نجیب الله آزاد

تاریخ د دې شاهد دی چې هیوادونه تل د ککریو په قربانۍ جوړ سوي دي لاکن زه د نړۍ هر تاریخپوه چېلنجوم که یوه هم داسې قرباني را وښيي چې د پاکستان د جوړښت لپاره دې ورکول سوي وي. څرنګه چې دا هیواد یوه فکر رامنځته کړی په دغه ډول دا هیواد یو ځانګړی فکر په مخ وړي او که یې یو نه سي نو د ده وجود اصلاً نه پایي (ډو اور ډای).

زموږ ولس، زموږ سیاسیون او هر چارواکی تل بس یوازې د پاکستان ضد نارې وهي چې دا نارې په خپله زموږ پر کمزورتیا دلالت کوي او ممکن هغه خلک به په رسنیو کې زموږ پر دې نارو خاندي او خوند به پر اخلي.

څرنګه چې د ښرموښکۍ ساده خواړه د مچ لپاره قیامت دی په دغه ډول د انساني طبیعت او نفس تر ټولو ستر خاصیت دا دی چې د یوه هیواد یا ملت اتل دې د بل هیواد لپاره وحشي او قاتل وي، که سکندر اعظم د یونان دیوتا او اتل و خو د نورو ملتونو لپاره بیا قهر، وحشت، ویره او قیامت و، په دغه ډول که منګولیان نن هم د چنګیز مجسمې ته د احترام او ستروالي سر ټیټوي نو نور ملتونه بیا د هغه د ظلمونو داستانونه له یوه نسله بل نسل ته انتقالوي. د پاکستان استخبارتي شبکه (اسټبلشمنټ) که زموږ لپاره فرعون او یزید دی نو د پنجاب او انګریز لپاره اتل او تابعدار بچی دی. دوی د خپلې پالیسۍ او ګټو په چوکاټ کې ځان ته پوره حق او براءت ورکړی چې هغه څه ته چې زه تور وایم د ده لپاره باید سپین وي او دغسې هم ده.

د لومړۍ نړیوالې جګړې تر ټولو مشهورې جاسوسې ماتا هري نه وروسته د دوهمې نړیوالې جګړې تر ټولو ستر او ځیرګ جاسوس (جرمن ژورنالست او ډپلومات) جونا برون یو ځل له هټلره وپوښتل چې هغه څوک دي چې د ده په اند تر ټولو بد خلک دي او دی ځنې سخت نفرت کوي، هټلر ځواب ورکړ چې د نړۍ بدترین خلک هغه وو چې زما سره یې د خپلو هیوادونو په ماتیدو کې مرسته وکړه.

زموږ هیواد د هغه وزر سوځلي پتنګ مثال لري چې هر څومره سوځوي هغومره د اوور په لور ټوپونه وهي، موږ تل ټوله پړه پر پاکستان اچولې که زموږ په میلونونه افغانانو د څو خرڅ سوو مشرانو په لمڅون لسیزې وړاندې هر هغه څه کول چې نن یې د طالب په نوم بل افغان کوي هغلته هم موږ یوازې پاکستان غندی، نن که بیا هغه پروني غداران د واک پر ګدۍ ناست زما د ولس پر سر معاملې کوي نو دوی هم پاکستان غندي، له دې خبرې سره مې د کابل په کانفرنس کې د محمود خان اڅکزي هغه خبره را په یاد سوه چې د خپلې وینا پر مهال یې سیاف ته وویل: (ته خو نو ای ایس ای) ډیر ښه پيژنې او نن سیاف هم ای ایس ای ضد قصیدې وایي.

اوس که را وګرځو د کابل دې روانو خونړیو پیښو ته نو له ولسمشره تر ولسه د هر چا پر خوله یوازې یوه خبره ده او هغه ده پاکستان پاکستان پاکستان او پاکستان…..

کله چې د نظامي مسئولیتونو خبره راسي نو هر پخوانی تقاعد او تاریختیر منصبدار دغه نارې وهي چې ماته دې سل عسکره په لاس راکي ته یې بیا ګوره چې طالب د اسلام آباد تر کونې تیروم او کنه…که ته داسې غښتلی وای نو نن به دې هره ورځ اووته کړي کالي په تن په پارلمان کې د وزیر د تایدي لپاره زرګونه ډالر نه اخیستل…که ته داسې غښتلی وای نو هغه مهال چې ته برحاله جنرال وې او ستا په وینا د منطقې تر ټولو غښتلې اردو دې په لاس کې وه په میاشت کې دننه به په ماسکو، کوټه او پیښور کې نه مهاجر کیدې.

که چیرې دغه د نظامي پیاوړتیا او په جګړه کې د مخته یا شاته تګ پوښتنه له اوسني برحاله چارواکي څخه کیږي نو هغه په ځغرنده وایي چې زه هوایي قوواء نه لرم…کافي وسلې او سرتیرې نه لرم، د اکمالاتو لپاره بودیجه نه لرم نو زما عسکر به د دوښمن په وړاندې څنګه وجنګیږي…نوموړی دا څرګندونې په داسې لهجه کوي چې ګواکې له طالب سره پاکستانۍ اټم بم دی.

زموږ اصلي دوښمن نه پاکستان دی او نه د پاکستان لاس پوڅی طالب بلکې زموږ اصلي او ډیر ښکاره دوښمن زموږ په نظام کې موجود هر دوهم مامور، مدیر، رئیس او وزیر دی. څرنګه چې مې پورته یادونه وکړه چې هیوادونه د ککریو په قربانۍ جوړیږي لاکن زموږ ولس هره ورځ د هغې قربانۍ ښکار کیږي چې ده یې له وړاندې هیڅ اراده نه لرله بس یوه ټکه راغله او د ده پر سر وموښته. دلته موږ هره ورځ مرو لاکن د څه لپاره؟ د کوم دریځ لپاره د کوم افغانیت لپاره؟ (هغه کلیواله اصطلاح را په یاد سوه چې هسې په بیستو کې ځو).

کله چې یو عام غریب افغان په خپل کور کې یوه خټیزه خونه ودانوي نو یې پولیس یوه خواته او د ښاروالۍ مامور بلې خوا ته سر ته ولاړ وي چې (حق ما را بتې). د تذکرې له اخیستلو نیولې بیا تر هر لوی وړوکي قانوني کاره داسې څه امکان نه لري چې بې (حق ما) دې وسي. څرنګه چې په موږ کې هر یو وطن ته کور وایي لاکن کور څه چې د ګاونډ د کور حیثیت مو هم نه دی ورکړی. کله چې په کور کې پلار، مور، زوی او ورور هر یو بل ته غله وي، د یوه د کفن څخه یې هم غلا کوو نو بیدیا به د غلیم ځواب ښه ووایو. کله چې له وکیله بیا تر وزیره، له ماموره بیا تر رئیسه ستا د خپل کور په خټو کې له تا پیسې غواړي او په لسو افغانیو هم سرپه نه کوي نو به د څو زرو یا لکو په بدل کې ستا تر کوره ولې ځانمرګی نه راولي. استخبارات د هر هیواد د ملا تیر وي دا اداره د کور د دیوالونه او چت مثال لري لاکن زموږ استخبارات په قامي تعصب ولاړه اداره ده دوی خپله ټوله انرجي په دې مصرفوي چې څرنګه په هیواد کې دننه د نورو ژبو قامونه خپل سیالان وګڼې تر څو وځپول سي. په نظام کې دننه مو هر ساعت پر موقف او لګښتونو چنې وهل کیږي، هر ولایت او هرې ولسوالۍ ته د موقف او پیسو ورکولو په نوم ناندرۍ روانې وي، خو بلې خوا ته بیا د بودیجې د نه شتون او خزانې د تشوالي غږ مو د نړۍ تر هر هیواده ورسید، نو په داسې حال کې یوه هیواد ته هم دا نه ښایي چې ته دې د بیا رغونې او په ورته نورو پروژو بودیجه مصرف کړې، له پیړیو د خټو په کو��ونو کې اوسیدو، پياز او مړۍ مو خوړلې هیڅ نه دي راسوي نو نن هم دا کار کولی سو، نه بریښنا غواړو او نه هم سړک، نه زرې موټرغواړو نه باید بلند منزلې وغواړو، دولت باید اویا سلنه بودیجه په اردو، پولیس او استخباراتو ولګوي، بیا به ګورو چې څنګه دا افغان ځواک خپل د کور حریم نه ساتي او په تور مخ کې له ورایه ښکاره ژړ غاښونه نه ماتوي، لاکن دا کار یوازې او یوازې هغه مهال شونی دی چې په دولت کې هر افغان افغان سي هغه که مامور وي او که وزیر، که وکیل او که سناتور، ځکه له دولته دباندې عام ولس یې چې دولت ته ور نه کړي ترې غواړي یې نه. فلهذا په اوسني حالت کې زموږ تر ټولو ستر دوښمن په دولت کې کارکوونکي هغه ښاماران، غله او فاسدین دي چې د یوې افغانۍ په وړاندې خپل نن او سبا دواړه پلوري، تر څو چې دوی افغانان نه سي او هغه درد چې عام ملکي افغان یې هره ورځ احساسوي احساس نه کړي هم به پاکستان وي او هم طالبان.

د سوکاله او سرلوړي افغانستان په هیله…

4 thoughts on “زما قاتل پاکستان نه بلکې افغانان دي/ نجیب الله آزاد”
  1. ښاغلی آزاد صاحب ستاسو حضور ته سلامونه وړاندی کوم. ستاسو لیکنی ډیری په زړه پوری دی او تر ډیره زه هم ستاسو له نظر سره موافق یم .
    البته ما به پخوا فکر کاوو چی دا زمونږ دولت ولی خپل مخالفین وژنی دا خو ظلم دی او په هغوی به می زړه خوږیده خو اوس پوه شوم چی د افغانستان د دولت مخالفین د پردیو ګوډاګیان او جاسوسان دی ، همدا دوی دی چی زمونږ نسلونه په یو او بل نوم وژنی ، کله د مجاهد ، کله اخوان او کله طالب نوم پر ځان ږدی او بیا په بیغمه زړه د افغانانو وژلو ته دوام ورکوی او په مقابل کی یی د افغانستان دښمنان خوشحالوی. د پخوانیو دولتونو ملاتړی یواځی شوروی اتحاد وو او تقریبا ټوله نړۍ یی مخالف لوری کی ولاړه وه ، په مخالفینو هم د وسلو باران وو هم د پيسو او هم د ژوندیو انسانانو او مدافعینو . زمونږ ټول هیواد وال هم له دولت سره په مخالفت و جنګ کی بوخت وو نو ځکه پخوانی جنرالان بریالی نشول چی دوی د پنجاب له کونی تیر کړی. اما نن کیسه بل ډول ده . تقریبا ټول افغانان د هغوی سره مخالفت لری او له هیواده دباندی یواځی پنجاب ، ایران او ډیر کم شمیر نور هیوادونه د افغانستان د خلکو او دولت له مخالفینو سره ملاتړ او همدردی لری. د دوی سلاح هم د پخوا په شان زیاته او مدرنه نه ده ، په مقابل کی همدا کمزوری دوه سری دولت ولاړ دی چی خپلی او ملی ګټی نشی سره تفکیک کولی.

    مونږ په پښتو کی د ټ او ت او همدا راز د د او ډ حرفونه او غږونه لرو چی هر یو یی باید په خپل ځای کی استعمال شی . مثلا که د تول پر ځای چی وزن کول دی ټول ولیکو بله معنی ورکوی . همدا راز که د « دیر » پر ځای چی د یو ځای نوم دی « ډیر » ولیکو بیاهم بله معنی ورکوی .
    د « دیپلومات » کلمه هم له یونانی نه فرانسوی ته راغلی او مونږ یی هم د فرانسوی کلمی او مفهوم په معنی پيژنو او په خپله ژبه کی یی د « ديپلومات » په شکل لیکو ، همداسی د « هتلر » نوم چی د یو جرمن پخوانی ولسمشر نوم دی په غلط شکل سره لیکل درست ندی ، د ټ او ډ تلفظ په انګلیسی ، اردو ، هندی او پښتو ژبه کی شته . شاهین افغان

  2. چطور میتوانیم یک آدم کش را با یک رشوت خور مقایسه کنیم؟ دشمنان اصلی مردم افغانستان همین وحشی های به اسم طالب و القاعده و داعش هستند و بلی ها همه قبول دارند که اکثریت این وحشی صفتان از همین ولایات افغانستان هستند .

  3. آقای راستگو…
    وقت رشوت خور، فاسدین و دذدها در نظام نه باشد نظام بر پاه ایستاده میشود و وقت که نظام ایستاده و محکم شد جلو این قاتلین گرفته میشود.. ما تا یه حالا یک ملت نیستیم. ما تا حالا بر سر تذکره الیکترونیمی جنگ داریم. و از یاد نه رود که اینهای که امروز فاسدین و رشوت خور اند دیروز قاتلین بدترین اجنتهای ای ایس ای چور و چپاول کنندهگان و بر ناموس مردم تجاوز کنندهگان بودن و هستن.

ځواب ورکول عبدالرحیم موسی زی ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *