پلانی زنده باد، بستانی مرده باد، زموږ تقریباً ټولو سیاسي فعالانو ته چې اکثره یې له بده مرغه سیاست په واقعي اوعلمي ډول نه پېژني، تردې دوو جنډو لاندې مزل او ددې شعارونو  بدرګه کول ورته د سیاست اصلي او واحده لاره ښکاري.

د خلق، پرچم، پخوانیو مجاهدینو او ځینو نورو ډلو یو شمېر هوښیار کسان چې ژوندي پاتې دي پخپلو لیکنو، ویناوو او مرکو کې که هره موضوع بحث کوي، یوه خبره یې خوندوره وي، چې:((موږ تېروتو، د دوو لویو طاقتونو د ګټو قرباني شوو، نور باید افغانان دا غلطه تجربه تکراره نکړي.))

که څه هم دوی به پدې اعتراف د هغو زیانونو له مسوولیته پوره ځان خلاص نه کړای شي، چې افغانستان، افغان ملت او څو نسلونو ته یې د خپلو احساساتي ایډیالوژیو د مستې او بې هوشې ملګرۍ له کبله رسولي، خو دا چې خپله غلطي مني او نورو ته د باتجربه خلکو په حیث یوه ښه توصیه کوي کور یې ودان، پدې وطن کې پرخپلې غلطۍ هغه هم د سیاسي فعالانو لخوا اعتراف د قدر وړ مسله ده.

خو خواشینونکې ده، چې  له دغو پښېمانیو او وروسته وېښ شوو خلکو نه زموږ اوسني سیاسي فعالان  او لوبغاړي  پخپل ذهن او وجود کې  د زده کړې او تجربې اخیستو ظرفیت ندی تولید کړی.

ځینې داسې خلک ډېروخت راته د پېغور په ډول وایي، چې څنګه سړی یې اوسه پورې دې ایډیال شخصیت نه دی معلوم، خلک ورځ کې څومره نوو سیاسي ډلو سره معرفي کېږي، ته لا یوه ګوند ته هم نه یې ورغلی؟

دوی سره منطق ویل اړتیا او ګټه دواړه نه لري، ځکه خو په خندا او خاموشه خوله یې له څنګه تېریږم.

په دوی کې یوه لویه برخه یې پر دوو بلاکونو وېشل شوي، یو د جګړې یو طرف، بل بل طرف. کرۍ ورځ یو بل پسې کنځلې کوي، د یو بل د مړو انځورونه او د وژونکو تصویرونه او د دوی په نظر پرکارنامو شخوند وهي.

ددې سیاسیونو(!) سیاسي شعور دومره ټیټ او د تشویش وړ دی، چې ډېر وخت خو له خپلې جغرافیې د باندې مسایلو سره هم د ړندو سترګو ملګري او مخالفتونه کوي، دوی چې په ټولنیزو شبکو کې څارې، ګومان درځي چې د زنده باد او مرده باد د جهتونو لپاره  کومې نېک نامې نړیوالې مرجع د دندې او رسمي مکلفیت له مخې د مسایلو د داسې عاجلې ارزونې او ذهنیت جوړونې کار ورسپارلی.

دا حالت افسوس راولي، چې په کومه ګناه داسې بې فکره ژوندي موجودات مو په نصیب شوي؟

له ځینو مشرانو مې اوریدلي او په کتابونو کې هم شته، چې د پخوانیو افراطي او احساساتي جریانونو خلک هم اکثرو دغسې کارونه کول.

هغه کارونه، چې نن یې په کولو  پښېمانه دي او د ملت د تباهۍ په عواملو کې یې مني.

ددې پښېمانو خلکو اوسني ځای ناستي باید د تاریخ له دې مستند تکراره تجربه واخلي، کنه بیابه یې د دې لوبې له ختمیدو وروسته پښېماني بې ځایه او قانع کوونکي نه وي.

One thought on “زموږ بې شعوره سیاسیون/ ارشاد رغاند”

ځواب ورکول محمد علي نادان ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *