استاد احمل ښکلی

زموږ ټولنه چې د لوست له نعمته برخمنه نه ده، تحول ته په ښه سترګه نه ګوري.

زموږ خلکو ته د ټولنې د خونديتوب احساس له ډېر پخوا نه پاتې دى. دوى ځان له ټولنې جدا نه شي متصورولاى، ځکه نو د ټولنې بربادي د ځان بربادي انګېري.

دوى داسې انګېري، چې تحول د ټولنې نظم ته نقصان رسوي او ټولنه د بربادۍ کندې ته غورځوي.

په اروپا کې چې په رنسانس کې ټولنيز بنسټونه کمزوري شول، فرديت وغوړېد او د فرد او ټولنې ترمنځ اړيکه معقوله شوه.

زموږ ټولنه پر فرد مسلطه ده. فرد په ټولنه کې د تحول راوستو پرځاى خپله بقا په ټولنه کې ويني او د يوه ټولنيز فرد په توګه د تحول مخالفت کوي. اوس په نورو ټولنو کې چې پر پرېکړو يې عقل حاکم دى، طلاق عادي دى؛ خو زموږ ټولنه طلاق ته په بده سترګه ګوري، ځکه د فرد ټولنيز حيثيت ته زيان اوړي. په نورو ټولنو کې ارزښتونه د ژوند لپاره دي؛ خو زموږ په ټولنه کې ژوند د ارزښتونو لپاره دى، ځکه نو هلته د هوساىنې لپاره طلاق بد نه دى؛ خو زموږ په ټولنه کې چې دې ژوندهر څومره تريخ وي، طلاق بد دى.

په نورو ټولنو کې چې فرديت وغوړېد، افرادو ټولنې ته ګټه ورسوله؛ خو دلته ټولنې افراد زندۍ کړل. دلته دې فرد مړ شي؛ خو چې ټولنه ونه مري. په بدو کې د سپرې ورکړه له فرد سره ظلم دى؛ خو له ټولنې سره نېکي ده.

د ټولنې په دومره کلک متابعت کې زموږ د روزنې لاس هم دى. موږ کوچنيان له همغه کوچنيتوبه د ښه او بد، د ګناه او څواب په پړو وتړو او له کوچنيتوبه يې د ټولنې له اختناق سره اشنا کړو. له کوچنيتوبه پسې د ټولنيزو ارزښتونو رنده راوخلو. په وړواکوالي کې د نسبي ازادۍ په نه ورکړه، د بچو د انحراف وړتيا ووژنو. څوک چې انحراف نه شي کولاى، هغه ټولنه کې تحول نه شي راوستاى. په دې طريقه زموږ خلک يا د بدلون راوستو وړتيا نه لري يا له ټولنې ويرېږي.

زموږ مذهبي کړيو او پښتو هم موږ له تحوله ايستې يو. په معمولي معقول حرکت مو خلک له مذهبه او پښتو وباسي او دا خو معلومه خبره ده، چې زموږ مذهب او پښتو زموږ ټولنيز حيثيت تامينوي او زموږ د شخصيت بنسټونه دي؛ نو چې څوک راته کافر ووايي، دوزخ، جنت او له خداى، پېغمبر او خپلو نيکونو سره جفا مو نېغه سترګو ته ودرېږي.

موږ له رواني پلوه له خپل ټولنيز تاريخ سره په موچيتار تړلي يو. موږ هر څه کولاى شو، خو له خپلې ټولنې انحراف نه شو کولاى. په داسې کولو رواني تشه، تنهايي او له ټولنې پرديتوب احساسوو او داسې انګېرو، لکه د وجود دېوال مو چې نړېدلى وي.

موږ چې له رواني پلوه ځپلي خلک يو او د پياوړي روان خاوندان نه يو، تحول ته په مرګ هم نه تيارېږو او چې څوک راته له ټولنې منحرف ښکاره شي کرکه ترې کوو.

کرکه د توپير له مخې کېږي. څوک چې بل له ځانه بېل انګېري او د هغه فکر، چلند، لباس او نور ورته د ځان غوندې ونه ښکاري، له هغه نه کرکه کوي.

د توپير احساس راته عادي ښکاري؛ خو دا ډېر رواني ارزښت لري او د چلندونو بنسټ جوړوي. سيدالله سمندر د تولستوى خبره کوله، چې د انسانانو ترمنځ د توپير له هغو دېوالونو پرته-چې دوى ودرولي، بل توپير نشته.

زموږ خلک له روڼاندو سره توپير احساسوي او بې لارې ورته ښکاري، ځکه نو له دوى سره اختلاط ورته بربادي برېښي. تاسې به ليدلي وي، پښتانه چې له کليو نه ښار ته راشي، د پرديتوب، بلکې د کمترۍ احساس کوي او د دې احساس د معقول حل پرځاى په ښاري کولتور پسې خبرې کوي. دا فکر د توپير احساس راکړى.

په نړۍ کې جګړې يواځې د اقتدار په هوس نه، د توپير د احساس پر بنسټ هم شوې دي. عيسوي ځان له مسلمانه بېل انګېره، مسلمانانو (وروسته وروسته)له کفارو نه ځان بېل احساساوه او کرکه يې ترې کوله، شرقيانو له غربيانو ، سنيانو له شيعه وو، افغانانو له کمونيستانو، هزاروو له پښتون او تاجکه او تاجک له پښتونه کرکه کوله. کليوالو له ښارونو کرکه کوله. که سړى د چنګېز په لاس د هرات، بغداد او…ښارونو او بېلابېلو تمدنونو ورانولو ته وګوري، د کلي او ښار توپير به هم ورته يو علت ښکاره شي.

زموږ خلکوچې ځان تر هر چا برتربولي، د بل په خم کې رنګېدل ورته د ځان فنا برېښي او په اسانه د بل اغېز ته غاړه نه ږدي.

يو علت يې دا هم کېداى شي، چې زموږ ټولنه څرنګه د پردي يرغل پر وړاندې حساسه ده، دغسې د بهرني تسلط پر وړاندې هم ده او دا يې فطرت شوى دى، ځکه خو زموږ په ټولنه کې مذهبي او…زغم نشته.

په پښتني کولتور کې ډېر ورو بدلون راځي. وايي، چې د مشهور ختيځپوه مارګنستيرن پر پټه خزانه يوه نيوکه دا وه، چې دا څنګه چل دى، چې د دويمې پېړۍ د امير کروړ سبک له اوسنۍ پښتو سره توپير نه لري؟ وروسته بيا پوه شو، چې د پښتنو کولتور ډېر ورو پرمختګ کوي او پښتو ژبه- چې د فرهنګ جز دى- هم له دې مستثناء نه ده.

دا لاملونه دي، چې زموږ ټولنه تحول ته په ښه سترګه نه ګوري او پر وړاندې يې غبرګون ښيي.

خو زموږ روڼاندي غواړي چې د خپلې ټولنې د پېړيو پېړيو دا جوړښت په کال کې دننه دننه ړنګ کړي او د ځان په رنګ يې کړي.

په ټولنه کې د بدلون راوستو لپاره هوس نه، خلوص پکار دى. دا ضرور نه ده، چې زما په ژوند دې ټولنه ګل و ګلزار شي، دا ضرور ده، چې زه د ټولنې په تحول کې څومره برخه اخيستاى شم. څومره چې تحول متداوم وي، هغومره ګټور وي.

زموږ د روڼاندو بله مساله دا ده، چې دوى په زوره ځان له ټولنې سره مواجه کوي. د ټولنې پر هغو اړخونو شديدې نيوکې کوي، چې ټولنه ورته د ارزښت او مرګ او ژوند په سترګه ګوري. په فيسبوک کې به مو ليدلي وي، چې زموږ په کلي کې ملا داسې دى او …داسې دى. همدا علت دى، چې زموږ ټولنه په ځان او روڼاندو کې توپير احساسوي؛ نو چې دوى ورنېژدې کېږي، ټولنه ځان راټولوي. که د ټولنې پرمختګ مو موخه وي او رښتينى يو، دا کار خو له ټولنې سره له مواجه کېدو پرته هم شونى دى. نوم مه اخله، په ترڅ ورسره تېرېږه او په نرمۍ سره انتقاد کوه، چې ښځې دا بشري حقوق لري، ماشومان داسې روزل کېږي، ناپوهي دا تاوانونه لري او سوله تر جګړې په دې غوره ده.

له ټولنې سره خو هغه څوک مواجه کېږي، چې دوښمنه يې ګڼي. که ټولنه خپله بولئ، بيا ورسره مينه وښيئ. که ټولنې ته ځان دوښمن وښيو، هغوى به راباندې ګلان ونه شيندي، د سوک ځواب به په لغته راکړي او د لغتې په ټوپک. ګاندي او باچا خان هم روڼاندي وو، معاصر علوم يې لوستي وو، چلند يې انساني وو؛ خو هغوى د تحول په راز پوهېدل، له ټولنې سره يې رښتينې مينه وه او تحول يې ځان ته نه ټولنې ته غوښته، ځکه يې نو ځان له ټولنې پردى نه احساساوه او ټولنې ته يې هم دا احساس نه ورکاوه، له خلکو سره يې راشه درشه کوله، په ټولنه کې وو؛ خو فکر يې افاقي او مهذب و؛ نو له داخله، له هستې يې په ټولنه کې تحول راوسته، زموږ غوندې يې له بهره پرې ډزې نه کولې؛ نو خلکو يې هم هرې خبرې ته لبيک وايه.

څرنګه چې ټولنه ځان له روڼاندو بېل اانګېري، دغسې روڼاندي هم د ټولنې او ځان ترمنځ د ځمکې او سپوږمۍ فاصله ويني او کرکه ترې کوي.

زموږ روڼاندي د ټولنې پر ارزښتونو کلکه نيوکه کوي او يوه ارزښت ته يې هم د ارزښت په سترګه نه ګوري. دوى خبر نه دي، چې د ټولنې د ټولو ارزښتونو نفې اخلاقي تشه پيدا کوي او اخلاقي تشه د پرمختګ نه، د زوال نښه ده. ټولنه چې له تحوله ځان ساتي، يوه ويره يې اخلاقي تشه هم ده. زموږ روڼاندي بديل نه ښيي؛ خو نيوکه ځغرده کوي، دا د روڼاندو ځانګړنه نه ده. دا هم ضرور نه ده، چې د ټولنې هر ارزښت دې مزخرف وي، ډېر ارزښتونو په پاللو او لويولو ارزي. له وسه بهر مېلمستيا ښه نه ده؛ خو د دې مطلب دا نه دى، چې مېلمستيا بد کار دى. که زموږ روڼاندي د خرافاتو او ارزښتونو ترمنځ توپير ونه کړي، ټولنه کې تحول نه شي راوستاى او که رايې ولي، هغه به د ټولنې بربادي وي.

له روڼاندو سره سره نړيوال فرهنګ يا ګلوبلايزيشن هم چې ستو هومره پيدا کړي، په ټولنو کې ورننه ووځي او د اغېزمنولو لېونۍ هڅه کوي. دا د روڼاند کار اسانوي؛ خو د دې خپراوى په لومړي سر کې په سولې پورې تړلى دى. چې سوله راغله او له نويو ساينسي وسايلو استفاده پيل شوه، ورسره د ټولنې په چلند هم اغېز پرېوځي. دا د وسايلو ضمني؛ خو جدي اغېزې دي. د کمپيوټر او انټرينت، د جامو د ماشين، د پخلي وسايل د خلکو په ناسته پاسته، خوراک هر څه کې بدلون راولي؛ خو دلته هم د روڼاندو دنده ده، چې د ګلوبلايزيشن له منفي اغېزو خپله ټولنه خبرداره کړي.

موږ که غواړو، چې په ټولنه کې تحول راولو، ټولنې ته به ننوځو، ځان به د ټولنې په رنګ کوو او د خپلې ملګرتيا اطمينان به ورکوو، چې موږ ستاسې ښه غواړو، موخه مو ستاسې هوساينه او ښېرازي ده.

5 thoughts on “زموږ ټولنه او زموږ روڼاندي/ اجمل ښکلى”
  1. څوک چې انحراف نه شي کولاى، هغه ټولنه کې تحول نه شي راوستاى. په دې طريقه زموږ خلک يا د بدلون راوستو وړتيا نه لري يا له ټولنې ويرېږي.
    ښاغليه زه ستا په پورتنۍخبره پوه نشوم له انحراف نه ستا مخه څه ده؟

  2. اجمل صاحب، له انځور څخه ۲۷ کلن ځوان ښکارې خو علم او پوهه دې د ۶۵ کلن ده. ژوندی اوسې

  3. ښاغلی استاده تا په خپله مقاله کې لیکلي چې(موږ که غواړو، چې په ټولنه کې تحول راولو، ټولنې ته به ننوځو، ځان به د ټولنې په رنګ کوو او د خپلې ملګرتيا اطمينان به ورکوو، چې موږ ستاسې ښه غواړو، موخه مو ستاسې هوساينه او ښېرازي ده).
    اوس که په یوه ټولنه کې څوک رشوت خوري نو ته به یې هم خورې ځکه ټولنې ته ننوځو او ځان د ټولنې په رنګ کوه او یا هم که چا یو څوک وژل نو موږ یې هم باید ووژنو ځکه چې د ټولنې له رنګ سره ستاسو په خبره باید ځان برابر کړو ترڅو تحول ته لاره هواره شي او کله مو چې په رشوت نس ښه موړ کړ نو بیا به د تحول خبرې شروع کوه ځکه په دا دومره وخت رشوتخورۍ کې به خلکو را باندې اعتماد کړی وي. په دې تیوري کې دې یو څه ستونزه شته استاده! هیله ده چې خفه نشې یوازې نظر مې ویلی دی

  4. Graan ajmal saheb;
    staso mazmon me po deqat walwost ,mohtwa de mazmon aw tahlil mo kamelen po zrra pore wo kho baaze dase kaleme mo po kaar warre we che lwastonko ta wazeh na we.
    Da ba sha wa che de enheraf po zay mo de badloon kalema aw de tolanne hamrang kedo po zay de tolanne de mosbat arrkh ham rang kedal aw dase noore kaleme pa kaar warre wah.da zamaa nazar wo.
    Taso lekana le zrra na stayam ,omed de che po ratlonke ke dase asase mazamen aw kha tahlilona tar sara krray.
    baryalay osse

  5. ملګرو، مننه کوم، چې ليکنه مو په دقت لوستې او تبصرې او نيوکې مو پرې ليکلې دي.
    تفسير صاحب، له انحراف نه مې موخه خداينخواسسته بدعملي نه ده. زما موخه د تصوف غوندې له رسمه ځان بېلول دي. هغه رسم، چې عادت ګرځېدلى او په ګټه او تاوان مو يې فکر نه دى کړى. له انحرافه مې موخه له وچه اختناقه مخ اړول دي. د انحراف په کلمه کې څه نا څه شوخي هم شته؛ خو مانا يې منفي بالکل نه ده.
    تسل صاحب، د ټولنې په رنګ کېدلو نه زما موخه د ټولنې چورلټ متابعت نه دى. که داسې واى، بيا مې دا ليکنه نه کوله. زما مطلب ظاهري يوشانوالى دى. بل د ټولنې ټول دودونه هم بد نه دي. ښو هغو ته يې پکار ده، چې احترام ولرو او ورته وښيو، چې موږ ستاسو خلک يو او يواځې ستاسې نمګړتياوې سمول غواړو.
    جمال صاحب، تاسې چې کومې کلمې ښوولې دي، سر په سترګو؛ خو زما هدف يې نه شو رسولاى.
    يو ځل مو بيا مننه کوم، سرلوړي اوسئ.

ځواب ورکول عبدالرحمن تسل ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *