دوهمه برخه
شغال کوکه کړه، سړي سترګې پرانيستې، تياره وه، دروازې ته يې وکتل، د دړو له چاکونو دوه ستوري مالومېدل.
سړي پر غولي لاس تېر کړ، د چهارمغز مات پوستکی په ګوتو ورغی، کړپ شو، پوستکی پر کاسه ولګېد، پر ځمکه د طوطي د مات وزر کرښنده غږ واورېدل شو.
سړي وويل:
_اه! ښه ده چې ژوندی يې.
سترګې يې سره وروستې، ويې ټوخل، ټوخي يې زور واخيست، لاس يې وتپاوه، جام يې شونډو ته ونيو، دوه، درې غوړپه اوبه يې تر ستوني تېرې کړې.
ولاړ شو، وړې لرګينې کړکۍ ته يې لاس ور وغځاوه، پر مخ يې سوړ باد ولګېد. د باندې يې وکتل، پر ونو د ستورو تته رڼا پرته وه.
سړی بېرته خپل ځای ته راغی؛ د اېږ پوستکی يې پر زنګنو ور وښوياوه؛ غلی پرېووت.
ټټر يې دروند شو؛ لاس يې ور وړ؛ طوطي کرېژه کړه.
سړي چيغه کړه:
_نه دې خورم.
طوطي يې تر غاړې ونيو؛ پر خپل ټټر يې کېناوه. طوطي ټوپ کړل، سړي لاس پسې ور واچاوه، په ګوتو کې يې مړې بڼکې پاتې شوې.
سړی غلی پرېووت، خو وروسته سلګيو واخيست، په غريو کې يې وويل:
_طوطي! ته بايد زما خبرې واورې!
غلی شو، يودم يې تر خولې تېره کوکه راووته!
_اه زرو، زړه مې چوي.
ولاړ شو، د باندې ووت، پر قبر ور پرېووت، غريو واخيست:
_زرو! يواځې يم، ډېر يواځې! ان طوطي هم زما خبرې نه اوري!
سړی غلی شو، بغور ( غمبوری ) يې د قبر پر وړو ډبرو ولګاوه، ډبرې سړې وې، ورو يې وويل:
_سهار يو وار خپل پخواني کور ته ورځم.
* * *
د سړي پښه وښويېده، ټوپک له تېږې سره ولګېد، له پورته غټه ډبره راغله، سړي ځان څنګ ته کړ، پر اړخ ولوېد، لاندې ورغړېد، له اغزو ډک بوټی يې اوږې ته سيخ شو، (اخ) يې کړل، تېرې تېږې ته يې لاس ور واچاوه، تېږه ښويه وه، ګوتې يې بېلې شوې، د يوې ونې تر تنې يې غبرګ لاسونه را تاو کړل. همالته اوږد وغځېد.
باڼه يې خلاص کړل، د لمر تېرې وړانګې يې سترګو ته سيخې وې، ورمېږ يې کوږ کړ، طوطي پر يوه شنه ډبره ناست و.
سړي ښی لاس وخوځاوه، حرکت يې درلود، کيڼ لاس يې پر ځمکه ولګاوه، درد نه و. سر يې پورته کړ، په احتياط کېناست، په کيڼ زنګون کې يې څړيکه شوه، زنګون ته يې وکتل، خړه، زړه ټوټه په وينو سره وه.
سړي پايڅه پورته کړه، د زنګون پوستکی يې تېږې ورسره وړی و. بوټ يې وايست، د پښې ګوتې يې خوځېدلې.
سړی ورو ولاړ شو، مخ پورته وخوت، لوېدلی ټوپک يې ور واخيست، طوطي ته ورغی، پر تېږه کېناست، لاندې يې وکتل، يودم يې سر وخوځاوه، په خندا يې وويل:
_په سخته کې به مرګ هم منډې درنه وهي، ته ورته وګوره، پنځه، شپږ متره لاندې ورغړېدم،نه مې ورمېږ را لاندې شو او نه مې هم سر ته کومه تېره ډبره سيخه شوه.
سړي لاندې وکتل، ليري، د ګڼو ونو تر مينځ په تش چمن کې له خټو او ډبرو جوړه جونګړه ښکارېدله.
سړي په خوند وويل:
_طوطې! پوهېږې چې دا جونګړه مو څه وخت جوړه کړه؟
طوطي پر ډبره ناست ملخ ته کتل…
د سړي سترګې وځلېدې:
_دې ځای ته اول د زرو ور پام شو، له لوړې يې وليد، خوند يې ورکړ، کله چې ورکښته شوو، د اوسېدو له پاره سم راته وايسېد. زرو خوشاله وه، پر مټ يې کلکه چونډۍ راولګوله، په خوند يې وويل:
_انتخاب مې څنګه دی؟
وروسته يې درې څلور ګامه واخيستل، په شنه چمن کې يې يوه تېږه کېښوده، ويې ويل:
_تر دې ځايه به يوه کوټه جوړه کړو.
بيا يې له ونې لوېدلی چهارمغز ور واخيست، د کيڼې سترګې پاڼه يې سره وروستل، لاندينۍ شونډه يې په غاښونو کې ټينګه کړه، چهارمغز يې وار کړ، لېرې ورغړېد، ويې ويل:
_تر هاغه ځايه به د لرګيو يوه کټاره راوګرځوو، بس، د ترکاريو د کرلو له پاره ښه ځای دی.
بيا ماته راغله، اوږه يې راسره وجنګوله:
_څنګه! زما نخشه دې خوښه نه شوه؟
ومې ويل:
_نه
په تندي کې يې ګونځې پيدا شوې، دواړه شونډې يې سره ورغلې:
_ام م م….. بخيلي مه کوه، دا راسره ومنه چې ښکلې خبره مې وکړه.
ومې ويل:
_خو يو څه کم دي، د ماشومانو کوټه!
زرو وخندل، پر غاړه يې کلکه خوله راولګوله.
سړی غلی شو، غاړې ته يې لاس ور ووړ، ورو يې وويل:
_اه! څه توده خوله.
مخ يې واړاوه، د لمر وړانګې يې پر سترګو ورغلې، اوښکې پکې ځلېدلې.
سړی ولاړ شو، طوطي ته يې وکتل، له ژېړې مښوکې يې د ملخ خړ وزر راوتلی و.
سړي وويل:
_راځه! سلامت ورځ مزل پاتې دی.
ګام يې واخست، خو بېرته ودرېد، پايڅه يې ور پورته کړه، د زنګانه وينه وچه وه، بېرته يې حرکت وکړ، ژوبله پښه يې درنه پسې اخيسته. يو ځای ودرېد، د ټوپک کولنګ يې کش کړ، ورو يې وويل:
_پوهېږې، دا ځای اېږ لري، لاندې هم کله کله راپيدا شي، خو وخت يې مالوم دی، کله چې د غره څوکې ډېره واوره ونيسي، نو اېږ، لېوان او نور ځناور د غره لمنو ته راکښته کېږي.
سړي بېرته ټوپک اوږې ته واچاوه، ورو يې وويل:
_له دې وروسته ونې ګڼی دي، ښه ده، په دې غره کې د لرګيو د وړلو لاره نشته، که نه نو اوس به په سيوري کې نه تلو.
زنده باشی . وقلم تان پربارباد