زعفران

تاند- د افغانستان زعفران په تېرو درو کلونو کې پر له پسې د کیفیت له نظره د نړۍ د ښو زعفرانو مقام ګټي.

زعفران، چې د نړۍ تر ټولو ګرانه بوټی دی، په وروستیو کلونو کې یې په افغانستان کې کښت زیات شوی او دا هیله ورسره پیدا شوې چې بالاخره به د کوکنارو ځای ونیسي.

د هر کیلو ګرام زعفران بیه د ۱۲ سوه او ۱۸ سوه ډالرو ترمنځ ده.

سره له دې چې دغه بوټي اوس د افغانستان په ګڼو ولایتونو په تېره بیا هرات کې کرل کېږي خو لا یې هم د کوکنارو د تولید پر کمښت اغېز نه دی کړی.

د ملګروملتو له اټکل سره سم د افغانستان د تریاکو کارو بار ارزښت د کال ۳ ملیارد ډالرو ته رسېږي.

خو له دې سره سره په افغانستان کې د زعفرانو کښت په ډېرېدو دی او تر ټولو مهمه لا دا ده چې د افغانستان زعفرانو په نړۍ کې ښه نوم ګټلی دی.

تر ټولو زیات زعفران په ایران کې کرل کېږي خو د کیفیت له پلوه د افغانستان زعفران په نړۍ کې لومړی مقام لري.

د اریانا زعفران شرکت ريیس بشیراحمد رشیدي وايي چې له هیواده دباندې د افغانستان زعفرانو ته تقاضا خورا ډېره ده.

د ده شرکت له ترکیې رانیولې تر فرانسې، هند او متحدو ایالتونو پوري بېلابېلو هیوادونو ته زعفران صادروي.

د زعفرانو په تولید کې ښځې په ځانګړي ډول زیات رول لري او دې محصول ښځو ته د کار زیات فرصتونه برابر کړي دي.

د اریانا زعفران شرکت د پیکینګ یا بسته بندۍ مسوول خُرم رسولي رویټرز خبري اژانس ته وویل:

«موږ د زعفرانو په کښت په دې هم زیات خوښ یوو چې ښځو ته یې د کار زمینه برابره کړې ده. د زعفرانو حاصل عموماً ښځې ټولوي او ورپسې پروسه یې هم د دوی له لوري پر مخ بېول کېږي.»

زعفران لږترلږه ۲ زره کاله پخوا په اوسني افغانستان کې کرل کېدل. دا بوټی وچ اقلیم، زیارکښو کروندګرو خو یو څه ښو ماشین الاتو یا هم پیسو ته اړتیا لري.

په اکتوبر کې د زعفران د حاصل ټولول پیلېږي او مخکې تر دې چې ګلان یې مړاوي شي، په درو اوونیو کې بشپړېږي.

کارګر د ورځې نژدې ۱۰ کیلو ګلان ټولوي او په هر کیلو ۲۵ افغانۍ ترلاسه کوي.

افغانستان اوس د کال ۴ ټنه زعفران تولیدوي خو ګاونډی ایران د کال ۲۰۰ ټنه حاصل اخلي.

رشیدي، چې دفتر یې په هرات ښار کې دی، وايي په تېرو دوو کلونو کې د زعفرانو حاصل د خلکو پر اقتصاد ښه اغېز کړی دی.

نړیوال بانک اټکل کوي چې په هرات ولایت کې ۶ زره کروندګر د زعفرانو پر کښت او تولید بوخت دي او د ملګروملتو وروستي ارقام ښيي چې تېر کال په هرات او فراه ولایتونو کې د کوکنارو کښت لږ شوی دی.

One thought on “زعفران په افغانستان کې ورو – ورو د کوکنارو ځای نیسي”
  1. زعفران خو د نړی په سطحه باندی ارزښت لری ، او همداشان د نړی په سطحه باندی تجارت هم لری نو الله ج دی وکړی چې افغانستان کی نو د ګوګنارو په ځای د زعفرانو کښت او زرعت ته وده پرمختګ ورکړی .

ځواب ورکول حبیب الله ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *