کابل ته روان وم. موټر یوه دوکان ته ودرېد او موټروان وویل چې که څه اخلئ، دا یې ځای دی. څنګلوری مې کښته شو، دوکان ته لاړ خو تش لاس او ناراضه راستون شو. ویل یې ، ما انرژي پکار ده، دلته نشته.

څو کاله پخوا مې له یوه ملګري ډاکتره اورېدلي وو چې انرژي په صحي لحاظ مناسب څښاک نه دی. ما همدا خبره د سفر ملګري ته وکړه. هغه پوه نه کړم چې خبره یې زړه ته پرېوته او کنه، ولې له څه مزله وروسته چې یوه بل دوکان ته ورسېدو، ومې ولید چې د انرژي بوتل یې پر سر واړوه.

په زړه کې راتېر شول چې ما د ده د کرارولو لپاره د انرژي د تاوان خبره وکړه او ده هیڅ اهمیت رانه کړ. 
وروسته یې په موټر کې راته وویل : زه که انرژي ونه څښم، وضعیت مې خرابېږي. مجبور یم ویې څښم.
خبره یې د نه منلو راښکاره شوه.

تېره میاشت مې د سعودي عربستان په عرب نیوز ورځپاڼه کې د انرژي د څښاک په باره کې یوه سرمقاله ولوسته او په دې پوه شوم چې هغه د سفر ملګري مې رښتیا ویل. انرژي یو داسې څښاک دی چې بنیادم ورباندې معتادېږي.

د عرب نیوز په سرمقاله کې د سعودي عربستان د مصرف کوونکو د ملاتړ د ټولنې د دې غوښتنې ستاینه شوې وه چې د انرژي څښاک دې وروسته تر دې یوازې د درملتونونو له لارې وپلورل شي او هغه کسان یې باید د څښلو حق ونه لري چې اتلس کلنۍ ته لا نه دي رسېدلي. په سرمقاله کې مې ولوستل چې د انرژي څښاک ډېره اندازه شکره او کافیین لري او دا دواړه روغتیا ته، په تېره بیا د ماشومانو او حامله میندو روغتیا ته، تاوان پېښوي. اخبار په بریسټول پوهنتون کې د بیالوژیکې ارواپوهنې د پروفیسر، پیتر راجرز په قول کښلي دي چې کافیین د اعتیاد سبب کېږي او چې کله ونه څښل شي، بنیادم د ستړیا احساس کوي.

زه د دې لیکنې له لوستلو وروسته پوه شوم چې د سفر د لارې ملګري مې ولې ویل چې که انرژي ونه څښم نو وضعیت مې خرابېږي.
د انرژي د څښاک د تاوانونو په باره کې مې نورې خبرې هم اورېدلې دي مګر زموږ په تلویزیونونو کې ډېره موده یو داسې اعلان خپرېده (او شاید اوس به هم خپرېږي) چې یو څوک انرژي وڅښي او دومره زور پکې پیدا شي چې نور وهلای او راچپه کولای شي. 

دوه درې کاله پخوا مې په یوه ایرانۍ خپروونه کې ولوستل چې د دغه هېواد خلک په خپلو خوړو کې تر لازم حد درې برابره زیاته مالګه خوري. زه چې ډېره موده په ایران کې اوسېدلی یم، په دې پوهېږم چې مونږ تر ایرانیانو هم ډېره مالګه خورو. مالګه چې ځینو رسېدلیو ملتونو د سپینو زهرو نوم ورکړی دی، تر حد زیات استعمال یې صحت ته خطرناک ثابت شوي دي مګر زمونږ په ټولنه کې یو لوی اکثریت لا د مالګې په زیانونو خبر نه دی. 

که دولت مهربانه شي، د انرژي په خرڅلاو به ځینې قیدونه ولګوي مګر مالګه د بندیدو شی نه ده. ډېره مهمه دا ده چې مونږ خپل روغتیایي کلتور پیاوړی کړو. که د خلکو د صحي معلوماتو سویه لوړه وي نو هم به له مضرو شیانو ځانونه وساتي او هم به په حکومت فشار راوړي چې د هغو مضرو شیانو پلورنه محدوده کړي چې محدودېدل مې ممکن دي. له بلې خوا د خلکو د صحي کلتور پیاوړتیا په مطبوعاتو، تبلیغاتو او رسنیو باندې فشار زیاتولای شي چې په خپلو اعلانونو کې یوازې پیسو ته نه بلکې د خلکو صحت ته هم اهمیت ورکړي. دغه اعلان چې انرژي د وهلو ټکولو قدرت راکوي، په ترتبیي لحاظ هم د خپرېدو نه دی.

څو اونۍ له مخه مې په ګرداب ورځپاڼه کې ولوستل چې تېر کال په کندهار کې شاوخوا څلوېښت کسان اوبو وړي او له ژونده په دې ډول محروم شوي دي. دا کم تعداد نه دی او د مخنیوي لپاره یې د حکومت هم څه په وس کې نه دي. د دې لپاره چې خلک لا زیات احتیاط وکړي، یو اغېزمن ګام همدا د ګرداب ورځپاڼې اقدام و چې د تر ټولو لوی خبر یې د اوبو وړیو په باره کې و.

خلکو ته باید د دوی د ژوند د خوندي کېدو او هغو خطرونو په باره کې معلومات ورکړای شي چې ژوند یې ګواښي. که چېرې رسنۍ د اوبو وړیو په باره کې راپورونه خپاره کړي، عکسونه یې واخلي، له پریشانه شویو کورونیو سره مرکې وکړي او ارقام خپاره کړي، نو خلک به ورو ورو دې نتیجې ته ورسېږي چې له اوبو سره لازم احتیاط پکار دی. اوبه نه یوازې په سیندونو کې ځوانان وژني بلکې هر کال د کور او کلي په ویالو، کوهیانو او ډنډونو کې یو ګڼ شمېر ماشومان له ژونده بې برخې کوي. څلور، پنځه کاله پخوا مې د روغتیا د نړیوال سازمان په یوه رپورټ کې ولوستل چې په اسیا کې تر امریکا دېرش ځله زیات ماشومان په اوبو کې د غرقېدا په وجه سا ورکوي. 

یو وخت مې د فرانس پرس په یوه رپورټ کې لوستي وو چې د اسیا په ځینو هېوادونو کې د مناسبو کنارابونو ( بیت الخلا ګانو) د نشتوالي په وجه صحي مشکلات خورا زیات دي. په رپورټ کې راغلي وو چې د اسیا په ځینو هېوادونو کې ګڼ شمېر خلک په دې باندې خیال کوي چې موبایل لري خو دې ته یې بیا پام نه وي چې په کور کې یې مناسب کناراب او تشناب نشته. 

په بنګله دیش کې د روغتیایي ژوند د یوې مهمې ادارې متخصص بابر کبیر فرانس پرس اژانس ته ویلي وو چې پاکوالي ته د توجه کموالی نه یوازې د ناروغیو سبب ګرځي بلکې د بیوزلۍ اوغریبۍ باعث هم ګرځي. د بابر کبیر په قول، د مناسبو کنارابونو نه لرل او پاکوالي ته سمه توجه نه کول، د دې سبب شوي دي چې د بیوزلو کورنیو د عوایدو یوه لویه برخه د هغو ناروغیو په علاج باندې مصرف شي چې د چټلۍ او ناپاکۍ په وجه پیدا کیږي. بابر کبیر وایي چې اسهال، پیچ، د ځيګر ناروغۍ ، د جسم کمزوري او ناکافي وده او ګڼ نور صحي مشکلات تر ډیره حده د پاکۍ او نظافت اصولو ته له نه پام کولو سره تعلق لري.کبیر زیاتوي چې که پاکوالي ته توجه زیاته شي، د څښلو اوبه پاکې واوسي، نظافت ته لا زیات پام واوړي او صحي اصول مراعات شي، نو ګڼ کسان، په تیره بیا میندې او ماشومان به له بې وخته مرګونو خوندي پاتې شي.

افغانستان د نړۍ په هغو هېوادونو کې راځي چې صحي کلتور پکې خورا کمزوری دی. مونږ باید د دې کلتور د پیاوړي کولو لپاره خپل ملي، اسلامي او انساني مسولیت ادا کړو او تر وسه وسه ژوند وژغورو.
د ۱۳۹۳ سرطان

One thought on “زموږ کمزوری صحي کلتور/ اسدالله غضنفر”
  1. استاد غضنفر صاحب او تاندوالو، لوستونکو ته سلامونه
    په رښتیا هم زمونږ صحي یا روغتیايي کلتور په زیاترو اړخونو کې کمزوری اوغلط دی. د انرژیډرنک، مالګې، تشنابونو مثالونه يي استاد پورته ذکر کړي؛ د دو په څنګ کې زما په آند د ډیرو غوړیو(هغه هم مردار پاکستاني میښو، هډوکو او کچالوانو …) ، زیاتو وریجو او وچه ډوډۍ خوړل، بې اندازې زیات چای څښل، د نصوارو او نورو مخدره بوټو استعمالول، پر لارو، کوڅو کې د پوزې او خولې افرازاتو توو!کول، په لسټونو اولمنو پزه پاکول(د ماشومانو)، بالآخره دوهلو ټکولو، ښکنځلو ا.د.ن بد کلتور چې د رواني او عصبي ناروغیو لامل ګرځي هم په افغاني ټولنه کې په روغتیایی ستونزو کې شمیرلی شو. هیله ده چې د استاذپه شان یو پوه،مسلکي،با تجربه ، رښتیانی، زړه سواند طبي پوهاند پروفیسر ډاکټر صاهب د ولسمشر صحي سلاکار وټاکل شي او افغانان اوسني عصري مډیکل سره آشنا کړي او تر ټولو مهمه د عامې روغتیا وزارت د بې کیفیته ګاوڼدیو هېوادونو له دواګانو مخنیوی وکړی!!!.””وقایه له مداوا څخه ارزانتره ده!!””. په درنښت ډ. حمیدالله زړه ور ساپی /بلجیم

ځواب ورکول Dr.H. Z.SAFI ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *