له کوچينوالي د مير جعفر او مير صادق نومونه اورم. که به چا غداري وکړه، که به څوک په خيانت تورن و، که به چا د خپلې مور وطن سره جفا وکړه نو به يې ويل دا د مير جعفر او مير صادق اولاده ده. په پاکستان، هند او بنګال کې دا ډېره تکرارېدونکې خبره ده. مير جعفر او مير صادق دوه هغه خاينې او غدارې څېرې وې چې د هند د ازادۍ په جګړه کې يې د پرنګيانو خوا ونيوله، د ميسور په جګړه کې يې د سلطان ټيپو رح ملا ماته کړه او د ازادۍ د غورځنګ وروستی څلی هم ونړېد. خو بختور يم په ژوند مې د “ميرافغان” نوم هم واورېد. د مير جعفر او مير افغان نومونه که څه هم دواړه د “مير” په مختاړي پلېږي خو په کردار کې يې ډېر لوی تفاوت دی. يوه مور خرڅه کړه، بل له مور وطن څخه د دفاع په لاره کې سر کېښود. يوه د ځان ساتنې او ځان پالنې په موخه خپل وطنوال، ناموس، نوم، عزت هر څه له پرنګي قرباني کړل بل د وطن، وطنوالو او ناموس ساتنې په موخه د پرنګي د اولادې ټرېن شوي ليوني ته غاړه ورکړه، ځان يې بايلود خو وطن يې وژغوره.

د مير افغان کيسه عادي نه ده. دا بېله خبره ده چې مونږ کله هم خپل ريښتيني اتلان نه لمانځلي نه پېژندلي. يو عسکر و، ومړ او بس؟؟؟. هېچا په دې فکر ونکړ چې مير افغان د يو ليوني ځانمرګي د مخنيوي لپاره څومره قرباني ورکړه. هېڅوک پوه نشو چې هغه په دغه ورځ څومره مېندې له بورېدو وژغورلې، څومره کورنۍ يې د غم په ټغر کېناستو ته پرېنښودې. هغه خپل ارمانونه ووژل، ځان يې شهيد کړ، مور يې بوره کړه، بچي يې يتيمان کړل خو د وطن نور کوچنيان يې بې پلاره کېدو ته پرېنښودل.

دوه ځانمرګي غېږ په غېږ شول. يو د ښار د نړولو په نيت، د انسان وژنې په نيت، وحشي فکره، تياره ذهنه، د حورو د هوس ليونی، د پرنګي په خاوره ټرېن شوی، د خلکو ژړولو ته راغلی و بل د افغانې مور بچی و، د خاورې حلالي زوی، د انسان ژغورنې درس يې له موره زده کړی و، باوجدانه مير افغان د پرهر پرهر وطن په سينه بل زخم نشو زغملای، د ځانمرګي په مخکې يې خپل مرګ ليده، غاړه يې ورکړه، ځان يې بايلود خو ښار يې وژغوره.

سياستوالو د يو عسکر د مړينې خبر ترلاسه کړ، رسنيو د يو ځانمرګي د مخنيوي خبر خپور کړ، ملا يې په نه زړه جنازه وکړه، يوې مور څو اوښکې توی کړې، د څو ماشومانو تقدير سپيره شو، يوه مېرمن بې څوکه شوه، يوه کورنۍ ونړېده، خو ښار وژغورل شو.

اخ خدايه!
دريغه چې د مير افغان په څېر د حلالي زوی پر ځای خو د پارلمان يو جاسوس مړ وای. يو خاين قومندان خو دغه درد حس کړای وای. د څوکيو په تقسيم کې خو ارګ مېشتو مشرانو د مير افغان د مور کريغې اورېدلی وای. د کوم تلويزون کامرې خو د ميرافغان د بچيو ناهيلې سترګې را خيستې وای، کوم ملا خو د دغه ستر انسان په اخروي اجر څو ټکي ويلای وای، کوم چا خو د مير افغان ياد هم لمانځلی وای.
خو نه، نه…..

په دې وطن کې عبدالحق څلورلاری شته، د مسعود څلی شته، د رباني په نوم پوهنتون شته، بوش مېډال وړلای شي، ……….. خو زما د اتل قبر به هم مالوم نه وي. پرېږده چې شاعران يې د غټانو په مرګ مرثيې وليکي، د افغان او نه افغان په سر يو بل وښکنځي، له هرې مړينې او هرې حادثې سياسي کريډت واخلي خو……

زما اتله!
رب دې مېړانه قبوله کړه. ته زما اتل يې، ژوند پرست وې، په خپل مرګ دې ښار ته د ژوند پيغام ورکړ. اوس وپوهېدم چې له زرګونو حوادثو زما وطن څنګه ژوندی وتلی. تر څو چې د دې وطن په غرو، رغو کې يو مير افغان هم وي، تل به دا افغانستان وي….

2 thoughts on “زما اتل! / نجيب ننګيال”
  1. واقعا چې دافغان غیرت اوهمت یې کړیدی.الله ج دې یې غرق رحمت کړې.هر مسلمان او هر افغان باید همدا سې همت او غیرت وکړې.
    اللهم اجعله فې زمرت النبیین والصدیقین والشهدا والصالحین

  2. پدې وطن کې اتل هغه دی چې ‌‌‌‌‌‌ډیر یې وژلي وی نه دا چې ‌‌‌‌‌‌ډیر ژغورلی

ځواب ورکول بلال واثق ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *