ادعا اسانه ده.

نظر ورکول زور نه غواړي.

شعار پر هر کونج و کنار د راپورته کېدو امکان لري، د طرحو تشریح د ډېرو د توان خبره ده، خو دې هر څه ته د عمل چوکاټ برابرول او ثابتول په نوادراتو کې راځي.

تاسو د ټولو نوماندانو د طرحو تشریحاتو ته غوږ واست، خو انصافا ووایاست چې له دوی څخه کوم یو یې پخپل بګراونډ کې د عمل کومه بېلګه لري؟ یا ایا همدا اوس اوس یې د پلان او کمپاین په محدوده کې ټولي طرحې د عمل زمینه لري؟ دا قضاوت به معقولو لوستونکو ته پرېږدو، رابه شو د ډاکټر زلمي رسول یو شمېر شعارونو ته چې تر واکمنۍ مخکې یې د عمل په جامه کې وړاندې کړی دی.

یو دا چې هغه وايي چې پنځوس فیصده حکومت به یې له ځوانانو او ښځو جوړ وي، دا هغه طرحه ده چې ده د خپل ټول مدیریت پر مهال تطبیق کړې ده، هغه که په امنیت شورا کې و یا په خارجه وزارت کې،  همېشه یې توجه ځوان قشر ته وه او د هغه د مسوولیت په چوکاټ کې تل ځوانه انرژي په حرکت کې وه او همدا اوس یې انتخاباتي ټیم اکثریت پر ځوانو مټو ولاړ دی، همدا علت دی چې ټاکنیز کمپاین یې په خورا منظمه او منسجمه توګه بریالی مخته روان دی او هره شیبه د بریاو نوي رنګونه راوړي.

د نوماندانو بل شعار د ښځو د حقونو دی، عجبه ده، هغه کاندیدان یا معاونان هم د ښځو د حقونو شعار ورکوي چې د همدوی له خوا دښځو عزت اوحقوق پایمال شوي او همېشه له نړیوالو غبرګونونو سره مخ شوي، مګر ډاکټر زلمی رسول مخکې له مخکې لا د خپلې دوهمې معاونې په توګه د محترمې حبیبه سرابي په ټاکنې سره ثابته کړې ده چې د عمل سړی دی. د ده  د کامیابۍ په صورت کې به حبیبه سرابي لکه څنګه چې د افغانستان  په تاریخ کې لومړنۍ او کامیابه والي وه، همداسې به اوله د رييس جمهور مرستیاله وي.

همداسې یې درواخلئ، هره طرحه د عمل په جامه کې

——————————-

د لیکوالو له نظر سره د تاند د دریځ یووالی ض۱روري نه دی.

14 thoughts on “زلمی رسول د نظر او عمل سړی/ اغا محمد اڅکزی”
  1. ياره نور ددي زلمي رسول بحث نو بس دومره نه ارزي دا وخت نه استفاده وكري نوري ليكني وكري عجز غريب انسان دي نور يي مه تنكوي

  2. د دروغو مزل لنډ دی، د بهرنيو چارو وزارت کې اداره د ښاغلي جاوېد لودين په لاس کې وه نه د ښاغلي زلمي رسول. کله چې زلمی رسول د بهرنيو چارو وزير شو په وزارت کې يې د جاويد لودين له هوکړې پرته يو خلی له ځايه نه شوای ښولی. راځي د زلمي رسول لپاره ايمان په سيند لاهو نه کړو. حقيقت ووايو. کله چې جناب زلمی رسول د امنيت شورا کې و، کوم يو کار یې کړی دی؟ يو کار يې د نمونې په ډول وښاياست؟ غلی کينه اڅکزی صاحب، ما ورسره کار کړی ولا که خو د دې وړ وی چې يو عادي مامور شي ته خو لا مدير او ريس، وزير ښيي، جمهوري رياست خو يې لا پرېږده.

  3. Zalmai Rasool is a useless , o Kahoo type person and over age person……I would not vote for him at all……even if he is winning….I thing he could be good doctor maybe a good SARTABEEB, but for sure not a good politician….It is shame that he does not know a word of Pashtoo you could imagine his talent..

    As a pashtoon and an Afghan politician he should have learned some Pashto.. Even Dostum and Muhaqeeq would know more Pashtoo than him….I would vote for Abdullah Abdullah, SAYYAF Sahib but not for him///

    Sorry Asakzai Sahib

  4. سلامونه
    افغانستان نيمه مثبت ديكتاتور ته ضرورت لري. او عاجز بي جرعت او ناكام انسان لكه زلمي رسول قابليت د مشري او رهبري نلري. نو هيله ده چه داسي انسانان په د او هغه نامه په مظلومو افغانان تحميل نشي او بيزايه كمپاي نونه هم ورته ونشي.

    داكتر اشرف غني حمايت كي چه راتلونكي د پشتنو او افغانانو درته وژغوري د الله ج په مرسته.
    په هيله د يوالي او سمسور افغانستان

  5. یاره بس دی نور دا څه خوشی زلمی رسول زلمی رسول کوی هره ورځ. نه د کار سړی دی او نه هم د عمل. نه په امنیت شورا کی یی داسی غټ کار وکړ او نه د بهرنیو چارو په وزرات کی. هسی د خلکو رایی ضایع کوی بل کار نه لری. چی د حامد کرزی ټول حکومت هم رایه ورته ورکړی خو به کامیابه نه شی. والسلام.

  6. یوه رایه لرم هغه زلمی رسول ته ورکوم. البته بل هر څوک هم د خپل انتخاب حق لری.

  7. Da merhai pe dey zharha ne arzi. De Kari pe telo rawan dai. Afghanistan ba pe sifer key zarb krhi. Pe domra wakht tse gulaan wekarel chey la wrusta ba tse wekrhi. Likwal ham de shno bandalo pe zor de khalko pe key de jamo sera wernenawuzi. Khpal amir ta tse jawab waye?

  8. دا زلمي رسول خو هسي يو شي دي واده هم نلري شرعاً بايد رايه ورنكري بل يي عمر تير شوي تر دي خو دا كرزي هم شه دي كرزي كه بانكونه او زمكي غصب كري بيا رسمي زبي خو يي زده وي دا زلمي رسول خو د رياست جمهوري نه اهليت لري او نه ارمان دا زوركي كانديد دي بيا تر دي نه خو رحيم وردك هم شه دي

  9. اڅکزی صاحب، ځینې کاندیدان لږ او ځينې ډېر د عمل کسان د ي خو هغه څوک چې نه نظر لري او نه عمل، هغه زلمی رسول دی. زما خو شک دی چې د ی د افغانستان ګاونډیانو د افغانستان د وېشلو او ختمولو لپاره کاندید کړی دی. ځکه چې خارجیان به وتلي وي او دی به د کار نه وي او وطن به شړېږي. کرزی لږ نور هم بې کفایته کړئ زلمی رسول ورنه جوړېږي.

  10. دا ځني خو شمرمیږي هم نه چې اوس خلک ننګوي او غوښتنه کوي چې سر مو ګرایوانو ته کړي او صادقانه د زلمی رسول برنامه وګوري. یو چا چې یوه کلمه هم خپله ملي ژبه نه وي زده د رای لیاقت لري؟؟
    ګومه برنامه ؟؟ کومه طرحه ؟
    کوم ځوانان ؟
    ما خو په بهرنیو چارو وزرات کې د ده له ماتي خولی څه نه دې اوریدلی او لیدلي چې سړي دې د ده د یوه کار په توګه یاد کړي
    تا هم په پیل کې د طرحي او برنامې نه شروع کړي خو د لیکني په پای کې لکه چې څه دې پیدا نه کړل نو حبیبه سرابی دې د ده یوه لویه لاسته راوړنه را وښوده

  11. یاره سخت غیر منطقی تحلیل دی کړی، د نړی د ستر متفکر په مقابل کی دی یو نرښځوکی تعریف کوی؟ داسی یو نر ښځوکی چی د پښتون په نوم را پورته شوی او پښتو یی نده زده..سړی شه لږ واښه وخوره.

  12. Zalmi Rasool is useless person. Please stop writing on him and please don’t use your energy on the believable things
    It’s just wasting of the time for readers and writer

  13. پرون مې د زلمي رسول یو کمپاینر ولید چې کنځلې یې ورته کولې او ویل یې څه وکړو د څو روپیو په خاطر دا کار کوم. ما ورته وویل: د ګټې سمې لارې هم شته.

  14. زما په اند له زلمی رسول سره به د شورای نظار او آی ایس آی او کرزي له لاسه شړېدلی افغانستان نور هم وشړېږي چې پایله به یې خدای مکړه د افغانستان ختمېدل وي. زه د زلمي رسول مطرح کول د افغانستان په خلاف یوه دسیسه بولم.

ځواب ورکول speen ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *