تاند – په افغانستان، عراق او ملګرو ملتونو کې د امریکا د متحده ایالاتو سفیر او نومیالی افغان – امریکایي سیاستوال زلمی خلیلزاد خبرداری ورکوي، چې د جنوبي وزیرستان په واڼه کې د وینې تویېدو مسؤلیت د پاکستان د امنیتي ادارو پرغاړه دی.

ښاغلي خلیلزاد په خپل ټوېټر خپاره کړي یوه ټویټ کې لیکلي، چې (د پاکستان) پوځي مشران پوهېږي چې هلته څه روان دي، او وایي چې هلته طالبان د پاکستان د امنیتي ادارو په مرسته فعالیت کوي.

خلیلزاد زیاتوي، چې نړۍ په دې پوهېږي چې په سیمه کې څه روان دي.

بل خوا ته پښتون سیاستوال، افراسیاب خټک، د پاکستان له لومړي وزیر ناصرالملک، د کورنیو چارو وزیر اعظم خان او د پښتونخوا والي ظفر اقبال جګړا څخه غوښتي چې په واڼه کې مداخله وکړي.

ښاغلي خټک په خپل ټوېټر لیکلي، چې په واڼه کې احمدزي وزیر قبیلې له طالبانو څخه په یوه جرګه کې غوښتنه وکړه چې سیمه دې تخلیه کړي، خو طالبان له درنو وسلو سره سیمې ته راستانه شوي دي.

افراسیاب خټک هیله څرګنده کړې چې وینه تویېدل دې ودرول شي.

په واڼه کې د پاکستان د امنیتي ځواکونو له خوا د پښتون ژغورنې د غورځنګ په پلویانو وروستی تشدد او وحشت د اندېښنې وړ بلل شوي او د بېلابېلو منابعو له خوا غندل شوي دي. په دې ویډیو کې د پاکستان امنیتي ځواکونه لیدل کیږي چې د پښتون ژغورنې د غورځنګ پلویان له ټپي کېدلو/شهادت څخه وروسته کش کوي او بندیان په سرونو په لغتو وهي. (ویډیو)

افراسیاب خټک

ویل کیږي چې د جنوبي وزیرستان په مرکز واڼه کې وړمه ورځ وروسته له هغه د پاکستان د امنیتي ادارو په مرسته فعالیت کوونکیو طالبانو، چې سیمه ییز خلک یې حکومتي طالبان بولي، د پښتون ژغورنې د غورځنګ د مشر،‌ علي وزیر،‌ په پلویانو ډزې وکړې چې هغوی د خپل مشر هرکلي ته راټول شوي ول. (په دې هکله د تاند پخوانی راپور)

2 thoughts on “زلمی خلیلزاد: په واڼه کې د وینې تویېدو مسؤلیت به د پاکستان پرغاړه وي”
  1. کله چه نړی پوهیږی چه واڼه کی څه تیریږی نو حد اقل غندنه خو دی وکړی
    هیله ده چه دا ظلم او وحشت دپاکستان د اوردو دنړی مطبوعاتو او نړیوالی ټولنی ته ورسیږی

ځواب ورکول افغان زمین ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *