څه وخت مخکې پر فیسبوک اوازه خپره سوه، چې اطلاعات و فرهنګ وزارت د چادرۍ پر استعمال له دې امله بندیز لګولی، چې ترهګر ترې استفاده کوي.
سم دستي فیسبوک تندو غبرګونونو ونیو، او موږ بې له دې چې د خبرې رښتیا او درواغ مالوم کړو، د نیوکو باران مو جوړ کړ او پر حکومت د الحاد، بې لارۍ د ترویج، فحشا د خپرولو ټاپې ولګېدي. ښه سو، تر مازدیګره کیسه مالومه سوه، حکومت دا کیسه رد کړه او موږ هم د همیشنې عادت له مخې له منډې وروسته خپل خپل غوږ وکتی، چې ولا غوږ راپوري دی، چا نه دئ وړی ناحقه مو پایڅې راټولې کړې وي، کنې نن به بیا مظاهرې وې، لارې به تړلې وې او ځګونه به مو غورځول.
فرض به کړو، حکومت رښتیا همداسې دی او همداسې یې کړي وو،
اوس راځو دې ته، چې چادري چا بدنامه کړه؟!! حکومت ته دا بهانه چا په لاس ورکړه، چې بندېز ورباندې ولګوي؟!!
ددې کار اصلي عاملین څوک دي؟ موږ ولې هغو ته د ملامت ګوته نه نیسو؟
ښکاره او تر لمر سپینه ده، چې زموږ د نورو ټولو بدبختیو په شان دا ابتکار او نوښت(!) هم د ټالیب جان برکت دی.
ټالیب نه دی، ددې وطن د بربادۍ پهلوان دی، هغه په دې وطن کې د شکر ځای ودراوی، هغوی یوازي د وطن تر مادي شتمنۍ بم نه کړ لاندې، بلکې دې وطن ټول ارزښتونه یې لکه چادري بدنام کړل.
که ټالب له د خپلې مور و خور له چادرۍ په استفادې، بم نه وای ښخ کړای، په چادرۍ کې یې څوک مه وای وژلی، د مور په چادرۍ کې تښتېدلی مه وای؛
که تر چادرۍ د طالب جان برېت مه وای راوتلي؛
چادري به چا څه کوله، چادرۍ ته خو دلته خلک په احترام قایل وو.
ځکه؛
چادري خو د افغاني خویندو و میندو د مظلومیت او مهربانۍ سمبول وو، دلته حتی د سر د دښمن د تورسرو زورول او بې احترامي بې ننګي او بې غیرتي وه.
دلته له چادرۍ ویره نه وه موجوده ځکه چادري د افغان مهربانه خویندو و میندو لباس وو، د هغه مهربانو انسانانو چې د عاطفې مجسمې دي، چې له جنګه یې کرکه له دې لنډۍ هم مالومولای سئ:
د تور ټوپکو استاکاره
د ښو ځوانانو خون به ستا په غاړه وینه
دلته جنګ د نارینوو وی، دوی که په خپل منځ کې هر څه سره کول، خو ښځو و ماشومانو ته چا بد هم نه کتل.
ځکه دا مظلومه، بې دفاع او بې ګناه طبقه وه.
دلته که به دې له دښمن سره ښځه او ماشومان وو، خلاص وو، سر یې په امن وو.
خو؛
د ټالیب جهات هیڅ اصول نلري، هغه نه د جنګ اصول پېژني نه د دښمنۍ اخلاق لري.
ټالیب بزدل دښمن دی
ځکه پلار یې د ماشومانو مخ ته حلال کړ، ښځه یې په داسې حال کې چې د خاوند د سر خیر یې غوښت او پلو یې پر غوړولي وو له هغه سره یو ځای تر تیغ تېره کړه، او په سلهاوو داسې نورې نارواوې.
اوس یو دا چادري نسوه چې ټالیب جان غول کې وکړو
حسابۍ یې، درښیم یې:
#مسجد چې د خدای کور وو، او له هر ډوله تاوانه خوندي وو، هلته یې ځان والواځاوه په همدې مسجد کې پر لمانځه ولاړ مسلمان یې شهید کړ.
#قرانکریم چې د الله مقدس کلام دی، بم یې پکې کیښود او په مسجد کې یې خپل دښمن پرې ټوټې ټوټې کړ.
#پګړۍ یا لونګۍ چي د پښتانه د عزت سمبول دی، که به له چا په خطا ولوېده یا ونړیده، ویل به یې خدای ته مې عزت ته خیر کړې، په زور خو که به چا ونړوله خو د بدی زیری وو، خو نن په هر دروازه د پښتانه لونګۍ نړېږي چې بم یې نه وي پکې راوړی
ځکه ټالیب له پنجاب سره ددې وطن د بدنامۍ ا و بربادۍ ټیکه وهلې، هغه ددې وطن په هر ارزښت کې غول وکړل.
ټالیب نه دی، ددې وطن د بربادۍ پهلوان دی.
ــــــــــــــ
دا خو یوازې هغه نارواې وې چې زما په یاد وې، نور که ستاسې یاد وي ویې لیکئ.
سلامونه،
چادري خو اصلاََ پښتني یا افغاني کلتور نه و،او له هندوستان یا پنجاب څخه راغلی،
دپښتنواواصلي افغانانومېرمنوپوړنی=سالو=ټيکری و
غیر له طالبه دا نورو تالپنما ګانو هم ترینه سوء استفادې کړي لکه دا څه وخت مخکې د قیساري کنتیباشیانو هم چادریو کې ځانونه پیچلي و او مظاهرې ېې کولې، همداسې پخوا …
او دطالب یا پنجابي تورلینګیو له چادري نه زیات نور افغاني ارزښتونه لکه جغرافیه،خاوره، اوبو،لرګیو، ځنګلونو، موزیمونو،حتی دبامیانوبت، ښارونو، ښوونځیو او روغتونونو سوزولو ، ژبې!!!، او +هغه انساني جنایتونه چې پورته یوسف خان شعور ساب یاد کړي؛هم له مینځه وړلو صرفه نه ده کړې او د بوریا لاندې د تالیپنما ګانو سره د ستمیانو، نضاریانو ،فارشیستانو سره (غزنی!) د بوسو لاندې معاملې کوي او د اسلام برباد په امر مکه او مدینه او او.آی.سي نه مني خو؛ چین،روس آی اس آی او انګریزو امریکه مني!!
و آخر دعوانا ان الحمد لله رب العالمین. الفاتحه.