تاسو ټول پوهیږی چی د بی پایله جګړی د پښتون قوم جړه ویستله او هره ورځ یی په کاله د غم ویر خپور وی.دا چی نن تاسو قوم په ما باور کړی او زه مو د خپل قوم د مشر په توګه ټاکلی یم منندوی یم.تر ننه چی هر څوک د پښتون قوم د مشر په توګه دریدلی یواځي اویواځي یی د قوم ته پرته له بربادی بل څه نه دی راوړی.نن ماته اجازه راکړی چی د هیواد د نورو قومونو له مشرانو سره کینم او د روان ناورین په هکله ورسره وغږیږم.پښتنو ما ته اجازه راکړه او باور یی راباندی وکړ چی د دوی د استازی په توګه د خیر ګام اوچت کړم او دا باور یی راباندی وکړ تر څو زه د دوی په استازیتوب سره وغږیږم.دا ټولو ته مالومه ده چی پښتانه په زړه ډیر صادق او په قول ولاړ ولس دی نو د باور او قول ته په کتو سره ما هم ځان سره دا پریکړه وکړه چی تر ننه که پښتون هر چا تیر ایستلی دی او د دوی په ژوندانه یی لوبی کړی خو زه به د ددوی له باور او قول څخه ناوړه ګټه نه پورته کوم او دا شان پریکړی ته به د نورو قومونو سره رسیږم تر څو نور د پښتون په کور کی د سولی او پرمختګ ټغر خپور شی .
ما د هیواد ټولو قومونو مشران راوبلل او له دوی څخه می وغوښتل چی راشی او سره کینو تر څو د روانی بی پایله جګړی چی ګټه یی بل پورته کوی او پکی وژل کیږو،بی کوره کیږو او بی ارزښته کیږی زمونږ د هیواد ولس .مشرانو زما بلنه ومنله او له ژمنی سره سم په ټاکلی وخت سره راغلل.وروسته له روغ او بړ څخه د هیواد دود ته په کتو سره له قومی مشرانو څخه می د افغانی دود سره سم د دوی ښه هرکلی وکړ او له دوی څخه می وغوښتل چی زما خبرو ته غوږ شی او یوی پایلی ته سره ورسیږو.غونډه می د (بسم الله الرحمن الرحیم))او دالله(ج) په ثنا سره پیل کړه.((
درنو مشرانو تر ټولو لومړی په ډیر درنښت سره له تاسو څخه می غوښتنه دا ده چی نن ما پریږیدی چی په پښتو ژبه تاسو ته خپلی خبری و اوروم او ما ته د خبرو په سر،منځ او یا پایله کی مه وایاست چی مونږ پښتو نه پوهیږو په فارسی ووایه چی زما به هر څه هیر شی او د خبرو کولو تسلسل به می ګډوډ شی او د غونډی پایله به مو خدای مه کړه بی پایله شی.درنو او د قدر وړ مشرانو زما د هیواد درنو ورونو لکه څرنګه چی ټول پوهیږو د افغانستان په حغرافیایی جوړښت کی ټول د یوه کور غړی په توګه سره ژوند کوو ،رب مویو،دین مو یو،ښادی او غم مو یو او د هیواد په هر څه کی سره یو یو.راځی نن په ریښتیا او د زړه له تله ګام اوچت کړو او خپل هیواد او ولس له جګړی څخه وژغورو هر یو په ریښتینی توګه په خپل ولس زړه سوی وکړو او نور دوی له جګړی وژغورو.ولس په مونږ اوتاسو باور کړی مونږ یی د خپلو استازو په توګه منلی یو ،مونږ باید نور د دوی په ژوندانه لوبی ونه کړو.
سوله کی مو عزت دی ،سوله کی مو پرمختګ دی او په سوله کی کولای شو د سیالانو سیال شو.زما خبرو پای وموند او د نورو قومونو مشرانو هر یوه په خپل وار سره خبری پیل کړی او ټولو همدا راته وویل چی يواځی او یواځی پښتانه جګړه کوی،پښتانه پلونه،سړکونه،ښوونځی،روغتیایی مرکزونه،انتحاری بریدونه،چاودنی او وژنی کوی او د نورو قومونو د پرمختګ مخه نیسی.ویناوی خلاصی شوی او دوی زما پریکړی ته په تمه ول.ما هم دوی ته وویل چی لامل د تاسو د ورانی او تباهی پښتون دی نو زه دا ژمنه درسره کوم چی سره له نن څخه به دا هیواد تاسو ته پریږدو چی نور تاسو ارامه ژوند ولری.
قوم ما ته په تمه وو کله چی ناسته تمامه شوه ټول راڅخه پوښتنه وکړه چی ستا فیصله څه ده ؟ما خپل قوم ته کړل چی نور افغانستان پریږدو او ځو ترینه مونږ نوی ژوند یواځی پیلوو ،هلته به ټول پښتو وایو ،هلته به سوله وی هلته به د چا لپاره مونږ نه وژل کیږو ،هلته به د نورو د ګټو لپاره د سوند توکی نه یو،هلته به مو بچی ارامه ساه وباسی.پښتنو ته می مخ کړ چی تاسو زه مشر کړی یم ،تاسو په ما باور دی او تاسو زما پریکړه منی؟پښتنو ټولو په یوه خوله راته کړل هو.نو ما هم دوی ته وویل چی نور افغانستان پریږدو دوی ته او مونږ ترینه کډه کیږو .ټولو راسره ومنله خو هر یوه ویل چی مونږ به افغانستان ورته پریږدو خو دوی یی ساتلی .مونږ له افغانستان څخه کډه شوو نوی ژوند مو پیل کړ ،دلته نو اوس سوله او وروولی ده.اوس نو زه سر هسکی مشر وم ښه پریکړه می کړی وه ټول قوم می په سوله او سوکالی کی ژوند کاوو.((د الله اکبر غږ شو پاڅیدم او څیر شوم چی ملا د سهار د لمانځه اذان وایی اوږد اسویلی می ویست او له ځان سره می وویل چی ای کاش ژر نه وی سهار شوی.))
مونږ سوله غواړ
تابع صیب پښتنو ځینې په همدې سترګه ګوري، خو چې پښتانه ورسره نه وي په خدای که یې څوک لا د تنفس ایستلو ته لا پرېږدي