د افغانستان د تېرڅلویښت کلن سیاست د ترټولو بدو اړخونو په اړه مختلف تحلیلونه او نظریات وړاندې کیږي،خو زما په نظر په دې دومره موده کې پرافراط د ټولو سیاسي بهیرونو او نظریو بارول به زموږ د سیاسي او واک غوښتونکو جریانونو ترټولو بد عمل وي.

د دې بدعمل تکرار له بده مرغه تراوسه پورې دوام لري او موږ یې په نتیجه کې اوس هم هره ورځ د هېواد د بدبخته کیدو او نورو زیانونو شاهدان یوو.

ولې افراط؟

دا خبره په ځغرده او جرئت سره کول او منل ضرور دي،چې افراط  له پخوا څخه تریوه حده زموږ یو بدټولنیزخاصیت دی.

د تاریخ په مختلفو پړاوونو کې زموږ هوښیارو دښمنانو د دغه خاصیت د ښه درک له کبله هڅه کړې او بریالي شوي،چې زموږ دا خاصیت لا تقویه او زموږ د بربادۍ لپاره وکاروي.

په افغانستان کې د هرې ناکامۍ د تاریخ په منځ کې افراط ځانګړی او د یادونې وړمقام لري.

کم لوستي،خوشباوري،پردودیزو ارزښتونو کلک او نه ماتیدونکی باورد هرلوري په خدمت کې موجود افراط سره زموږ د کلک تعهد او قربانۍ لوی عوامل دي.

د افراط کلیمه زیات وخت زموږ سیاسي او واک غوښتونکي جریانونه یو بل ته کاروي او هریو خپل مخالف لوری دغې اصطلاح ته په ډېرعمل او تعهد تورنوي.

خو واقعیت دا دی،چې موږ او حتی د افراط خلاف د مبارزې او عمل مدعیانو مو هم افراط سره که ښي یا کیڼ اړخ ته و،افراطي چلند کړی دی.

تراوسه پورې د مختلفو نظریاتو او عقایدو اړوند جریانونه له دغه مضرخاصیت سره د ملګرتیا په کولو سره غواړي،د خلکو له احساساتو او ملاتړ څخه د ځان په ګټه منفي استفاده وکړي.

افراط ته زموږ د سیاسي او نظریاتي جریانونو د پناه وړلو لوی سبب د دوی بې منطقي توب،ناپوهي او بې پلاني ده.

دوی نه شي کولای په قانع کوونکو دلایلو او ساده الفاظو سره ولس پرځان مات او له ملاتړه یې واک ته د رسیدو لپاره ګټه واخلي.

ځکه خو کله د کور،کالي،ډوډۍ کله د اسلام،جهاد او جنت،کله د اسلامي شریعت د نفاذ او فساد ورکولو او کله هم د دیموکراسۍ،ولسواکۍ او ازادۍ په نوم افراطي چلند کوي.

زموږ خلک د خپل افراطي طبیعت له مخې د دې پرځای چې د افراطي شعارونو او جریانونو عملي اړخ او پایلې یې وسنجوي،اکثره وخت د شعارونو قربانیان شوي او له یوې بدمرغۍ څخه د خلاصون په هیله یې د بلې بدمرغۍ لمنې ته ځانونه غورځولي دي.

دا څوک نه شي ردولی،چې زموږ په بدمرغه کولو کې ګاونډیانو،نړیوالو اود بدمرغۍ راوړنکو جریانونو هریوه له موږ سره خیانت،ظلم او تحمیل کړی،خو دا هم باید د یوه واقعیت په توګه ومنو،چې په هره بدمرغۍ کې د ولس په  توګه موږ هم په کافي اندازه ونډه او دخالت لرو.

د خلاصون یوه لاره

له افراط څخه د خلاصون یوه اسانه لاره دا کیدای شي،چې زموږ لوستی قشر د افراطي کړیو د رامنځته کیدو تاریخچې او عوامل په دقت سره مطالعه او په پوره استدلال سره یې ولس ته معرفي کړي.

دوی باید د سیاست ساده او اسانه ماناوې هم له ولس سره ترممکنه حده پورې شریکې او پردې یې وپوهوي،چې سیاست ترپایه دوست او دښمن نه لري.

په سیاست کې اختلاف زموږ له کلیوالي اختلافاتو سره چې سریې دښمنۍ او وژنو ته رسیږي،توپېرلري او داسې څه عملونه او جنایتونه چې د سیاست په نوم په افغانستان کې شوي،د سیاست خلاف افراطي او غیرانساني عملونه وو.

له افراطه د خلاصون لپاره باید زموږ روڼ اندی قشر د مبارزې یوه لویه دوره مسولیت پرغاړه واخلي.

له دې پرته د افراطي جریانونو ترمنځ د ټکرد بیا،بیا تکرار شاهدان او قربانیان به یوو.

3 thoughts on “زموږ د ۴ کلن سیاست ترټولو بد اړخ/ ارشاد رغاند”

ځواب ورکول روښان ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *