تاند – په پراګ کې د ازادۍ راډېو خبریالې زرغونې منګل له افغان مونالیزا /شربت ګلې/ سره ۲۵۰ زره افغانۍ مرسته وکړه.
زرغونې منګل تېره اونۍ په خپل فیس بک پاڼه لیکلي وو چې کابل ته د شربت ګلې په را رسېدلو سره به نوموړې ته د یو کال نغده خرڅه ورکړي.
د آغلې زرغونې منګل نغدي مرسته نن/د نومبر په ۹مه/ کابل ته د شربت ګلې په را رسېدلو سره د پژواک خبري اژانس د رییس دانش کړوخېل په لاس هغې ته وسپارل شوه.

زرغونه منګل یوه زړه سواندې افغانه پېغله ده چې تر دې مخکې یې هم له یو شمېر بې وزلو افغان کورنیو سره نغدي مرستې کړې دي.
تر دې مخکې نن یو شمېر خبري رسنیو ولیکل چې ولسمشرغني شربت ګلې ته د استوګنې د یوه کور کیلي ور وسپارله. وروسته د پخواني ولسمشر حامد کرزي دفتر هم په یوه خبرپاڼه کې ولیکل چې پخواني ولسمشر له شربت ګلې سره د خپل کار په دفتر کې ولیدل او افغانستان ته د هغې په راستنېدلو سره یې خوښي وښودله.
شربت ګله د اکتوبر په ۲۶مه د پاکستان د حکومت له خوا په پېښور کې ونیول شوه او له دې امله چې د پاکستان د نفوسو د احوال ثبتولو ادارې (نادرا) د پاکستان تذکره ورکړې وه د پېښور یوې ځایي محکمې هغه په ۱۵ ورځې بند او ۱۱۰ زره روپیو جریمه محکومه کړه چې ویل کیږي په دې کار سره یې د ګڼو افغانانو احساسات ژوبل کړل.
زرعونه خور افرين مو په همت شه
آلله دی ورته اجر عظیم هم پردی د دنیا او هم پر آخرت کښی ورکړی موږ پر دی خاوره تر اوسه ملاله غوندی زرغونه لرو کور یی دی ودان وی
زرغونه په ریښتیا چې تکړه ویانده او افغاني احساس لرې
.