تاند- په کابل کې څه باندې۱۰۰۰ تنو نن /جمعه/ د امریکا د ولسمشر ډانلډ ټرمپ له لوري د اسراییل د پلازمېنې په توګه د بیت المقدس د رسمیت پېژندلو پر ضد مظاهره وکړه.

د مظاهره چیانو په لاسونو کې پر شعارونو لیکل شوي وو«مړه دې وي امریکا.»

مظاهره چیانو د ټرمپ نانځکې او د امریکا او اسراییل بیرغونه وسوځول.

یو شمېر اعتراض کوونکو، چې شمېر یې لسګونو تنو ته رسېده، هڅه وکړه چې هغو خنډونو ته ځان نژدې کړي چې د امریکا د سفارت په شاوخوا کې ځای پر ځای شوي دي خو پولیس په شا وتمبول.

په هرات ښار کې تر کابل هم لویه مظاهره وشوه. د هرات په لاریون کې شاوخوا ۲۵۰۰ تنو برخه لرله او له ولسمشر ټرمپ څخه یې وغوښتل چې خپله پرېکړه بېرته واخلي.

فرانس پریس خبري اژانس وايي چې په کندوز ولایت کې هم شاوخوا ۵۰۰ تنو مظاهره وکړه.

د ټرمپ پرېکړه په درسته اسلامي نړۍ کې د خلکو له مخالفت سره مخامخ شوې ده.

ډېر شنونکي وايي چې د ټرمپ د پرېکړې هدف د مسلمانانو د احساساتو له پارولو پرته بل څه نه دی.

په همدې حال کې نن /جمعه/ په اسراییلي پوځیان په لوېدیځه غاړه او غزه کې له اعتراضګرو فلسطینیانو سره اخ و ډب وکړ.

2 thoughts on “زرګونو افغانانو د امریکا له لوري د بیت المقدس د رسمیت پېژندو خلاف مظاهرې وکړې”

ځواب ورکول سلیم ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *