محمد یار یار

د سترگو د ضعف له امله له کمپیوټر سره یارانه نه شم پاللای، ځکه نو په نړیوال رسنیز جال کې کله- کله راګېرېږم، هغه هم د نژدې ملګرو له خوا.

څو ورځې مخکې مې د ټاکنو په باب له ځوان نسل سره د زړه خواله کړې وه، سروش یو  ځای خپره کړې وه، بیا یې په عکس العمل کې یوه بل ملګري د محترم ( پاڅون یاره خېل) د نقد پرنټ راته راوړ، خوند یې راکړ، ځکه په خپل ځوان نسل نور هم ډاډه شوم چې تر ډېره بریده په سړه سینه د نقد په چل پوهېږي. بله دا چې هر څه په پټو سترګو نه مني، بلکې سپیناوی غواړي. د مسایلو  په ګزو بر د ځان پوهولو هڅه کوي، خارجي نړۍ ته په ذهن کې ساده انعکاس نه ورکوي، بلکې د تحلیل تلاښ یې کوي، نتیجه ګیري کوي، کمزوري ټکي روښانوي، غیر علمي ردوي او منطقي هغه یې مني، یعنې سم دم نقد کوي.

ګران پاڅون دغسې یو چلن کړی و، په نرمه ژبه، په ارامو اعصابو، یو نیم ځای به یې زما لپاره هم (خو) خامخا وي. راځئ، تر هغه حده چې په ما اړه لري، سپینې خبرې درته وکړم. که بیا هم یو کونج منج تیاره پاته شو، بیا یې چلنج کړئ، بیا به مجبور یم وضاحت به رامخې ته کوم، ځکه سرنوشت مو مشترک دی او د مشترک سرنوشت د ګټلو لپاره مو مبارزه روانه کړې ده.

څو سپیناوي:

1-        ګران پاڅون زه سرلاری، روڼ اندی، سیاسي فعال او د کندهار بیدار زلمی رهبر بللی یم، له حسن نظره یې مننه کوم، خو د یوه ترخه تاریخي واقعیت په توګه موږ تل، سرلارو او رهبرانو تباه کړي یو، د ځان په باب چې مې دا القاب واورېدل په خپل دننه کې مې د لویې تباهکارۍ احساس وکړ، زه د یوه سرلاري فکر او ټیم غړی یم، خو کله یې مخته، کله منځ او کله هم شاته روان یم، پر روڼ اندۍ مین یم خو لا مې په برخه شوې نه ده اما له نیکه مرغه په روڼاندو پسې یم.

بې له شکه چې سیاسي فعالیت مې د ژوندانه یوازنی هدف دی او د کندهار زلمی رهبر نه بلکې د ټول افغانستان ګړندی نوکر یم، دا زما تجربه ده، هغه لذت چې د نوکرۍ په اعزاز کې دی، د رهبرۍ په مجاز کې نشته.

2-       پاڅون ورور مې سپینه خبره غواړي او پوښتنه کوي: (( تمه دا ده چې سپینه او ډانګ پېیلې یې راته ووايې، په دوی کې څوک دا ماته بېړۍ له سیند پورې ایستلی شي…

… د مشخصې سپارښتنې هیله لرو، پاکه دې یې راته ووايي، چا پسې په دې لسو کې ودرېږو چې تر بل غوره وي؟))

دلته څو ټکي سپینوم:

الف- د ټولنپوهنې پر اساس دا د پسپاته ټولنو څرګند خصوصیت وي چې ((چا)) ته تر ((څه)) ډېر اهمیت ورکوي. زه له دغه ټولنپوهنیز اصل څخه منکر نه یم او ټول اړ یو چې د خپلو سنتي اساساتو له واقعیتو سره به په یو نه یو رنګ تعامل کوو، خو د بدلانه لپاره هڅه یې هم د متعهدو وګړو حتمي دنده ده.

سپینه خبره دا ده چې سملاسي ((څوک)) هم دا ماته بېړۍ له سینده پورې ایستلی نه شي، خو په اوږده مهال کې یو ((څه)) شته چې هر څه ژغورلای شي او هغه د (( ودان افغانستان ګوند)) روښانه ستراتېژي او مفکوره ده چې هم د ګران هېواد، هم سیمې او هم د ټولې بشري نړۍ لپاره پر علمي اساساتو ولاړ ستراتېژیک انساني اهداف پکښې په نښه شوي دي، پر دې  اساس دغه ټیم یوازې د افغانستان د راتلونکو پنځو کلو لپاره فکر نه کوي، بلکې لږ تر لږه پنځه سوه کاله یې ټارګیټ ټاکلی دی اوس څنګه کولای شو چې ګوند هغو اوږدمهالو ستراتېژیکو اهدافو ته د رسېدو لپاره له دغه لنډ خطرناک زماني معبر څخه سهي سلامت وباسو؟ چې په دغو مقطعي معامله ګریو کې بدنام، لتاړ او محوه نه شو؟

په دغو ټاکنو کې د دېرش یا څلوېښت یا هم پنځوس ملیونه نفوس له منځه لس کسه راوتلي او یو به په کې انتخابېږي، خو زموږ ګناه به څه وي چې د یوه کس پر ځای ټول نفوس او د ټولو اعتماد او ښېرازي  انتخابوو؟ څوک یې ثابتولای او په خلکو یې منلای شي، چې بې شمېره ډلو ټپلو، ګوندو او تحریکونو دې له غرض و مرضه پرته بې قیدوشرطه له کاندیدانو د یوه کاندید ملاتړ نه وي کړی؟

جالبه ده، د حوت پر ۱۴مه چې د لویې جرګې په خیمه کې د حزب اسلامي د شوراګانو په نوم کومه غونډه د کاندید زلمي رسول د ملاتړ په نوم جوړه شوې وه، نو هلته د پوهنې وزیر ډاکټر فاروق د ورور شېرولي وردګ له خوا چې د ولسي جرګې غړی دی، د (خلکو ږغ) په نوم ګوند اعلان او ورسره سم یې د نوموړي د حمایت چېغه هم ووهله، څوک به یې څنګه د ولس له غمه مړ بولي؟ که د انصاف تله ستاسو په لاس وي، نو په دغسې یوه ګرم بازار کې ودان افغانستان ګوند په کوم منطق، د کوم ارمان لپاره، په کوم اعتماد ، کوم لوری باید نيولی وای؟

ب-  که زه د سپارښتنې حق ولرم، نو دموکراسي او انتخابات دې ته نه وايي، هغه چې موږ په اخته یو، خو دا هم منم چې د وضعیت تقاضا همدا ده او پیل یې طبیعتا باید همداسې وي، همداسې باید ادامه ورکړو چې بالاخره تجربه مو پخه شي او یو وخت له خیره سمه اصولي ولسواکي او ټاکنې ولرو، اما دا نو داسې هم نه کېږي چې ټول جریانات خپل سر ته پرېږدو چې هر څه خپله اتومات جوړ راجوړ شي. د دنیا سپینه او پاکه تجربه ده چې د دموکراسۍ اساس ټاکنې او د ټاکنو ستون فقرات ګوندونه دي، چې له ګوندو پرته ټاکنې کوو، ګواکې له ستونو او دېوالو پرته په هواکې د ودانۍ چت اچوو، اول موږ ته اجازه راکړئ چې د چت لپاره دېوالونه راجګ کړو او تاسو ته مو هم سپارښتنه دا ده چې پر تهداب کار راسره وکړئ، پاکه دا ده چې ودان افغانستان ګوند دغسې یو اصل دی.

ج- پاڅون زړګیه! زه نه درته وایم، چې په چا پسې ودرېږه. خو دا ګڼم چې چاپسې ولاړ يې، ډېر ښه ولاړ یې، همدا کس مه پرېږده او هر څوک چې هر چاپسې ولاړ دي، دا د هغوی مدني حق دی او له دې حقه باید هېڅوک محروم نه کړو، ځکه په جنګ کې اس نه چاغېږي، که اوس په دې بوختېږو چې د یوه بل سپکه ووایو، نو له اصلي هدف څخه ګمراه کېږو، دا یاد وساتئ چې حقایق پشت پرده، تر هغه ډېر لړزوونکي دي چې ما یې په تېره لیکنه کې یادونه کړې، خو زه فکر کوم چې په اوسنۍ زماني مقطع کې یې تر دې زیات بربنډول د وطن او ملت په درد نه خوري، بلکې لا سرخوږی جوړوي، نو سپارښتنه دا ده چې هر څه په سړه سینه وزغمو، له حالاتو زده کړه وکړو، پر اساساتو کار وکړو او یو د بل همکار واوسو.

دا جالبه هم واورئ چې موږ د محترم ډاکټر اشرف غني احمدزي له علمي نظریاتو څخه پر یوه باندې عملا کار روان کړی دی، د هغه په تېره دوره کې هم پر دې ټینګار او زموږ سره یې پخه ژمنه وه چې افغانستان له دوو- درو قوي ملي ګوندونو پرته نه جوړېږي او تر ټاکنو وروسته به مو اساسي کار همدا وي، تر ټاکنو وروسته ډاکټر صاحب د پوځي لېږد په مهمه پروسه بوخت شو، اوس یې بیا د افغانستان د ثبات لپاره همدا نظر دی، نو موږ له دوو- درو څخه پر یوه ګوند دا کار روان کړی دی، هر څوک چې د ډاکټر صاحب افکارو ته معتقد او متعهد وي، رادې شي او د هغه د دا یوه په عملي کولو کې دې راسره همکار شي.

3-         پاڅون ورور مې مخاطب کړی یم: (( یاره! د هغه کاندید چې د خپلو فرهنګي یارانو په منځ کې یې پر نوم اخیستلو شرمېږي او د ملاتړ غږ یې نشي کولای، له ملاتړه یې هم تېر شه، ځکه له تا موږ تر دې ډېره تمه لرو))

د ده له انده زما د خوښې د کاندید په اړه وايي: (( ټول پوهېږو چې څوک یادوې، خو د تاریخ جبر ته ګوره چې زموږ د دې یار د خوښې کاندید دومره نېک نامه دی چې ښاغلی یار یې په څرګنده د نوم یادولو جرائت نه کوي.))

د لیکنې په ځېنو نورو برخو کې زما د خوښې کاندید رامعرفي کوي: (( په غیر مستقیمه توګه یې هڅه کړې ده څو د زلمي رسول دفاع وکړي… تر دې ماته له زلمي رسول او قیوم خان څخه بله کلکه دفاع نه ښکاري.))

یو څو وضاحته:

الف- ښایي قیوم خان،  د هغه ملګري، زما یاران او ټول هغه کسان چې زما په تېر ژوند  چې هر چاته مې هر څه روښانه دي، خبر وي، ټول به تعجب وکړي چې دا محمد یار لکه چې لېونی شوی چې بې ښه او بده د قیوم خان ملاتړ هم نه، بلکې دفاع یې کوي، مګر زما مخالفت او موافقت له هر چا سر د افغانستان د ګټو پر اساس دی، ملت باید هم ما او هم بل هر څوک د دغو ګټو د ساتنې لپاره د خپل مخالفت او موافقت د منطق په وضاحت مجبور کړي.

ب- اعتراف کوم چې له خپلو دوستانو او انډیوالانو سره په شخصي ژوند کې ډېرې کمزورۍ لرم، ډېر اشتباهات مې کړي او په ډېرو یې شرمېږم خو د هېواد او ولس په باب تر دې دمه په هره فیصله او مبارزه، هر مخالفت او موافقت ځکه ویاړم  چې هر وطنپرست ورته هڅولی یم، که دا ثابته شي نو دا به مې اول وار وي چې جرئت نه کوم او شرمېږم چې خپل کاندید نه شم معرفي کولای، دا ډېره په زړه پورې موضوع ده. که منطقي فکر وکړو نو هغه څوک چې ته د خپل کاندید په توګه معرفي کولای نه شې، نو هغه په اصل کې ستا کاندید نه دی او نه هغه تا خپل کمپاینر ټاکي او نه دې په ملاتړ پورې زړه تړي.

عجبه ده ولسمشر او چارواکي چې د قانون له مخې حق نه لري بیا هم علني د یوه او بل کاندید حمایت کوي او دولتي امکانات یې په اختیار کې ورکوي، زه چې قانوني محدودیت هم نه لرم ولې د خپل کاندید لپاره ونه ځغلم او بیا نو زه، وشرمېږم؟

ج- زلمی رسول مې د خپل ټول ملت په څېر، تر نامه، وظیفې او قبیلې ها خواته نور نه پېژاند او په دغو اوصافو مې هم ډېر وروسته وپېژندئ او دا درې سره ځانګړنې زما لپاره لوړ ملي ارزښتونه نه دي او زما د ژوند سر لوحه پر خپلو افاقي هېوادنیو ګټو باندې قربانېدل دي.

کاشکې د یوې روښانه کیسې، هغه هم د ځان په باب، په بیان نه وای مجبور. په تېره دوره ولسمشرۍټاکنو کې چې پر کندهار باندې یو اهریمن حاکم و، انس و جن یې له هیبته بېځایه سپوڼ نه شوای وهلای. ډاکټر اشرف غني احمدزی یې په مقابل کې جدي کاندید و، ما هماغلته د   معامله ګرو پر ضد د ملي شرف د ژغورنې په نوم له خپلو، وطن او ملت ته متعهدو ملګرو سره د خپل ژوند تحفه د ډاکتر صاحب په مخکې، پرته له کوم قیدو شرطه کښېښووله.

تاسو څه فکر کوئ، د هغه اهریمن د بدمعاشانو د خرتوبۍ د لغتو، د بوکسونو د درب و درز، زما د خپلو لکړو د ګوزارونو او د هغوی د تربیې مطابق د ښکنځلو، د هغوی د تورو امریکایي توپنچو د ګېټونو  د خړچ و خړوچ، زما د ملګرو سینو او زما ککرۍ ته یې د چوښکو د نښان د نندارې او مخته په موټر کې د امنیه قومندانۍ د پولیسو مشرانو د تماشې کیفیت به څنګه وي؟ د دې مزه د بیان وړ نه ده، څوک چې یې د خوند شوق ولري، مګر خپله یې تجربه کړي، وروسته خبر شوم چې له دغو بدمعاشانو څخه ځېنې یې ترور شول، که یې څوک پاته وي یا مړه، خپل حق مې ځکه وربخښلی دی، چې زما د لېونۍ مبارزې پر لمن یې د حقانیت پخه ټاپه ووهله، هغوی که زه پر ځمکه نه وای راغورځولی، نو ما به د ولاړېدو چل نه وای زده کړی، هغوی که په ما د مرګ منظر نه وای لیدلی، نو ما به ژوند ته د عشق نظر نه وای ور اړولی، هغوی که زه سپک کړی نه وای، نو ما به د درنښت معنا نه وای کشف کړې. هغوی که زه رټلی نه وای نو ما به د بغاوت امتحان څنګه ورکولای؟ هغوی که بهانه په لاس نه وای راکړې، نو د فرعونیت په مقابل کې به زما د چېغو دلیل څه و؟؟ او….

په هماغو خونړیو شېبو کې محترم ډاکټر اشرف غني احمدزي ټلیفون راوکړ، د ډاکټر او مرستې یې راته وویل، ما هم هلته او هم بیا په کابل کې د ده د دارالامان په کور کې د پنځلسو ځوانانو په مخکې، چې هغوی هم شکر ژوندي دي، په داسې حال کې مې ورته وویل چې، په وهلو ټکولو کې مې خپل د شکېدلي ساعت یوازې د ماشین حصه د یادګار په توګه ورته ډالۍ کړه چې: موږ ستاسو څخه هېڅ نه غواړو، دا ساعت واخله او له هرې ثانیې څخه یې د خپل بریالیتوب لپاره کار واخله، ځکه وخت ډېر په سرعت سره منډې وهي او موږ ته ډېر کار ګوري، موږ خپلې وینې د دې لپاره تویوو چې ته زموږ د وینو په سمندر کې د خپل واک بېړۍ تر ارګه ورسوې، ته به زموږ د زخم پر وخت زموږ لپاره د ډاکټر او روغتون فکر نه کوې، د مرګ مهال به مو دعا او فاتحې ته نه راځې، ځکه موږ د خپلو زحمتونو او مړینې په قیمت ټاکلي هدف ته ستا رسېدل غواړو او ته به هم زموږ له قربانۍ څخه سمه استفاده کوې او وخت به نه ضایع کوې. تر کامیابۍ وروسته که دې پوښتنه او دعا کوله خو واه واه، که نه هېڅ، خو د وطن د نجات تعهد ته به ټول وخت ځانګړی کوې.

مګر:

نه دې د ویلو هغه څه چې ما لیدلي دي

زه ډېر تعجب کوم چې زما یاران له زلمي رسول څخه زما د ملاتړ پروپاګنډ د خپل کوم بد لیدلي خوب په توګه تعبیروي؟ که چا د ده په کومه عمومي یا خصوصي جلسه کې لیدلی یم، که په ټول ژوند کې مې مخامخ د هغه څېره یو څرک هم تر نظر تېره شوې وي، که مې چا لکړه مازې د هغه په چارچوب ور اوښتې لیدلې وي، ان که د چا د هغه د دفتر په شاوخوا کې هسې تر سترګو شوی یم او… خپل خون مې ور بخښلی دی، که زما دوستان وايي چې له ملاتړه یې تېر شه، نو چې ورتېر شوی نه یم، ځنې تېر  څنګه شم؟

ټولو ته معلومه ده چې ودان افغانستان ګوند د خپل تحلیل او محاسبې پر اساس د خپلو ټولو ملګرو په مطلق اکثریت اتفاق نظر سره بې طرفي اعلان کړه او خپلو ملګرو ته یې د ګوند د اصولو په رعایت سره د خپل انتخاب لاره پرانیستې پرېښوده، خو ما د خپلې شخصي محاسبې پر بنسټ فیصله وکړه چې له هیچا سره نه یم، بلکې خپله انرژي د ګوند پر پرمختګ، قوت او لا اعتبار لګوم، ځکه زه د افغانستان راتلونکې د ګوند له ستراتېژیک فکر سره تړلی وینم، نه له موجودو کاندیدانو سره.

کمپاین، ملاتړ او دفاع خو هغه ته وایي چې په تېره دوره کې مې د ډاکټر اشرف غني لپاره وکړه او زه یې د خپلې انساني مبارزې تر ټولو ویاړلی څپرکی ګڼم.

ما په تېره لیکنه کې د واقعیتونو له مخه پرده لېرې کړې وه او د کرزي پر چل ول او له زلمي رسول څخه د هغه د حمایت ادعا مې کړې وه او دا ټولو ته مالومه ده چې ناقانونه کار دی او ناقانونه کار طبعا غندلی وی، نو دې کې د حمایت څرک څنګه لګېدلای شي؟ او که بیا یې هم زما خوا��وږي حمایت بولي او ما ور ځنې منع کوي، نو زه منع یم، زه د خدای جل جلاله په حضور کې له پاڅون ورور، نورو ټولو هغو وطن مینو سره چې ما پر غلطه روان بولي، له وطن او ملت سره د خپل وجدان په ژبه پخه ژمنه کوم چې زما رایه به د زلمي رسول په صندوق کې نه لوېږي.

ماته د زلمي رسول تر ټول کش و پش د ګران جلال امرخېل هغه یو شعر بهتره دی چې هارون پاچا ویلی او زما د وطن د ډېرو انسانانو زړونو ته یې خوښۍ ور بخښلې دي.

ماته تر لسو کاندیدانو خپل جبار فراز په مراتبو غوره دی، ځکه چې د وطن لپاره د ده اخلاص، قربانۍ او محبت راته ثابت دی، خو کاندیدان د اینده خبره راته کوي.

زه د زړه سر ارشاد رغاند له لسو کاندیدانو سره نه شم مقایسه کولای ځکه له دغه ځوان سره د افغانستان د رغونې امیدونه تړلي دي، خو له لسو کاندیدانو سره د ورانۍ بېره او تر لسو کاندیدانو راته پاڅون یاره خېل مهم دی، ځکه دی راته د معقول نقد په ژبه د سرلوړۍ لار ښيي، خو د هغوی له شره امان غواړم.

اوس خو وضعیت همداسې دی، ماته خو بل چل نه راځي، چې هر څوک د مشورې لپاره راځي، زه پخپل ذهن وضعیت ورته تشریح کوم، بیا یې فکري تمایل ته ګورم چې هرې خوا ته و، هغې ته یې هڅوم، هیڅوک د هغه له ټاکلې لارې نه راګرځوم، فقط پر دې ټکي ټینګار ورته کوم چې لار به نه پرېږدې. درېږې به نه، یوه لار به خامخا په خوله ورکوې او پر بله لار روان سړی به نه غندې او نه به یې سپکوې، ځکه دوې میاشتې وروسته له خیره، خامخا بیا یوه دښت  ته وتونکي یو، هلته به یو له کاندیدانو واک ته رسېدلی وي، زموږ سره به نه وي، الیافي کسانو به یو شمېر معاملې ورسره کړې وي، هم به راسره نه به وي.

او ځېنې به یې هسې هم زموږ په درد نه خوري، همدا موږ ځوانان به سره پاته یو، که مو په موجودو کمپاینو کې سره ښکنځلي او کږلي نه وي، نو په ناپایه ورک بیابان کې به په جګو سترګو او په ګډه د ودان افغانستان لار انتخابوو.

4-                       د وروستۍ خبرې په توګه مې پاڅون اشنا، زما د خولې خبره راوړي او بیا زما پر اروا برابره توصیه راته کوي: (( دا خپله د محمدیار د خولې خبره ده چې که له قبیلوي سیاسته راونه وځو، نو ملت کېدلی نه شو، اوس همدا سپارښتنه، زه ګران محمدیار ته کوم چې ګرانه یاره! یو ویشتمه پېړۍ ده په پوهې او تدبیر پسې به ځو. مهمه نه ده چې د تدبیر کس د کوم ځای او کومې سیمې دی؟ په څراغ پسې به ځو، دې ته به نه ګورو چې څراغ چاسره دی؟ کنه نو دا ماته بېړۍ یو ځای ډوبه بوله…))

بېشکه چې د نښې منځ همداسې ویشتل کېږي، خو د بېړۍ د ډوبېدو تصور ته به هیڅکله په ذهن کې ځای نه ورکوو ځکه:

څو چې دا ځمکه اسمان وي

څو چې دا جهان ودان وي

څو چې ژوند پر دې جهان وي

څو چې پاته یو افغان وي

تل به دا افغانستان وي

تل به دا افغانستان وي

یو پسرلی په کنړ سین مشاعره کې د کندهاري شاعر په صفت بلنه راکول شوه، ما وویل چې کندهاری نه یم، افغان یم، ګل دادا وژړل، ویاند خجل شو، وروسته چې یې خپلې بلنې ته هر څه پرتوګ ور اغوسته، ما ویل، ځه بچیه ما خپل پیام ورساوه.

په کندهار کې یو شمېر ځوانان بله هېڅ ستونزه نه راسره لري، یوازې یې په دې ګناه کبیره نیولی یم چې ولې یوازې کندهاری نه یم، ولې تر غونډ افغانستان قربان یم.

د خال- خال غربي مېشتي ملګري، ان یو نیم مشر راباندې اعتراض وي چې باید دومره هم ملي نشم چې سیمه ییز رنګ بایلم، ځکه دوی راته وایي، په ملي خو به دې هیڅوک هم و نه مني، سیمه ییز چانس به دې هم له لاسه ورکړی وي، زما سر ټمبګي دا ده چې سیمه ییز معیار مې ستاسو په پګړیو کې در ایښی دی.

د قیامت په ورځ به هم ځان د سیمې زندان ته محسوب نه کړم او په ملي سټنډرډ کې هم که کوم د سړیتوب کار راڅخه وشي، نه د پاداش توقع لرم او نه یې حق، بس د وجدان او دماغ د سکون خبره ده، دا په هر صورت راته میسره ده.

راغلو د څراغ او لاس کیسې ته، اول خو د یوه مسلمان په صفت د حضرت امام حسن بصري (رح) دا فرموده راته تر ټولو لوی ارزښت دی چې: د هغه چا چې دوې ورځې مساوي وي، تاواني دی او هغه چې نن یې تر پرون بتره وي، لعنتي دي.

پرون مې له ډاکتر اشرف غني احمدزي سره ثابته کړه چې له رڼا سره مې کار دی، نه له لاس سره، که نن د سیمې او قبیلې د مرداریو کوهي ته ولوېږم، نو لعنتي به یم، چې شکر دی نه یم.

بل زېری دا درکوم چې نن د ګلوبلایزېشن د واقعیت په رڼا کې معامله تر ملت هم ورپورته شوې او دا د زمان نازولی جبر دی چې د بشري معراج پر خوا به ورځو او دا د معاصرې متمدنې نړۍ موډرن دود دی او د دغه دود په انساني ارزښت زموږ اروپا میشتي وطنوال ډېر ښه پوهېږي، پر همدغه اساس ودان افغانستان ګوند، نړۍ د بشر ګډ کور ګڼي او د نړۍ ټول ملتونه وروڼه.

د خدای جل جلاله ښه دې له ټولو سره وي.

راتلونکې زموږ ده.

7 thoughts on “زما رایه / محمد یار یار”
  1. فکر کوم په کندهار ښار که می له محمد یار سره له نږدی څو واره لیدنه شوی وی په (2008-2007) کاال که، خو زما پلار چه د ده او د ده د ملګرو له مشاعری نه مښام کورته راستنیدو نو د ده او د ده ملګرو په صفت ویلو به نه مړیده ویل به چه: (ډیر با استعداده تکړه ځوانان، د ښه فکر او نظر خاوندان،د ملی احساس درلودونکی او داسی نور صفنونه به یی کول) ، خو یوازینی ګیله یی دا وه چه ویل به یی چه: ولی دغه ځوانان یوازی تر ټولنو او مشاعرو پوری محدود دی او لږ مخکی نه ورتیریږی … خو اوس فکر کوم چه د (پیاوړی صاحب) دا ارمان هم پوره شوو… او یوه غوښتنه له محمد یار څخه کوم هغه دا که چیری د یو ښه کاندید ملاتړ ونه کړو نو لری نه ده چه یو وار بیا د 1990 کلونو خواته ولاړ شوو او په نتیجه که به یی زموږ او د ټولو افغانانو هیلی او ارمانونه له خاورو سره خاوری شی او بیا به داسی وخت وی چه نه به ودان افغانستان ګوند څه کولی شی او نه هم وران ګوندونه …. نو په کار ده چه په اوسنی وخت که انتخاباتو په د لوی مسولیت که خپل رغنده رول تر سره کړو او ورپسی ودان افغانستان ګوند په زریعه افغانستان ودان ګړو

  2. د محمد یار په صداقت او پاکۍ باندې باید باور ولرو او البته د ګوند فیصله یې د منلو نه ده. دا ګوند چې په انتخاباتو کې بې طرفه وي، د فسادیانو په غندلو کې بې طرفه وي، د ظلم او ستم په مقابله کې بې طرفه وي، نو، د څه لپاره جوړ دی؟

  3. اول خو السلام عليكم ورحمة الله وبركاته. محترم يار صاحب پر لاس دي بركت او قلم دي روان واوسيږه. الله ج دي ودان ودان لري

  4. ما تر اوسه پوري د يوه كندهاري ليكنه هم ونه ليده،چي د داكتر اشرف غني صيب لژكي صفت يي هم كري وي،زينو يي له معدي سره كار وي ته به وايي چ تول كندهار داكتران دي،زيني يي پدي گرموي چي ولي يي دوستم په خپل انتحابتي بهير كي راگد كر، خو يو هم ددي خبري زواب نه وايي چي همدا د كندهاريانو خاموشي وه چي اشرف غني يي ديته مجبور كر چي دستم ته لأس وراوگد كري او دا خو يي لا مزه كوي چي په تاكنو كي زان بيخي شريكوي نه،دا او ديته ورته عادتونه د ارواپوهني له نظره دير شكونه رامنز ته كوي، زه خو دا مانا تري احلم چي كه كندهاري مشر وي نو پختو هم شته افغانستان هم شته كه مشر نه وي ، بيا په افغانستان كي هيس پختانه نشته،همدا وجه ده چي د نورو سيمو پختانه هم دي خبري په تشويش كي اچولي دي
    هيله ده چي كندهاري ليكوالان به نور خپل لالوز بند كري ،زكه چي مونگ د كرزي لالا تيره پاچهي هم وليده او راتلونكي انتحاب يي هم وينو

  5. People;
    Plz stay on the topic.
    Do libel, insult or degrade people from one area or another.
    Election is a choice that you are legally entitled to make, so do not mention people from South, East or West here. If people like a candidate, they will vote for him for his political, economic and futuristic plans, otherwise they will not waste their time at all. People from Kandahar or Helmand do not vote for Dostum because Dostum has became a DOSTUM when he was killing the people of Kandahar during Dr. Najib’s Government, and also after the collapse of Taliban Regime. Najib brought Dostum, and alienated his fellow Pashtuns. Kandaharis are silent because they know the real face of Dostum Millitia from 80s. Only a damned head will vote for his dire enemy not a normal one. I guess that is the reason why people of Kandahar are sensitive to the cynic choice made by Doctor Ashraf Ghani. Afghanistan is a small nation. It has a poor, unstable and illiterate population. Afghanistan need to follow a delicate path to position itself in the global market, politics, economy and future. There is no need for East, West or South Divisions. I guess many Afghans think that they do not have enough problems so the SUN is going around them.
    Anyway, vote for candidate of your choice as wish…

  6. محمد یار صیب! تاسې یادونه کړې چې د ګوند د پالیسۍ له مخې مونږ بې پري یو. بیا خو ستاسو دګوند موخې څه دي. پدې کاندیدانو کې د سر سړی لرو باید ترې ننګه وشي او باید ټول وهڅول شي. چې هغه ته رایه ورکړي ترڅو مو هیواد له ۱۳ کلنۍ بدمرغۍ څخه وځي.

  7. I LOVE YOU YAR YAR YAR YAR YAR YAR YAR YOU ARE REALLY AN AFGHAN BEFORE KANDAHARI AND I AM AFTER YOU NOT KANDAHARI AN AFGHAN AND LOVE ALL AFGHANISTAN NOT KANDAHAR I AM FEELING PRIDE OF YOU AND WILL BE MUHAMMAD YAR YAR YOU ARE A NATIONAL APPEREANCE TO AFGHANS.

ځواب ورکول Shamshad Zadran ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *