تاند – افغان الاصله امریکایی سیاستوال زلمی خلیلزاد وایي، پاکستان غوښتل چې په افغانستان کې ډېر څه د هغوی په خوښه ترسره شي.

ډاکټر خلیلزاد چې وایي افغانستان ته په یوه غیر رسمي سفر راغلی، په کابل کې د اریانا نیوز تلوېزیون له خوا برابرې شوې یوې ناستې ته چې یو شمېر افغانان وربلل شوي ول خبرې وکړې او د افغانستان او سیمې په هکله یې د حاضرو کسانو پوښتنې یې ځواب کړې.

نوموړي وویل، چې پاکستان غوښتل چې په افغانستان کې کېدونکي پرمختګونه د پاکستان تر نظارت لاندې وشي او په افغانستان باندې د یو ډول کنټرول په فکر کې وو، او تر دې چې ویل یې چې د افغانستان اردو ته باید د پاکستان په خوښه وسلې ورکول شي.

خلیلزاد وویل، تمه لري چې د بلخ د پخواني والي عطا محمد نور جنجال به په څو ورځو کې پای ته ورسېږي او په یاد ولایت کې به نوی والي ژرکار پیل کړي.‌ نوموړي وویل، چې په افغانستان کې د ملوک الطوایفۍ وخت تللی او د افغانستان حکومت او نړیوال ملګري یې نه غواړي چې نظام ته دې دغه ډول ستونزې راولاړې شي.‌

خلیلزاد د اریانا نیوز په پروګرام کې

په افغانستان او عراق کې د امریکا پخواني سفیر او نومیالي سیاستوال وویل، چې د پاکستان په هکله د امریکا په پالیسۍ کې د پام وړ بدلون راغلی او امریکا اوس د پاکستان په چالونو او دوه مخیو پوه شوې ده.

د یوه برخه وال د دې پوښتنې په ځواب کې چې امریکا ولې د پاکستان په وړاندې عملي ګام نه پورته کوي، وویل، چې په پاکستان کې د هغه هېواد ۲۰۰ میلیونه نفوس،‌ اتومي وسلې، داخلي ستونزې او هلته راټوکېدلی افراطیت او ترهګر داسې داسې ستونزې دي چې ورسره کېدونکی چلند به په ترتیب سره کېږي.

نوموړي وویل، پاکستان وارخطا دی،‌ په پاکستان باندې د ۲ بیلیونو ډالرو مرستې بندول لومړی قدم دی،‌ او په دې کې شک نشته چې راتلونکي ګامونه یې پر لاره دي، او زیاته یې کړه چې د پاکستان د مشکل له حلولو څخه پرته د افغانستان مشکل نه حلېږي.‌

په ملګرو ملتونو کې د متحده ایالاتو پخواني سفیر زلمي خلیلزاد وویل، چې پاکستان له نژدې او داخل څخه پېژني، او یادونه یې وکړه چې اتوم بم لرل د پاکستان لپاره کوم امتیاز نه دی، شوروي اتحاد تر پاکستان ډېرې اتومي وسلې لرلې، او په عین حال کې یې د بلوچانو او پښتنو ناخوښۍ ته اشاره وکړه چې له پاکستان سره یې لري او په یو ډول یې وښودله چې ښایي د پاکستان پر ضد په راتلونکي کې له یادو کمزورتیاو څخه استفاده وشي.

One thought on “زلمی خلیلزاد: پاکستان غوښتل چې افغان ملي اردو د پاکستان په خوښه وسلې ولري”
  1. داکتر صيب خليلزاد د ګران هيواد وتلی شخصيت او زموږ وياړ دی او د افغانستان د روانو تاوتريخي په لمنځه وړلو کی مهم رول لوبولی شي

ځواب ورکول SAS ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *