تر هر څه مخکې ښايي په دې بحث وکړو چې پښتو ژبې ته د چا په وخت کې خدمت شوی دی او چا ورته د پرمختګ زمینه برابره کړې ده او د چا پر مهال له ځوړ او ستونزو سره مخ شوه؟ نن سبا خبره ټوله په دې راڅرخي چې ډاکټر زلمي رسول پښتو نه ده زده او که ولسمشر شي، پښتو ژبې ته به کار ونه کړي او یا به یې د محوه کولو هڅه وکړي؛ ډاکټر زلمی رسول په همدې نیمګړتیا د ځینو پښتنو ځوانانو له خوا له ډول ډول تورونو، توهین او ملنډو سره مخ دی، چې نوموړي خپله مورنۍ ژبه نه ده زده نو باید له افغانیت او پښتونولی وایستل شي، همدا دلایل د روڼ اندو ځوانانو هم دي چې په اوس وخت کې د ډاکټر صېب اشرف غني ملاتړ کوي، خو عجیبه او تاسف وړ خبره دا ده چې همدا ځوانان او همدا خلک چې ډاکټر زلمی رسول د پښتو ژبې په نه زده کړه ملامتوي او له پښتونولی یې وباسي، خو په بل ځای کې بیا په غازي امان الله خان ویاړي او د یو ستر پښتون په حیث یې لمانځي او جشنونه پرې جوړوي، په داسې حال کې چې د غازي امان الله خان هم خپله مورنۍ ژبه پښتو نه وه زده، مرحوم پاچا خان یو وار ورته د ګیلې په ډول ویلي وو چې ولې یې خپل مورنۍ ژبه نه ده زده؟
د هغه د کورنۍ هم پښتو نه وه زده، د هغه زوی شهزاده احسان الله او لور یې شهزادګۍ هندیه چې اوس هم ژوندۍ ده، پښتو ژبه یې نه ده زده، مګر د دغه محبوب پاچا او د هغه د درنې کورنۍ له عظمت څخه څه کم شوي دي؟ او ایا د دغې ژبې نه زده کړې د افغانستان د خدمت په لاره کې هغوی ته کوم خنډ جوړ کړ او تردې لا ډېره جالبه دا چې د پښتو ژبې د ودې، پالنې او پرمختګ لپاره د همدغه روشنفکر پاچا په وخت کې لومړني پاخه بنسټونه کېښودل شول، لکه:((پښتو مرکه)) ، د سوچه پښتو لغاتو قاموس تدوین شو، د لومړي ځل لپاره د پښتو نصاب لپاره کتابونه ولیکل شول او ډېر نور ورته کارونه ترسره شول.
د یوه بل پاچا مثال هم راوړو چې پښتو یې نه وه زده خو پښتو یې واقعا پښتو کړه او نن هغه د افغانستان په اساسي قانون کې د ملت د بابا په ملي لقب ویاړلی دی او د پښتو ژبې د نه زده کړې ستونزې د غونډ افغانستان په غېږه کې د هغه له محبوبیت څخه هېڅ هم نه دي کم کړي او نه یې د پښتو او پښتنو په پرمختګ کې د هغه هلې ځلې ټکنۍ کړې دي.
د هغه په وخت کې پښتو ټولنه جوړه شوه، پنځه ستوري وځلېدل، د دوی تر څنګ ډېر نور پښتانه لیکوالان او شاعران د پښتو ژبې پر اسمان راوختل، کابل مجله مکمله پښتو شوه، په ولایاتو کې پښتو انجمنونه جوړ شول، پښتو مجلې په ولایاتو کې چاپ شوې، پښتو مکتبونه پرانېستل شول، پښتو رسنۍ په اوج و موج کې شوې، د پښتو کتابونو چاپ ته جدي پام وشو، علامه عبدالحی حبیبي د پښتو ادبیاتو پوهنځی تاسیس کړ، د پښتو ادبیاتو لومړنی تاریخ ولیکل شو، افغانستان کې د شلم قرن کتاب (پټه خزانه) چاپ شو او په پښتو کې لسګونه نورې کارنامې رامنځته شوې او بالاخره د افغانستان په اساسي قانون کې په ۱۳۴۳ کال کې پښتو ژبه د ملي او رسمي ژبې په حیث تسجیل شوه او د پښتو ژبې په تاریخ کې اول وار دغې لرغونې او درنې ژبې قانونی او نړیوال اعتبار وموند، د هغه پاچا تر سرپرستۍ لاندې چې دغه ژبه یې نه وه زده.
عجیبه خو لا دا ده چې ځېنې پښتانه دغه د وطن د ترقۍ او رفاه غوښتونکی پاچا د پښتو په نه زده کړه ملامتوي او یو شمېر غیر پښتانه یې پښتو ته د خدمت په تور په نېشنلزم او فاشېزم تورنوي. اوس به نو د انصاف تله د چا په لاس کې ورکوې؟
که دا واقعیتونه چاته دروغ ښکاري، ثابته دې یې کړي. او د ډېر تعجب وړ خو لا دا چې د پښتو له اړخه د بې ژبې پاچا څخه وروسته د کمونیستي او جهادي پاکو، صفا، سوتره او زبردستو فصیحو او بلیغو پښتنو رهبرانو د دورانونو پښتو پالنه خو هم درته معلومه ده، چې دا هر یو یې په پښتو ژبه لکه بلبل غږېږي. ایا دوی د پښتو ژبې د عمرونو عمرونو بډایه شتمني، کتابخانې، اثار، قلمي نسخې او د دغې ژبې علمي بنسټونه په اېرو بدل نه کړل؟
انصافا قضاوت وکړئ چې ایا د پښتو ژبې د نه زده کړې ګناه پښتو او پښتانه تباه کولای شي؟ او که د پښتو ژبې د زده کړې شرط پښتو او پښتانه ژغورلای شي؟ او له دې سره د امیر عبدالرحمن خان او غازي امان الله خان له خوا د هېواد شمال ولایتونو ته د پښتنو د لېږلو او هلته د ښېرازه او ډېرو ځمکو ورکول او د خانۍ او فوق العاده ژوند بښل هم یو بېل او اوږد بحث دی او دغه راز د وزیر محمد ګل خان مومند ته د نادرخان او ظاهر شاه له خوا عام تام واک ورکول او د مومند بابا له خوا پښتو ژبې او پښتنو ته د بې سارې خدمتونو کول هم یو ځانګړی او ښه بحث دی. هیله ده په دې لیکنه کې مې تر یو حده خپل هدف رسولی وي او تاسو پرته له احساساتو، په سړه سینه پرې فکر وکړﺉ.
عبدالمالک سوله مل
————————-
د لیکوالو له نظر سره د تاند د دریځ یووالی ضروري نه دی.
د خداي لحاظ وكري نو اخر ولي غازي امان الله خان بدناموي هسي خو شاه شجاع هم د احمدشاه بابا لمسي و خبره د زبي نده د كفايت ده دا كمفاين خو خبري غواري دا زلمي رسول به فه كومه زبه خلكو ته خبري كوي او كه صندوقان دكوي هغه بيا بيله خبره ده ده ته د كمفاين لفاره ترجمان ته ضرورت خو هيله كوم د غازي امان الله خان نوم مه بدناموي
Os hagha wakht tlelai dai. Os dey bayad zheba hatmi zda wi zek chey rasaneio deyr permekhtag kerhai dai. Dai ba da nim ules tsenga pohawi. Zahir ta khalko de melat de baba laqab ne dai warkerhai. Da hassey doi zanta derama jorha kerhey wa leka tsenga chey qatel Massod ta laqab warkerh. De Zahir sha de 40 kalo pashto ta khedmat = 1 kaal sera mesawi dai. Ke chey de pe Pashto khaberey kawelai shwai no kidai deyr tse ye kerhi wai. De Malizia rahbar Mohammad Mahatir pe 22 kaluno yaw deyr wrosta patey hiwad de permakhtag tsuko ta werasawe, kho Zahir Shah pe 40 kao key karuna de 2 ya 3 kaluno de kaar sera berabar di. Zahir Sha kho “shola ta bekho pardey ta beko, bekho wa ba tashnab bero” 40 teyr krhel chey akhir ye farar ta mekha krha. Ta la os ham waye chey dasey piawerhai wu…………
اول خو دا ووایه چې د زلمي رسلو څخه دې څومره ډالر تر لاسه کړي دي؟ دویمه دا چې که پخواني پادشاه د پښتو لپاره کار کولی اول یی باید پخپله پښتو ژبه ویله او تر څو د خلکو لپاره یو سمبول ګرځیدلای وای. تر ټولو مهمه خبره داده، چې همدا د پخوانیو کم لوستو شاهانو برکت دی چې اوس پښتو په حکومت او ادارو کې پایماله او ویونکي یی تحقیریږي. که د پښتو لپاره پخوا هر څه شوي دي، دا یوه سلسله بادرکه او باشعوره پښتنو برکت وو نه د پښتنو (ناپښتو شاهانواو زمامدارانو)!
بخښنه غواړم غلط شوې یې، دا تا په کوم کتاب کې لوستلي دي چې د غازي امان الله خان پښتو نه وه ذده، د غازی امان الله خان ښه سمه دمه روانه دوانه او سلیسه پښتو ذده وه ، دا تبلیغ مه کوه؟؟؟ او ستا مقصد څه دې چې مونږ دې دا انتقاد ونکړو چې د زلمي رسول ولې پښتو نده ذده؟؟؟ ته وواېه چې آیا دافغانستان یو ولسمشر دې په پښتو پوه نشي؟؟؟ نه پوهیږم چې دا ځان ته پوهان وایی او په ټکی ندی خبر او بیا مونږ ته لارښوونه کوي … ته دومره نه پوهیږی چې د یوې ژبې ذده کول غټ کمال دې خو د خپلې ژبې هېره ول بد کول دي لکه یو شاعر چې لیکلي دي …… بله ژبه یادول که لوې کمال دې …….. خپله ژبه هیرول بې کمالي ده……… ته څه فکر کوې چې زلمي رسول ولې پښتو نده ذده؟؟؟ ستا مقصد دې چې د رمضان بشردوست پښتو ذده کړې دا هم په هیڅ ندې خبر؟؟؟ خداې دې ورمیږ مات کړه هاې هاې….
زه صرف دومره وایم چه که زلمی رسول اوس ټوله خپلی خبری په پښتوکولای اوهردری سوال ته یی په پښتوجواب ورکولای بیابه نوتاسولیدلی وایی چه دری زبانانوڅه ډری هم نوایی په وهلی (یوڅه بایدپښتانه نورهم ځانته متوجی سی هغه داچی موږ هغه وخت په دوی باندی پښتوزده کولی سوچه په ویی وایو،دمثال په توګه که په یومجلس کی د ۱۰ پښتنوپه منځ کی ۱ دری زبانه ناست وی ټول دهغه سره دری خبری کوی ولی؟؟؟ مګرکه د ۱۰ دری زبانانوپه منځ کی یوپښتون ناست وی دوی ټوله په یوه خوله ورته وای چه (مااوغانی نه نمی فحمیم دری ګپ بزن)ولی موږ داسی کوه؟؟؟
د زلمي رسول خو یوازې د پښتو ملي ژبې د نه زدهکړې ستونزه نه ده، بلکې په نورو برخو کې يي هم له دې زیات ګچ وګول دی! د پخوانیو پاچاهانو که پښتو زده نه وه ، دا زلمي رسول ته برات نه شي ورکولای، بلکې پښتنو سره د زلمي رسول ستونزه نوره هم زیاتوي. پښتانه ولې داسې چا ته رایه او ووټ ورکړي چې ددوی په ژبه پښتو ونه پوهیږي. زلمی رسول چې خدای مکړه په ارګ کې واکمن شي، هغه به د واکمنۍ په ورځ لوړه کوي، خودا لوړه به په کومه ژبه کوي؟ هلته خو قاضي ورته په پښتو لوړه ورکوي او دده پښتو زده نه ده. چې له لومړۍ ورځې، پښتو او پښتنو سره لوړه په درواغو کوي او د خپلې واکمنۍ پيل په درواغو پیلوي، نو پښتانه ولې داسې چا ته رایه ورکړي. ایا پښتنو کې قحت الرجال دی، ایا بل پښتون نشته. د زلمي رسول په راتګ به پښتو چې هسې هم په ارګ کې پایمال ده، په دولت او اداره کې به له دې نوره هم پایمال شي او دا هغه څه دي چې پښتانه پرې د پخوانو زمانو د شاهانو له وخت، نن زیات پوهیږي او باید داسې تېروتنه بیا تکرار نکړي. څوک چې په پښتو نه پوهیږي او پخپل ۶۰ ــ ۷۰ کلن ژوند کې يي ونه غوښتل ددې قوم ژبه زده کړي، پښتانه به بې ننګه وي چې داسې بې ننګ ته رایه او ووټ ورکړي! ل
وروره اوس خلك خبري غواري
او زلمي رسول خلكو سره دخلكو په ژ به خبري نشئ كولاي
راغلو د پخوانيو پاشاهانو ته هغوي د خلكو په رأيه نه پاشاهان شوي بلكه فاميلي مسائل وه كه بيا هم پشتانه وه او په پشتو يي خبري نشوي كولاي نو دا خو ډ يره د افسوس خبره ده
دير سمه خبري ته دي اشاره وكره
سوله مل صاحب مننه له زحمتونه نه دي
خداي دي مونژ ته همت د خدمت راكي.
تاریخ شاهد ده چه دورانیو قوم همیشه پښتو ضعیف کړی بلکه خپله مورنی ژبه هیره کړی.د ظاهر شاه کورنی په ارګ کی پښتو ورکه کړه بیا اوس کرزی څومره عقلیت قومونه قوی کړل حتا طالبانو پښتون قوم څومره ضعیف او در په در کړل. نور پښتانه پوه شوی دی چه خپل زعیم څوک وتاکی نور د هغو اشخاصو امکان د زعامت نشته څوک چه حتا په پښتو نه پوهیږی.
دوستانو: دا سوله مل صيب نه ډالر خبري كوي، رشتيا خبره ده چي ډالر ډير خراب شي دي، دأفسوس مقام دي چي ځيني ليكوالان د يو څو پيسو په بدل كي خپل وجدان پلوري، ما مخكي هم ويلي وو: چي دخداي لپاره دا انفرادي سوچ پريږدۍ، دټول هيواد ګټي ته اوګورۍ
دزلمي رسول يوه كارنامه ماته وښايه چي ده پښتو يا پښتنو ته ګټه رسولي وي؟؟؟ زلمي رسول دوزارت په دوره كي څومره اصلاحات راوستل؟؟؟ ده په خپل وخت كي څومره سفارتونه له متعصبو پنجشيريانو نه پاک كړل؟؟؟ دزلمي رسول په وخت كي چي كومو سفارتونو كي پنجشيريان مسلط وو، كوم پښتون چي به ورغي په هغه به يي ملنډي وهلي، ورته ويل به يي: چي ته خو پاكستاني يي ته دلته څه كوي؟؟ دا دسفارتونو حال وو
ولي مو په زخمونو مالګي دوړوي سوله مل صيب، په ليكنه به دي ډيره خواري كړي وي خو متأسفانه خوشي چټيات دي ليكلي
دوستانو: دا سوله مل صيب نه ډالر خبري كوي، رشتيا خبره ده چي ډالر ډير خراب شي دي، دأفسوس مقام دي چي ځيني ليكوالان د يو څو پيسو په بدل كي خپل وجدان پلوري، ما مخكي هم ويلي وو: چي دخداي لپاره دا انفرادي سوچ پريږدۍ، دټول هيواد ګټي ته اوګورۍ
دزلمي رسول يوه كارنامه ماته وښايه چي ده پښتو يا پښتنو ته ګټه رسولي وي؟؟؟ زلمي رسول دوزارت په دوره كي څومره اصلاحات راوستل؟؟؟ ده په خپل وخت كي څومره سفارتونه له متعصبو پنجشيريانو نه پاک كړل؟؟؟ دزلمي رسول په وخت كي چي كومو سفارتونو كي پنجشيريان مسلط وو، كوم پښتون چي به ورغي په هغه به يي ملنډي وهلي، ورته ويل به يي: چي ته خو پاكستاني يي ته دلته څه كوي؟؟ دا دسفارتونو حال وو
ولي مو په زخمونو مالګي دوړوي سوله مل صيب، په ليكنه به دي ډيره خواري كړي وي خو متأسفانه خوشي چټيات دي ليكلي
له چلوونكو څخه هيله لرم چي تبصره نشر كړي، مننه
Grano khwando aow wrono,
Ma ta pa zehen ke da pokhtana darege che wali mong dase yaw sok wotako, kom che khpel de zhwand tool bansatez shayan heer kare we( Mooranai zheba ) aow bol pa Zalmai Rasool ke kom hagha zangartiawe de che haghe ta pa pam sara mong la domra star nemgartia na war teer sho? aow wali pa hagha sok wakht zaya kro sok che de neemgartiawona daak we aow wali pa Shaghele Dr Ashraf Ghani sara ra tool nasho, pa hagha kas che de yawa kha masher toole zangartiawe lare aow ter bol har yawa Candid na de pohe aow tajrobe pa har dagar ke la tolo noro na wrande de, de Dr Saheb Ashraf Ghani de berya pa heela.
سوله مل صیب ! زلمی رسول له غازی امان الله خان سره مه سموه ، زلمی رسول که هر سومره هلے زلے وکڑی د هغه زای زای ته نشی رسیدلی ، دا منو چے ته به کمپاین ورته کوے ، خو یوه خبره درته کوم چے پهزلمی رسول به هیچ باور نه کوے زکه دا خلک ازمایل شوی دی ،
ګران سوله مل صیب !!!
غازی امان الله خان له ښاغلي زلمي رسول سره پرتله کول داسې مثال لري لکه سترمشراحمدشاه باباچې دهغه له زوی تیمورشاه سره پرتله کوي چې دایوه ستره جفاده چې ته یې کوي .
دغازی بابادوره بیله اودزلمی رسول دوره بیله ده ،غازی باباپه خوااوشا داسې جنګ سالاران ،غله اودافغانیت ضدکسان نه وه راټول لکه اوس چې دښاغلي زلمي رسول په خوااوشارلټول دي همدارازپه هغه دوره کې يې زموږرقیب دومره نه وه غښتلی چې په هره برخه کې زموږمخه ډب کړي خواوس دومره قوي شوي چې زمونږملي اصلاحات یې راته تغیرکړل ایازلمی رسول مونږته داوعده راکولای شي چې په راتګ یې زمونږملي اصلاحات ترپښونه لاندي کيږي.
او بله دا چے ته وایے د ظاهرشاه هم پشتو ژبه نه وه زده ،هو بلکل د هغه نه وه زده ، همدا لامل دی چے د ھغه وخت پشتانه مامورین په پشتو ژبه مکتوب نشی لیکلی ، اوس دا راته ووایه چے ظاهرشاه د پشتنو په زیان و او که په گٹه ؟ زه خو وایم که زلمی رسول ولسمشر شی د دے پر زای چے پشتو د ارگ ژبه شی ، له ارگه به ووزی ، زکه خوارکی په پشتو نه پوهیژی ، نو مامورین مجبور دی چے نوموڑی ته مکتوب په دری ژبه ولیکی . بخنه غواڑم لیکل مے په موبایل کے کڑی دی.
اگر شما مثال پادشاهانی دگر را در مقالهء خویش ارائه نمودید
لطف کرده اول اینرا به اثبات برسانید که شخص خودش زمانیکه بلسان پشتو گپ میزند بکدام جای میرسد
و دگر هم معاونین ایشان
بیادتان باشد که اگر این خونخواران برنده شدند
اول خو فدرالیزم را سریتان میقبولانه
دوم تعصبات قومی را بنام دانشگاه و پوهنتون که امروز هم این بدبختی جریان دارد بدتر و خطرناکتر میسازد
سوم خط دیورند که مردم افغانستان باعث ننگ و عزت خود میداند انرا به پاکستان واگذار خواهد نمود
او برادران عزیز
این احمد ضیا مسعود 3 یا 4 ماه قبل همرای تلویزیون جیو پاکستان مثاحبه داشته گفته بود که موضوع دیورند باید حل فصل شود
دگر نمیدانم مقصد بیدار باشید
این که یک نفر به لسان پشتو مقاله مینویسه ضرور نیست که حقیقت و گپ اییشان قابل قبول باشد
والسلام
احمدشاه وروره بخښنه غواړم، مطالعه دي كمزوري ده، تاليبان په قوم غلځيان وو، دورانيان نه وو، تاسو دتاليبانو دمشرانو او دهغوي دوخت وزيرانو په أړه لږه مطالعه وكړي، تاسو ته به خپله څرګنده شي، او دا هم ټولو ته روښانه ده چي تاليب كومه ضربه پښتون قوم ته ورسوله په تاريخ كي داسي ضربه چا نه وه وركړي
كه چيري خبره دقوميت شي نو بيا خو زه بايد زلمي رسول ته رايه وركړم، ځكه چي په قوم دراني دي، ولو كه پښتو ژبه يي سهي نه ده زده، خو نه، ماته غلځي او دراني مهم نه دي، ما ته پښتون او خپل وطن او هيواد مهم دي، نواحمد شاه وروره دپښتنو په منځ كي د غلځي او دراني په نامه بي اتفاقي أچول ښه كار ندي، د هر څه نه مهم دپښتنو يوالي دي، نو هله به پښتانه ترقي كوي
په آخره كي درته د مرحوم باچا خان يوه ښكلي خبره مخي ته ږدم، : ((( پښتنو! يا به يو كيږو كه نه وركيږو ))) مننه
دلته خبره ده کفایت تاسی وگوری ده خپله د کزرات په وخت کی سه وکرو هغه وخت له دی وخت سره توپیر لری دی دیر د تلوالی تر تاثیر ااندی ده
Dachi da amnulla khan pshto nawa zda kho hagha bia yow qaraman wo, Zalmai rasol yani sah? Hagha kom bad ham nadei karei, wali da wols masharai ham nadei, hagha dadi twan nalari chi da pasad aw ya noro nakhalo makha wanisi, pasad ba aouj tah warasizi, amniyet ba norham kharab si. da Zalmi Rasol pa wajod ki hich taghir nasi ratlai. Yawazi aw yawazi wa Ashraf Ghani ta sah tamah sta chi taghirat rawri aw bas.
Kah Khodai nakwastah Rasol aw ya bal kas wolasmashar si, bia no da wolaswal sakhah tar wali pori da katib sakha bia tar wazir pory bah hamda ghlah par sardakar wi.
Yani sah chi da Karzi da wakht daramaran wal hagha bia ham porzai pata we.
دوستانو: دا سوله مل صيب نه ډالر خبري كوي، رشتيا خبره ده چي ډالر ډير خراب شي دي، دأفسوس مقام دي چي ځيني ليكوالان د يو څو پيسو په بدل كي خپل وجدان پلوري، ما مخكي هم ويلي وو: چي دخداي لپاره دا انفرادي سوچ پريږدۍ، دټول هيواد ګټي ته اوګورۍ
دزلمي رسول يوه كارنامه ماته وښايه چي ده پښتو يا پښتنو ته ګټه رسولي وي؟؟؟ زلمي رسول دوزارت په دوره كي څومره اصلاحات راوستل؟؟؟ ده په خپل وخت كي څومره سفارتونه له متعصبو پنجشيريانو نه پاک كړل؟؟؟ دزلمي رسول په وخت كي چي كومو سفارتونو كي پنجشيريان مسلط وو، كوم پښتون چي به ورغي په هغه به يي ملنډي وهلي، ورته ويل به يي: چي ته خو پاكستاني يي ته دلته څه كوي؟؟ دا دسفارتونو حال وو
ولي مو په زخمونو مالګي دوړوي سوله مل صيب، په ليكنه به دي ډيره خواري كړي وي خو متأسفانه بي فايدي ده
د ویبپاڼې چلوونکو ته: ډيره دخواشيني خبره ده چي زه تبصره دروليږم او تاسي نشروي نه
why you didnt publish my coment?
Salam ha!
Mn ham mannd-e biraderan-e tabserah konndagan phikr mekonam campoin konndagan-e zoulmai-e na resul ( G.m.balooch va A.m. s.mal) az tarieq-e shoray-e nasware mesoodkhelyha va ddabelkon aodola va ghayra ba vaseta-e karzai az cia ve isi ddolar ve kaldar gerefta aand.
Naqqi ba wakht zaii kadan na mi arza.Iin bacha-e sakao ba yek Naderkhan niyaz darend..
Zhwandey de vi Dr. Iqtesaddan, Emniyetchi aw da Pohy aw Teffakkur2. aalamberdar M.Ashraph Ghany Ahmedzai saheb!!
Mordah baad watan foroshan ,jasus ha ve mardomkoshha..Yani ki ha??????
سوله مل صیب
د پیل په غوږ کی بیده یی .ګرم نه یی ځکه چه د یوه بیده او معیوب زلمی رسول ملاتړی یی . هغه بیل وختونه ؤ چه مامد زیو واکمنو پښتو نه ویله خو په پښتون ولس باندی په شین زور واکمني چلوله ! دا یویشتمه پیړۍ ده نو سر خلاص کړه . چه په یوویشتمه پیړۍ کی پښتو نه وایی اوپه پښتون د واک چلولو خوب ویني نو مرګ یی په ایت الکرسي باندی روا دی نور دی لاس آزاد تر لندنه
Sock che da 70% Millat po khabara na pohigy no hagha ba sanga hewad jor kri , wrack de shi da zalmi . Da ba da Pashtano po ser bull drond poty we che bia ba werna khlass nasho
سلامونه دوستانو!
سوله مل صاحب ستاسو په اند څوګ چی خپله مورنی ژبه هیره اود پښتو ویلو،لیکلو او پښتو کولو ته یی ضرورت نه پیښیږی هغه به خپلی ژبی ته خدمت څنګه وکړای شی په داسی حال کی چی ارګ هم دنورو له خوا محاصره وی . او بله داچی مونږ ضرورت نه لرو چی د زلمی رسول په کړنو باندی پوه شو ځکه چی مو نږ تر ټولو نه بهتر کادید لرو چی په ژبه کلتور او فرهنګ موتر نورو ښه راپوهیږی.
ډیری شی خبری مو ورته لیکلی دی ماته اړتیا نشته چه نور څه ولیکم خو زه دهمدی نیوکی په څنګ کشی د تاند د تخنیکی څانګی باندی هم نیوکه کوم هغه دا چه ولی دوی داسی بیځایه او بیمفهومه لیکنی خپروی
سلا مونه او درناوی مالک سوله مل صاحب او د دده د مقالې په تا سو ټولو درنو انتقادکونکو
ښا يي تا سې دواړه غاړې به زما خوابدی شئ زه وایم دی دی په نورستا نی او ازبکی غږیدای دا ستونزه نه ده ستونزه دده نور ډیر اړخونه دی او دده ودریدل داسې یو ستر مسولیت ته په دومره حسا س وخت کې هیواد یو نوی او لوی ناورین ته ورټیل وهل دی بل دا چې کا شکې رښتیا دا دده د ښه نیته دې سیالی ته چا راوړاندې کړای وای دده تر شا ددغې فا سدې او په فساد کې ډوبې ادارې د تداوم مسا له پرته ده دا په یوه بله بڼه د کرزی او د نورو د نوی قدرت او اختیار نیول دی زه له ښا غلي مالک صا حب پو ښتم
ایا داسې کومه بیلګه را وړلی شی چې دی دی کومه ورځ له ده یا هغه نا سم عمل او یا پریکړې په ضد له کومې غونډې د اعتراض په بڼه وتلی وی ؟او یا دې کله په کومه ِغونده او یا میدیا کې د کوم غا ضب او ټو پکمار سره جګړه خو څه کوې لا اقلان د چا نوم په خوله راوړی وی؟ او یا دی ددې هیواد په ګټه کومه ښه طرحه او یا پلان چې اوس یی نمونه او بیلګه وړاندی کړی کله لرلې ده ؟ دی د ی د کنفرانسونو او ملا قا تونو بیلګې نه راوړی هغه د نورو له خوا جوړ او ده په کې برخه اخیستې ده
اوسنې زعا مت ته با ید داسې کسان ودریږی :چې هم ښه جا مع طرحه ولری او هم د ښه مدیریت او مشرتا به وړتیاوې زړور اولوړ اخلاقي بګراوند ولری چې له بده مرغه له دغو یوه هم دی برخمن نه دی
په درناوی
جانداد
دیر شه لیکنه ده الله تعالی نور هم توان درکری! په قلم دی برکت!
زلمی رسول او بې پښتو ارګ!
سرلوڅ مرادزی22.02.2014 11:13
• سوله مل په نوم « زلمی رسول او پښتو ژبه» تر سرلیک لاندې یوه لیکنه، تر سترګو تېره شوه. مقاله چې د ټاکنو په تړاو کښل شوې، هغې کې له پښتو ژبې سره د تېرو دربارونو او پاچایانو د ناوړه چلند د یو ډول ستاینې او بلخوا ددې ژبې د نه رواجېدو د لاملونو د پټولو لپاره، ښایسته ډېر ګلان کرل شوي چې دلته يي یوازې څو ګلانو ته اوبه ورکول، اړین بولم.
که څه هم په لومړی سر کې مې ځان سره وویل، څه توپیر لري، یو لیکونکي خپل نظر لیکلی او هغه يي مدني او طبیعي حق دی، خو روسته متوجه شوم چې نه، پښتنو تل داسې تېروتنه کړي او هرکله چې چا په ملي ارزښتونو او ملي ژبې پښتو ملنډې وهلې، دوی بلاپسې ګڼلې او ورڅخه ښویه تېر شوي او په دې لامل اموختیان ډېر زړور شوي او سپينسترګي او بېحیا يی له چتې وتلې ده!
بلخوا کاشکې چې ددې لیکونکی موخه، په یوه ساده خبره او چاره کې له نورو سره یوازې د خپل نظر شریکول وای، خو نوموړي په ټوله مانا هڅه کړې، د یوې مهمې چارې په اړه چې د افغانانو له هویت سره نیغ تړاو لري، د افغانانو پام بلخوا واړوي او هغه هم په داسې حساسو شېبو کې چې افغانان د ۱۳۹۳ کال ټاکنو ته تیاری نیسي.
پښتوژبه لکه نړۍ کې د نورو ملتو د ژبو پشان، د افغان ملت دهویت نه بېلېدونکی جز دی. افغانستان د خپلو نورو ملي ارزښتونو په څنګ کې، په ملي ژبه پښتو، افغانستان دی. که پښتوژبه له افغان ملت او د افغانانو له واکمنۍ او دولت څخه وویستل او یا واخیستل شي، داسې ملت ته افغان او داسې دولت ته افغان دولت نه شي ویل کېدای!
ملي ارزښتونه او ملي ژبه داسې څه نه دی چې یوڅوک يي د خلیفه له جیبه بل ته بخښښ کړي.
د ښاغلي سوله مل د لیکنې په یوه برخه کې لولو« نن سبا خبره ټوله په دې راڅرخي چې ډاکټر زلمي رسول پښتو نه ده زده او که ولسمشر شي، پښتو ژبې ته به کار ونه کړي او یا به یې د محوه کولو هڅه وکړي…. انصافا قضاوت وکړئ چې ایا د پښتو ژبې د نه زده کړې ګناه پښتو او پښتانه تباه کولای شي؟ او که د پښتو ژبې د زده کړې شرط پښتو او پښتانه ژغورلای شي؟»
زه له دغه لیکونکي پوښتم، د چا چې خپله کورنۍ، قومي او ملي ژبه زده نه وي او د لسګونو کلونو په تېریدو يي د هغې د زده کړې اراده نه وي ښودلې، ایا خدای مکړه که هغه ولسمشر شي، داسې ژبې ته په ولسمشرۍ کې هم د خدمت اراده درلودلای شي؟ ځواب منفي دی، نه هیڅکله نه!
تازه دا چې د بهرنیو چارو په وزارت کې يي پښتوژبې ته د خدمت کومه بېلګه راښودلای شې؟ لږتر لږه يی په کوم ملي او نړیوال مناسبت کې په دې ژبه، مبارکه خوله خوځولې ده؟
ازموده را ازمودن خطا نیست؟
که زلمي رسول یو عادی سړی وای، زړه يي چې هره ژبه يي ویلای، چا ورسره ګوته نه ماتوله. خو کله چې د افغانستان ولسمشرۍ ته ملاتړي او غواړي د افغانانو مشر شي، باید د هغو په ژبه، پښتو وپوهیږي!
لومړی خو دده خپله ملي او افغاني دنده وه چې د یوه افغان پتوګه يي پښتو زده وايی، دا دنده خو ده په تېرو ۶۰ ــ ۷۰ کلونو کې ترسره نکړه. کېدای شي څو نورې ژبې يي زده وي، خو خپله قومي او ملي ژبه يي هېره کړه!
اوس له ده څخه لومړۍ پوښتنه داده، چې خپله قومي او ملي ژبه يي ولې هېره کړه؟ نوموړی باید ټول هغه لاملونه، ختاوې او جفاوې چې له ده څخه يي خپله مورنۍ، قومي او ملي ژبه، پښتوهېره کړې افغانانو ته یو په یو بیان کړي او د هغو لمنځه وړلو لپاره خپل دلایل او راتلونکی کاري پلان، په تېره بیا چې ولسمشرۍ ته نوماند دی، په تفصیل سره وړاندې کړي.
همدارنګه نوموړي ولې کله چې په پښتو ژبه نه پوهېده، د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت دنده پرغاړه واخیسته؟ د بهرنیو چارو وزارت خو په بهر کې د افغانانو د ملي ګټو، ارزښتونو او هویت ښکارندوی دی، هغه څوک چې پخپله ملي ژبه پښتو ونه پوهیږي، ایا هغه پر دغه څوکۍ د کارکولو جوګه دی، ښایي وویل شي چې له پخوا دغسې دود پاتې شوی، خو نن پوښتنه دا ده ایا اوس هم موږ دغه ناسم او ملي ضد دود ته ادامه ورکړو، که ورکوو يي په کومو دلایلو؟
د مقالې لیکونکی د زلمي رسول په پښتو د نه پوهېدو د تبريي لپاره د پښتنو د پخوانو پاچاهانو بېلګې وړاندې کوي چې د ګوندې د هغوی هم پښتو زده نه وه او په دربارونو کې پاړسو ویله، نو زلمی رسول هم باید یوازې په پاړسو دربار وچلوي!
خو پوښتنه دا ده، داسې څه ولې او په کومو دلایلو تکرار شي؟
د پخوانیو پاچاهانو که پښتو زده نه وه او هغه يي نه ده پاللې، زلمي رسول ته برات نه شي ورکولای، بلکې پښتنو سره د زلمي رسول ستونزه نوره هم زیاتوي.
که پخوا په هر لامل هر یو ناسم دود پالل شوی وي، د ولس حقونه خوړل شوي وي اویا څو واکمنانو د ولس له جیبه د ولس حق بل ولس ته بخښښ کړی وي، ایا په ۲۱مه پېړۍ کې هم موږ پخپلو رایو داسې کسان واکمنۍ ته ورسوو چې تېر ناسم دود پرلپسې وپالي او ولس له خپل ریښتیني حق څخه محروم وساتي!
دلته نه وایم چې زلمی رسول او یا بل افغان دې په پاړسو، ازبکي، بلوڅي، پشه يي، نورستاني او نورو ژبو چې ټولې د هیواد ژبې دي، خبرې نه کوي. په اساسي قانون کې د ټولو ژبو حقوق خوندي دي، هلته د پښتوژبې حقوق هم خوندي دی چې د افغانستان لومړۍ، ملي او سراسري ژبه ده، نو بیا زلمی رسول د بهرنیو چارو په وزارت کې ولې دا ژبه شاته غورځوي او که ولسمشر شي نو ایا وضعه به له بیخه بدله کړي، په کومو دلایلو؟
جنګ شودیار، سر شودیار!
موږ له زلمي رسول او یا ولسمشرۍ ته د بل هر یو نوماند څخه پخوا له دې چې ارګ کې واکمن شي، د ژبو په اړه څرګنده تګلار او د هغو په تړاو د اساسي قانون پلیتوب غواړو.
خو ارګ ته له رسېدو مخکې باید د پښتوژبې د خوړل شویو حقوقو د اعادي په اړه، خپل راتلونکی پلان افغانانو ته هغه هم په پښتو ژبه بیان کړي او د پښتنو دا اندیښنه لیرې کړي. د ډېری پښتنو په اند ارګ ته د زلمي رسول په ورتګ سره به پښتو چې هسې هم په ارګ او دولت کې هېره شوې، په اداره او دولت کې نوره هم ترپښو لاندې شي!
بله خبره پښتنو سره لرم. تاسو ولې هغه چاته رایه او ووټ ورکړۍ، چې له ژبې مو کرکه لري؟
هغه څوک ولې پخپلو رایو او ووټونو ارګ ته ورسوۍ چې ستاسو په ژبه نه پوهیږي او هغه يي نه خوښیږي؟
تېر دوه ځلې پښتنو حامد کرزي ته رایه ورکړه، ایا تاسو له هغه وپوښتل چې پخپل دیارلس کلن دربار کې يي ستاسو د ژبې او نورو لومړیو حقوقو په اړه، څه ترسره کړل؟
بلخوا د زلمي رسول ستونزه یوازې له پښتو ملي ژبې سره نه ده، بلکې په نورو برخو کې هم، هغه زیاتې ستونزې لري. د هغه ټاکنیز ټیم یو لټ، بيکاره او خنثي ټیم دی چې کرزي د خپلې واکمنۍ د دوام لپاره خوښ کړی او درګرده ورته په دولتي وسایلو کمپاین کوي. داچې کرزی وايي په ټاکنو کې له هیچا ملاتړ نه کوي، خوشې خبرې دي او د پښتو دې متل ته ورته پاتیږي چې وايي « کارغه مرداره خوري او مښوکه څنډي» !
نن يي خپل ورور قیوم کرزی، د زلمي رسول بېکاره ټیم ته ورشېوه کړ او سبا به نور چې پر لیکه ولاړ دی، ورشېوه کړي!
افغانستان د راتلونکو ټاکنو له لارې په کور دننه، ژور بدلون او تحول ته اړتیا لري. افغان هیواد داسې نوي مشرتوب ته اړ دی چې هغه د کرزي واکمنۍ په توپير، په سیمه او نړۍ کې د هیواد ملي ګټې او ارزښتونه خوندي کړي، هغه وپالي او هغو ته ژمن پاتې شي.
خدای د هغه قوم برخلیک نه ښه کوي او نه بدلوي چې خپله يي د ښه توب او بدلون لپاره هلې ځلې نه کوي !
پای
ښاغلې سوله مل زه خپله ليکنه په يوڅوتوروکې رالنډومه اوس وخت دمقايسونده چې پلانکې له پلانکې سره مقايسه کوی هغه وختونه لاړل دماضی هيرول اوپه راتلوکې فکرپه کاردې ،اوس زما پښتون قوم دماضې نه ډيرې تجر بی حاصلی کړی دکوم لارښودضرورت نه وينم ، ګرانه الله پاکخپل بندګان دخپل دميندوله خيټونه ازاد پيداکړې اوپه خپل ژوند کې ټول انسانان مخيردی،که په ليکنه کی مو دټولو نوماندانو په هکله عامه معلومات وړاندکړې واې ډيربه ښواې
ښاغلی سوله مل!
د زړه له کومې درته سلام وايم، دا چې تا کومه ليکنه په ښاغلي ډاکټر رسول باندې ليکلې، د ټاکنو په وخت کې چې څوک دې ميدان ته راووځي، بايد د هغه ټول اوصاف سړی د څېړنې لاندې ونيسي.
پښتو د هېواد د ډېرکي(اکثزيت) ژبه ده، پښتون خو لا پرېږده چې د نورو ژبو درلودونکي هم بايد پښتو زده کړي. ښاغلی زلمی رسول مونږ ډېر په دې نه ملامتوو خو د زلمي رسول نورې نيمګرتياوې ځښتې زياتې دي، د هغه دماغي قوت د يوه وزارت لپاره کافي نه دی، پاتې خو لا د ولسمشرۍ لپاره.
زه په خپله د هيڅ نومان سره د دښمنۍ فکر نه لرم، ولې چې دا ټول زموږ ځورېدلي افغانان دي، خو خبره په دې کې ده چې زموږ د هېواد راتلونکی تر ټولو راته مهم دی، هغه موټر چلوونکی چې د کورس له ويلو وروسته په علمي او نظري درسونو کې بريالی راوتلی وي د هغه د موټر د ټکر کېدلو احتمال ډېر کم وي، هغه به د خپل موټر سپرلۍ روغې رمټې د خدای په اراده رسوي، فقت همدومره ويلی شم.
ما خو فکر نه کاوه چې دومره بې عقل به یې، د امان الله خان که پښتو نه وه زده هم د سلو کالو پخوانۍ خبره ده له اوس سره څه روابط لري؟ اوس یې چې نه وي زده خلک به یې ….