پا کستان چې تل يې د افغانستان په سياست کې د ځان په ګټه ډېر مهم رول لوبولی دا ځل نوې لوبه پيل کړې. په کابل کې يې پخواني سفير محمد صادق په لومړي ځل په افغانستان کې د پښتنو د کارونې پرځای اقليتونو ته مخه کړه او د Pro_ Minority Policy  يعني د اقليت پلوه پاليسۍ پېل کړه. په دوبۍ کې يې په يوه غونډه کې چې ډاکټر عبدالله، استاد عطا، احمد ضيا مسعود هم پکې وو پاکستاني سفير ډاډ ورکړ چې عبدالله عبدالله به په ټاکنو کې بريالی کوي. ځکه ډاکټر عبدالله د ډيورنډ د کرښې په اړه پاکستان ته ډاډ ورکړی و چې ترې تېرېږي به او د تل لپاره به دغه شخړه هواروي. د محمد صادق د دندې په وخت کې د پاکستان د تحصيلي بورسونو ډېره برخه هم د همدې اهدافو د لاس ته راوړلو لپاره د پښتنو پرځای تاجکانو او هزاره ګانو ته ورکول کېده. او همدا راز يې په همدې موخه وتلی پاکستانی ژورنالست سليم ساپی هم ان پنجشېر ته ولېږه. د احمد ضيا مسعود سره يې ځانګړې مرکه هم وکړه او څو څو ځله يې د ډيورنډ د کرښې په اړه وپوښته

د پاکستان نوی سفیر
د پاکستان نوی سفیر

خو ضيا مسعود د حالاتو د نزاکت له امله مبهوم او ګونګ ځواب ورکړ.

خو له کله نه چې د پاکستان د سفير محمد صادق د خدمت دوره پای ته ورسېده او د پاکستان په امنيت شورا کې عمومي منشي په دنده شو نو دغه اقليت پلوه پاليسي يې له سختو نيوکو لاندې راغله او د امنيت شورای يې پرېکړه وکړه چې د پښتنو له مېنځه به يو پاکستان پلوی کس ټاکنو ته دروي. له همدې امله يې په پاکستان کې د افغانستان پخوانی سفير او د کورنيو چارو اوسنی وزير عمر داودزی وهڅاوه ترڅو ځان نوماند کړي او دوی به يې ټول لګښت وګالي. خو عمر داودزی چې له پخوا د حزبيتوب او د پاکستان دپلويتوب ټاپه ورپورې وه. او ولسمشر کرزي ته د پاکستان د پخواني صدر اعظم يوسف رضا ګيلاني په ځانګړي خواست په پاکستان کې سفير ټاکل شوی و هم وړ سړی ښکاره نشو. ځکه په افغانستان کې د پاکستان پرخلاف د موجودې کرکې او فوبيا په وړاندې لا دمخه د عمر داودزي نوم بد و. او نه يې شو کولای دغه بدنامي له ځانه لرې کړي. بالاخره يې نوې لوبه پيل کړه. پاکستان ته د ولسمشر کرزي په وروستي سفر کې نواز شريف ورڅخه وغوښتل ترڅو عمر داودزی د کورنيو چارو وزير کړي نو اړيکې به مو ښه لوري ته لاړې شي. د کورنيو چارو د وزير په حيث د عمر داودزي نه د پاکستان د ستراتيژيکو اهدافو تر څنګ يوه هيله دا هم وه چې په راتلونکي کې دولتي امکانات د پاکستان د خوښې کانديد په ګټه وکاروي. له ښاغلي کرزي سره په کابل کې نواز شريف خبرې بيا بل رنګ وې. نوازشريف کابل ته په خپل وروستي سفر کې ولسمشر کرزي ته ډاډ ورکړ چې ستا د خوښې کانديد به يواځې په دې شرط حمايه کوي چې د امريکا سره له تړونه تېر شې. ولسمشر کرزي ورته د زلمي رسول د حمايت وويل. پاکستان چې زلمی رسول يې د خارجه وزارت په دوره کې ښه پېژندلای و خپلې ګټې د هغه په وجود کې خوندي ګڼلې. په دې کار سره يې له يوه پلوه د امريکا او افغانستان اړيکې خرابې کړې. او له بل پلوه يې د محمد صادق اقليت پلوه او ډيورنډ منونکې موخې ته ورسېد او د زلمي رسول په حمايه کولو يې مستقيما احمد ضيا مسعود هم خوشاله کړ. د ترکيې په وروستۍ غونډه کې نواز شريف ولسمشر کرزي ته بيا هم ډاډ ورکړی و خو ولسمشر کرزي په کابل کې د پاکستان د سفير نه شتون يوه غټه تشه وبلله. نوازشريف هم زر تر زره د نوي سفير ور معرفي کولو وعده وکړه. سيد ابرار حسين يې د همدې موخو د لاسته راوړلو لپاره په کابل کې نوی سفير وټاکه. په داسې حال کې ټاکنو ته ايله 10 ورځې پاتې دي.

جمعه خان همدرد ، وحيد الله سباوون او ميرويس ياسيني چې د پاکستان کلک پلويان دي هم دهمدې لړۍ کړۍ دي او د پاکستان په غوښتنه د زلمي رسول ملاتړ کوي.

—————————————

د لیکوالو نظرد تاند د دریځ ښکاروندويي نه کوي.

7 thoughts on “زلمی رسول د پاکستان د خوښې کانديد دی/ ميرويس پکتين”
  1. سلامونه
    دوشمن دير زيرك او فعال دي به صبره دي چه افغانان او افغانستان بايد د فقر او انارشيزم په منجلاب كي بند وي.
    او دا كار له سو لارو نه كوي يوه لار طالب حزب اسلامي گلكي بله لار اوسني حاكم ماشين اكثريت خرس شوي پشتانه لكه ياسيني سبوون جمه كي او دريمه لار چه زياته پانگونه په كوي هغه د عقليتونو زوان نسل په مرسته د جنگسالارانو چه دا خطرناك دي د راتلونكي لپاره.

    افغانستان مينو افغانانو لپاره پكار ده چه په زيركي او حوصلي سره داسي لار خپله كي چه دا دري جمع زيرك دوشمن په مقابل كي يو فكري پاسون رامنزته كي او دا كار د الله ج په مرسته شوني دي زكه دا تول له ١٠٠ كسانو زياد ندي
    زه هيله لرم چه ويش او د پوهي خاوند افغانان لاس يو كي د يوالي لار خپله كي او د زيرك دوشمن ته داسي درس وركي چه راتلونكي نسلونه هم عبرت واخلي او هم د باعزته ژوند خاوند ووسي لكه د دنيا نور خلك.
    په هيله د يوالي او سمسور افغانستان

  2. زملمی رسول د افغانانو د خوښې نوماند دی
    خو ستاسو لیکنه د پاکستان د ګټې لپاره ده

  3. ګرانه وروره ډیره ښایسته شننه دی کړی. اصلا دا زمونږ او تاسو مسولیت دی چی داسی کس چی د پاکستان اجنټ او پلوی وی اجازه ورنکړو چی سیاسی میدان ته راشی یعنی رایه خو له مونږ او تاسو سره دی. زلمی رسول، غبرګ عبدالله او سیاف ټول غلامان دی نو زلمی رسول او عبدالله خو به خاماخا د ډیورند ها خوا سیمه په اسانی چټلستان ته وسپاری پداسی حال کی چی دا د دوی صلاحیت نه بلکه د خلکو حق دی بله خبره دا چی سیاف هم د دی تورلنګیو مالګه سټلی نو دغه سړی هم دوی ته وفاداره دی د غبرګ عبدالله موخه ددی ترڅنګ د افغانستان ټوټه کول او فدرالی نظام راوستل او د پښتنو نورهم ذلیله کول دی ځکه دی به د خپل بل بادار په اشاره چی ایران دی کار وکړی ددی خبری ښه ثبوت د غبرګ عبدالله ویاند مجیب رحیمی تبصره دی چی په فیسبوک کی ټولو کتلی او مو نه وی کتلی نو يو ټیوب کی یی لټون وکړی او ددی خبیث تبصره وګورئ. نو زه له ټولو وروڼو او خویندو څخه هیله کوم چی خپل هیواد او هیوادوال له دغو لیوانو وژغوری او تر کومه چی ګورو ډاکټر اشرف غنی ددی هیواد د زعامت لپاره په دی حساسو شرایطو کی غوره سړی دی، هیله ده چی خپل رایی ضایع نه کړی او ډاکټر اشرف غنی بریالیتوب ته ورسوی. په مننه

  4. وایی پکه دا دی لا بله سپکه مونژغواړوچی د پاکستان له غلامی خلاص شو خو لکه چی دی هدف لاسته راوړل ګور ته یوسو په خدا.

  5. ستاسو په لیکنه کې خو زمونږ د پښتون قوم ټول مشران د پاکستان علام لیکلی دي دغه هغه کسان دي ډیر وخت يي د پښتون قوم مشری کړي عمر دواد زی ، زلمی رسوال ، جمعه خان همدرد ،سباون ، خرب اسلامی یو څه مشران چې نور پاتي دي د هغه نومونه به دي هم لیکلي وی او یا به د لیکلی وي ټول پښتون قوم

  6. وائي چې یو له لوږې مړ کېدو بل ئې سر ته پراټې لټولې. دا سیاسي ړوند اندو خو عجب عجب شننې شروع کړېدي، له دې چې څوک نه وي خبر چې پاکستان د مات اقتصاد له امله لغتې وهي او د راپرېوتو په حال کې دی دوي ئې اوس له امریکې او د ټلوالې څخه هم زورو ګڼي. د اشرف غني د ټیم سیاسي شنونکي لکه چې په پاکستان کې روان اقتصادي بحران څخه نه خبر دي، او ددې ترڅنګ د افغانستان د راتلونکې یواځې د امریکې په موجودیت کې ویني.

ځواب ورکول تور جان ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *