وايي، بخت د هر چا د کور دروازه ټک ټکوي؛ خو چا ته دا نه وايي، چې د دروازې تر شا څوک ولاړ دی او شاید ډېر کله د کور څښتن په دې خاطر دروازه بیرته نه کړې چې ښايي کوم سوالګر وي. پوهان وايي، هغه فرصتونه چې په ژوند کې مو نه لرل دومر ځورونکي نه وي، مګر هغه فرصتونه چې لرل مو او استفاده مو ترې ونه کړه خورا ځورونکي وي.

زموږ ښوونځی له کلي لرې په یوې حوارې غونډې جوړ شوی وه، د ښوونځي یوې خواته لویه هدیره او دریو خواوو ته یې لوړې خړې او حوارې غونډې وي. دې ښوونځي احاطه نه لرله نو د کوم زده کوونکي چې به د کوم ښوونکي ساعت نه خوښېده ټولګي ته د ښوونکي له راتګه وړاندې به له ټولګي را ووت او د تېښتې مخه یې هسې  هم  چا نه شوه نیولی. خپله هم د ښوونځي نه ډېر راتښتیدلی یم د ریاضي له مضمونه مې زړه شین وه؛ خو د جغرافیه او جیولوجي مضمون چې زما ډېر خوښېده او د همدې مضامینو د ښوونکي هر اړخیزې پوهې او پخو تجربو مې د دې مضامینو سره مینه لا زیاته کړې وه.

ښوونکي د هېواد طبعي شتمنۍ غرونه، سیندونه، ځنګلونه، کانونه او نورې  په ډېرې لیوالتیا تعریفولې، ښوونکي ډېر ښه هنري ذوق لره تل به یې په خبرو کې د کانونو او ځنګلونو په اړه ښکلي مثالونه ورکول او د درس موضوع به یې دومره انځوریزه کړه چې زده کوونکو به داسې احساس کاوه چې همدا اوس په ټولګي کې د جګدلک د سرو یاقوتو ننداره کوي.

ښوونکي د هېواد په هر ځای کې د موجوده کانونو څخه لیدنې کړې وې او تل به یې دخپلو تجربو او مشاهدو پر مټ د یوه هېواد په اقتصادي وده کې د کانونو په ارزښت خبرې کولې، ښوونکي به چې کله هم درس پای ته ورسوه؛ نو په ډېر ناهیلې انداز به یې وویل، افسوس چې زموږ د هېواد له کانونو څخه په فني ډول تر اوسه چا استفاده نه ده کړې.  د ښوونکي درس چې بې اغېزې نه وي د ټولګي په زده کوونکو کې به په یوه نیم د ښوونکي خبرو ډېر تاثیر کړی وه، نو د هېواد کانونه به ورته د سرو زرو خزانې ښکاره شوې، وار له واره به یې غږ کړ استاده ! چې دا دومره قیمته شی دی ولې یې حکومت نه راباسي؟

د ښوونکي ژوند چې د تودو سړو زېږنده وه ډېر معقول او قانع کوونکي ځوابونه به یې ویل، د زده کوونکي د پوښتنې په ځواب کې به یې په هېواد کې د تېرو شوو پاچاهانو په تاریخ نقد پیل کړ، له شاهي کورنۍ به بې را پیل کړ تر کمونستانو مجاهدینو، طالبانو او د نن په واکمن نظام به یې خبرې پای ته ورسولې، ښوونکي د واکمن نظام په اړه د نورو ښوونکو په څېر افراطي نظر نه لره، فقط دومره به یې وویل، څه به یې کړو د پراخو ځنګلونو لویو سیندونو د ډېرو کانونو څښتنان یوو؛ خو د دیموکراسۍ په دې نظام کې مو هم سوکړک (جواری) په ډوډۍ بدل نه شو.

درنو هیوادوالو! نن مو بخت د کور دروازه ټکولې او د دې وخت راسېدلی، چې له موجوده فرصته ګټه واخلو نه دا چې که دغه فرصت له لاسه ورکړو او راتلونکي کې ورپسې بیا لاسونه مروړو، د غني منابعو لرونکی دا هېواد به تر کومه د نړۍ د میلیاردونو ډالرو پوروړی وي؛ نو له دې وروسته هر اړخېزې ودې او پراختیا ته اړتیا لرو. د هېواد د اقتصادي بنسټونو رغول او په پښو درول د ډاکټر اشرف غني احمدزي د تګلارې له لومړیتوبونو څخه دي او دا انسان د الله ج په مرسته کولای شي چې زموږ د خوار اقتصاد د غني کېدو هیلي پوره کړي. ډاکټر غني د اقتصاد جوړونې په برخه کې ښه ماضي لري او نه یوازې د هېواد بلکې د نړیوالو لپاره یې چې کوم اقتصادي پلانونه او طرحې جوړ کړي هغه هېوادونه اوس د نړۍ د غښتلو او بډایه اقتصاد لرونکو هېوادونو سره سیالي کوي.

راځئ چې سر له ننه د دې ستر انسان ملا ور وتړو او د افکارو یې قدردانی او درناوی وکړو.

خوشال بابا وايي:

د خوشال قدر که اوس په هېڅ چا نشته

پس له مرګه بې یاد کړي ډېر عالم

افغان ملت ژوندی ملت دی او ژوندي ملتونه تل ژوندي نمانځي او تر شا یې درېږي.

د نړۍ د دوهم ستر مفکر ډاکټر اشرف غني احمدزي د بریا په هیله

6 thoughts on “زموږ د خوار اقـتصاد د غني کېدو هیلې/ خالد تکل”
  1. تکل صیب ډیره په زړه پوری لیکنه مو کړی ده دا دافغانانوډیرناوړه عادت ده چی په ژوندوپسی ډري غږوی چی بیامړشی بیایی په ستایلونه مړیږی لکه غازی امان الله خان،ډاکترنجیب الله همداسی نور نور.هغه په پښتوکی یو متل دی(په ژوندون ښه راسره وکړه چی مړشم په ډیران می وغورځوه)په دې هيله چې هېواد يو ځلې بيا د افغانيت واسلاميت په سپیڅلې پياوړې روحيې سره راټول او سره يو موټی شي او د قومي، سمتي، ژبني او مذهبي وسياسي هر ډول تعصب او زهرجنو تبليغاتو ته د پاي ټکی کېښوول شي. په دې هيله چې د ولس او حکومت ترمينځ سره نه پرېکونکې اړيکه بيا ټينگه شي او هیواد راتلونکې اداره د مصلحتونو پر ځای د اهليت، مسلکيتوب، پوهې، تجربې او کاري اهليت پر بنسټ ورغول شي دا یوستر،سپیڅلې، پياوړې او دنړی دوهم متفکرته اړتیالری نوراځی چی په ګډه غنی احمدزی ته رایه ورکړوترڅوپه راتلونکی کی غنی افغانیستان ولرو.

  2. دا رشتیا خبره ده چی نن مو دروازی بخت ټوکوی خو تری استفاده وکړوو
    خو زه یوه خبره کوم هغه دا چی دا کوم خلک او ملګری چی دا خبری کوی هغوی کارت نه وی اخستی نو تر سو چی مو کارت نه وی اخستی نو دی فرصت نه کټه نشو اخستلی ..
    باید وس هم وخت دی دا ملګری کارت واخلی ..

  3. خلک دخاورو څخه زر جوړ کړي
    مونږ بد قسمته یو سره زر خاورې کوونه

    ګل سوری، سوری کړم د اغزو نه څه ګيله ده
    خپلو په اور وسوم دپردو نه څه ګيله ده

    په ژوندون کې موزما ونه کړو قدر
    پس له مرګه مې بيا مه ژاړئ په قبر
    په ژوندون کې مې په کاڼو، ګټو ولئ
    خړو خاورو نه مې هم کړئ بيا زړه صبر

  4. ښاغلی اشرف غنی احمدزی د افغانستان د اوسنی کړکیچ د حل لپاره د یوه ښه حاذق او تجربه لرونکی طبیب په شان دی . کوم طبیب چی د ناروغ په رنځ پوه شی سم درمل او دارو ورته ورکوی او ناروغ ژر پری تداوی کیدی شی.
    ښاغلی اشرف غنی احمدزی هم کولای شی زمونږ د ټولنی او هیواد اساسی مشکلاتو ته د حل کلی پیدا کړی. که زمونږ ټول هیواد وال له تعقل او عدالت نه کار واخلی او سم تصمیم ونیسو ، انشا الله چی په ډیر ژر وخت کی به ګران افغانستان په یوه پرمختللی او سمسور هیواد بدل شی. ایران او د منځنی ختیځ هیوادونه هم 50-60 کاله پخوا دنړۍ له بیرته پاته هیوادونو له جملی نه ول. خواوس د نفتو په کشف او استخراج سره د نړۍ له بډایه او پرمختللیو هیوادونو له ډلی نه دی.
    که زمونږ نیکونو د شاه زمان خان، سید جمال الدین افغان، غازی امان الله خان او نورو په هیواد مینو کسانو قدر او اهمیت پوهیدلی وای ، نن به زمونږ حال داسی نه وو. که زمونږ ننی نسل هم دا اشتباه تکرار کړی 50 کاله وروسته به بیا پښیمانه یو چی هیڅ به هم په لاس نه راځی. د ښاغلی اشرف غنی په بریالیتوب سره به مونږ ټول افغانان بریالی شو . په هیواد کی به سوله راشی ، اقتصاد به پرمختګ وکړی، هیواد به له تجزیی نه وژغورل شی، قومی او سمتی اختلافات به ورک شی ، د جګړو ځای به اقتصادی سیالی ونیسی او زمونږ د ګاوډیو تخریبی او ویجاړونکی باندینی سیاست به په سوله ایزی ، اقتصادی او انسانی همکاری تبدیلی شی. کار به د کار او مسلک خاوندانو ته وسپارل شی . د یوه واحد ، پرمختللی ، خپلواک او سوله ایز افغانستان د جوړیدو په هیله.

ځواب ورکول سلطان ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *