تاند- په داسي حال کې چې اشرف غني احمدزی او عبدالله عبدالله د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د بریالیتوب ادعاوې کوي، زلمی رسول وايي چې انتخابات به دوهم پړاو ته وغځېږي.

د بهرنیو چارو پخواني وزیر زلمی رسول، چې د نښو نښانو پراساس د ولسمشر کرزي د خوښې وړ کاندید ګڼل کېده، د سې شنبې په ورځ بې له دې چې د ځان د بریالیتوب په اړه کومه ادعا وکړي وویل:«په انتخاباتو کې په پراخه پیمانه درغلۍ شوي دي.»

د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون پرون وویل چې د درغلۍ تر ۳۰۰۰ زیات شکایتونه ورته شوي چې نیمايي یې سندونه او شواهد هم لري.

ویل شوي چې د درغلۍ په مواردو کې د زلمي رسول پلویان هم بې برخې نه دي پاتې شوي. په خوست کې د رایبکسونو د ساتنې پر ځای د رسول د پلویانو حمله د درغلۍ تر ټولو لوی مورد ښودل کېږي.

د افغانستان د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو د شنبې د ورځې انتخابات د افغانستان لپاره یو لوی بریالیتوب ګڼل شوی دی او نړیوالو څارونکو ویلي چې په مجموع کې په دې ټاکنو کې لږې درغلۍ شوي دي.

زلمي رسول په دې انتخاباتو کې د هغې توقع خلاف، چې تر انتخاباتو مخکې کېده، خورا لږې رایې تارلاسه کړي دي.

7 thoughts on “زلمی رسول: انتخابات به دوهم پړاو ته وغځېږي”
  1. زه له ځان سره داسې سوچ کوم چې دغه خلک به د شرم په نامه هم کوم څه پېژني که نه؟ که غني یا عبدالله ووایي چې اول پړاو یا دویم یا دا چې درغلۍ یا دغه یا هغه خو ځه بلا پسې یو څه رایې خو یې اخیستي دي دغه پیشوخېل خو ۱۰٪ رایې هم نه دي اخیستي او درغلي هم د همده ټیم کړې ده نو دی لا څنګه داسې چټیات وایي؟

  2. دا خبرې کله او په کوم ځای کې زلمي رسول کړي دي؟
    تاند څخه د فیسبوک پاڼه جوړه شوې چې هر څه یې زړه غواړي بس خپروي یې

    د سوکاله او اباد افغانستان لپاره

    1. نا اشنا صاحب تاسو خبر سرسري لوستی، نېټې ته مو پام شوي نه دي. واضح لیکل شوي چې د ۳ شنبې په ورځ. له دې موږ هم نه یوو خبر چې د خوب په خونه کې یې دا خبره کړې او که په سالون کې.اما زلمی رسول په کابل کې دی کوم بهرني هیواد ته په سفر نه دی تللی.
      په دې لینک د اسوشیتید پریس خبري اژانس خبر ولولئ. په انګلیسي ژبه دی حتماً مو پرې باور راځي (ځکه چې په انګلیسي ژبه دی) که مو لینک نه شوای پرانستلی لنډ پیغام ولیکئ چې ټول خبر درولېږو.
      دا هم لینک

      http://hosted.ap.org/dynamic/stories/A/AS_AFGHANISTAN?SITE=AP&SECTION=HOME&TEMPLATE=DEFAULT&CTIME=2014-04-08-14-47-30

  3. بیچاره چا په کلي کې نه پریښود ویل ېې زما آس د ملک کره وتړۍ ـ زلمئ جانه که زه ستا پر ځای وای نو کرزي صيب ته به مې ویلي وو چې د افغانستان ځوانانو خو پیشو ميراته کړه اوس ووایه چې چیرته پټ شم ؟

  4. دا نو اوس د وخت نه تیره خبره ده چی زلمی رسول یی کوی. دیره بده ماته یی خورلی

  5. ښه یو څوک دې له دې ښاغلي پوښتنه وکړه چې دا درغلی چې ته یی دعوه کوې چا کړي خو همدا تا او ستا پلویانو کړي څرګنده بیلګه یی د خوست ولایت د ټاکنو په دفتر ستا ساحوی کمپاینر پښتون وو کنه

  6. یاره دا زلمی خو بیخی شرم نه لری، اوس په دی ډول ځان په میډیا کی راڅرګندوی که نه خو بګیل شویدی نور څه موضوع نلری بس او په دی غږیږی چی لمړی پړاو ته ځی او دوهم پړاوو ته ځی، دا دی اوس لږ زهر وخوری او ځان مردار کړی

ځواب ورکول ګنډېری ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *