې شوې هڅې به د ټولو ذي نفوذ خواوو مشروع اندېښنې په پام کې وساتي.

پرون د افغانستان ولسمشر حامد کرزي په کابل کې د بریتانیا له صدراعظم ډیوید کامرون سره په کتنه کې وویل چې پاکستان په افغانستان د ملک الطوایفۍ د تپلو هڅه کوي.

کرزي وویل :«له شپږمیاشتو راهیسي د طالبانو په وسیله د ملک الطوایفي هڅې رواني دي. دوی طالبانو ته د ځینو سیمو د سپارلو له لارې غواړي چې خپل دا پلان عملي کړي. موږ ته له پاکستانه اوازې راغلي او په دې برخه کې راپورونه هم لرو چې دوی په دې باب هلې ځلې کوي. نپوهېږم چې په دې کې د پاکستان ګټه څه ده. داسي یو حالت د پاکستان لپاره لا په تاوان دی.»

ویل کېږي چې د افغانستان جنوبي ولایتونه به د سولې په پلمه طالبانو ته وسپارل شي او بیا به فدرالي نظام رامنځته شي.

د شمال د پخوانۍ ټلوالې ځینې ډلې په تېره بیا د محقق په مشرۍ وحدت او د دوستم په مشرۍ جنبش د داسي یوه سیستم د رامنځته کولو لپاره له پاکستاني چارواکو او د امریکا د کانګریس له ځینو غړیو سره خبرې کړي او د هغو موافقه یې هم ترلاسه کړې ده.

ظاهراً د زرداري اشاره هم له ذي نفوذو خواوو د افغانستان هغو ډلو ته ده چې د یوې سیمې یا یوه قوم د مشرۍ ادعا لري.

ولسمشر زرداري وویل چې هیواد یې په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره د هلوځلو ملاتړ کوي او په سیمه کې د تلپاتې سولې لپاره به دغو هڅو ته دوام ورکړي.

4 thoughts on “زرداري: باید د افغانستان په سوله کې د ټولو ذي نفوذ خواوو ګټې خوندي شي”
  1. To all larawbar Afghanano ta salamoona
    Now all afghan must know that Pakistan once again want to divide afghan nation in different parts for obtain their purposes and just a few afghan who are control a few percentage population support them to achieve the achievement which is disunity and bring again Afghanistan as part of Pakistan which was in two decades ago, so all Afghan who feel about Afghanistan as home land if he is in overseas or in Afghanistan must hate the establishment of Pakistan and ISI which is the cancer disease for Afghanistan and second Iran
    it is true that Qatar peace plan was a conspiracy not peace plan so all afghan Taliban must know that they are used and one day will destroy again like in 2000 by friend country Pakistan . so Taliban must remember first Musharraf who was the chief of army gave the air and ground to attack the Taliban bases while they want the same things what they say now so it was part of islam or conspiracy so those Taliban who are involved in fighting please leave this struggle there is no jihad just own purpose.
    All may destroy all enemies of Afghanistan soil and Afghanistan people.
    Pa dranawee.

  2. معنی دا چې دا د غولو پنډ چې دا ۳۵ کاله آی ایس آی ګرځاوه آخر هم د ملا او طالب په اوږو باندې راښکته شو. له ملاعمر او نورو ړندو او کڼو نه د یوه افغان په حیث هیله کوم چې د ملاعبیدالله په ډول خپل ځانونه قرباني کړي خو چې داسې څه ونه مني چې د اولادونو د اولادونو له پاره یې شرم وګرځي.

  3. Dear brothers and sisters from both Pashtun proud nation of the Durand line, I think peace is after all in our interest. If there is peace there will be education and if there is education our children will seek their history and identity. I think both Mula Omar and Karzai made serious mistakes such as fighting and getting more and more power that is why we are today. We need a new leader the peace first.

ځواب ورکول Mohammad Arif Haleemy (south Australia) ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *