وړمه شپه مو په كوركې ميلمانه لرل، زه له ميلمانوسره په خبرو او مجلس كې وم، خو د كور هلكان او واړه ماشومان مې دومره وليدل چې حجرې ته يې ډوډۍ او چاى راوړل، بيا پسې ورك شول، لږه شيبه وروسته په څه كار پسې له كوټې ووتم، چې ګورم د حجرې په بله كوټه كې د كور هلكان او واړه ماشومان ټلويزيون ته ناست دي او ښه په تماشه كې مصروف دي، ما يواځې دومره پوښتنه وكړه چې كريكټ لوبه له چاسره ده، ځواب يې راكړ چې د افغانستان او ايرلېنډ ترمنځ په دوبۍكې مقابله روانه ده.

زه هم يوشيبه ودريدم او په ولاړي مې تماشه كوله، دا مهال د ايرلېنډ لوبغاړو بېټېڼګ كولو، لږ وخت كې راته معلومه شوه چې افغان توپ اچونكي يې ورخطا كړي دي، په هرصورت ايرلېنډ ډېرې منډې وكړې او  اورونه ختم شول، موږ چې د ماخوستن لمونځونه كول، د بېټېنګ وار افغان لوبغاړو ته رسيدلى وو، د لوبې تماشې ته له موږ د ماشومانو ډېره بيړه وه، زر زر به يې افسوسونه كول، اوالله ته به يې زرۍ كولې چې ياالله ته افغان لوبغاړي ښه تكړه كړې، زر يې اوټ  مه كړې، ياالله شپږيزې پرې ووهې، لوبه وغځيده ماشومان ځاى پرځاى داسې ويده شول چې د خوب په حال كې يې هم ټلويزيون ته كتل، تا به فكر كولو چې مخامخ ما

محمدرسول عادل
محمدرسول عادل

شوم ويښ دى او د كركټ تماشه كوي، خو چې ور نږدې به شوې ښه په دڼ كې به ويده وو، خداى خبر چې څنګه به وي، خو فكر كيدو چې دوى په ويده حالت كې هم د كريكټ سيالي ويني اود افغانانو د بريا لپاره سوالونه كوي، ماشومان مو يو يو په ويده حالت كې خپلو بسترو ته ورسول او پرځانو هم نه شول خبر، خو سهار چې وختي زه له خوبه پاڅيدم زما شپږكلن زوى نصرت الله هم د چراغ له بليدو سره سمې سترګې وغړولې او وار له واره يې پر ما غږ وكړ چې بيګا افغان لوبغاړي څنګه شول، څو منډې يې وكړې، ويې ګټله او كه يې وبايلله، ما د ده د خوشالولو لپاره وويل چې افغانانو وګټله ډېره تكړه شول او ستاسو د دعا بركت وو، داسې شپږيزې يې ووهلې چې فكر نه كيدو، نصرت الله ډېره خوشال شو او پر بل ماشوم يې هم غږ وكړچې هله پاڅه افغانستان له ايرلېنډلوبه ګټلې ده.

له دا ډول حالت سره كيداى شي چې ډېر خلك مخامخ شوي وي، خو افسوس پدې دى چې موږ كله لوى شو، نو بيا له خپل وطن سره مينه نه كوو، بيت المال او دولتي شى راته داسې ښكاري لكه غنيمت او ولس راته داسې معلوميږي لكه پردي خلك .

موږ كله كله مايوسه شو او په قهرجنه لهجه له ځان سره ووايو چې دا وطن نه جوړيږي،  او كله له ځان سره دا قسم هم وخورو چې ولله كه دا خلك اصلاح كړې؟   خبره دا ده چې زموږ په ماشومانو كې څومره فطري مينه ده څومره د ولس په بريا او ښه ورځ خوشاله كيږي، خو لويان مو نه ولس پيژني او نه هم خپلې خاورې ته وفادار دي، ستونزه په چاكې ده او څوك مسوول دي؟

دې پوښتنو ته زما ځواب دا دى چې ټول افغانان هغه كه سواد لري، او كنه، هغه كه ديني عالم دى او كه بزګر هغه كه د پوهنتون استاد دى او كه محصل ، هغه كه موټر چلونكى دى اوكه د موټرو سوارلى، هغه كه معلم دى او كه زده كونكى، هغه كه دوكاندار دى او كه اخيستونكى هغه كه دولتي مامور دى يا د انجيو ډالري سلاكار، هغه كه نظامي دى اوكه ملكي ټول په خپل ځاى كې مسوول يو او ترهغې به دا ستونزې وې چې خپل مسووليت مو نه وي پيژندلى او بيايې سرته ونه رسوو، كه دا مو وكړل اوپه ځانوكې مو اسلامي، وطني او ملي احساس را فعال كړ، نو بيا به دا سوال نه وي چې موږ له لوږې مرو او پردي دې مرسته وكړي.

 كه راتلونكي نسل ته موږ خيانت او د وطن او ولس ضد عملونه ور زده نه كړو دوى خو په فطري ډول له  افغان او خاورې سره ډېره مينه لري، موږ اوس هم دوه ډوله ګناهونه كوو، يو دا چې خپله له وطن او  ولس سره مينه نه لرو او بله دا چې خپله سليقه او چلند مو ماشومانو ته هم ليږدوو، اخر به دوى هم زموږ په شان كيږي او ګناه به هم زموږ وي.

سيپارو کې د ګل، بلبلان بلبلان

وايي وي دې ودان، دا وطن د افغان )کاروان(

One thought on “زموږ ماشومان له لويانو ښه دي/ محمدرسول عادل”
  1. ښه ليکنه ده عادل صيب!
    خو دې ته دې پام نه دی چې ماشومانو ته هېڅکله هم بايد دروغ ونه وايو!
    خير په بل څه به يې خوشال کړو!
    تا کولی شول ورته وايلی دې وی چې اوږدې اوږدې چکې يې ووهلې! او ښې چوکې يې ووهلې چې لږ خوښ شوی وی وروسته به دې د بري او ناکامۍ خبرې ورته کړې وی او بيا به دې په آرام ورته ويلی وی چې نېږدې و چې بر شوي وی خو ونه شوه!
    په درنښت
    هيله ده خبرې مې درنې درته تمامې نه شي!

ځواب ورکول هدايت ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *