تاند- د افغان ښځو د حقونو مخکښې فعالې او د ولسي جرګې غړې فرخنده زهرا نادري وايي چې په انتخاباتو کې د خلکو د ګډون د کموالي او د انتخاباتو په مهال خلکو ته د امنیت له درکه اندېښنې لري.

زهرا نادري هفینګټن پوسټ ورځپاڼې ته په مرکه کې وویل، ولسواکي د افغانستان د خلکو د هیلو دروزاه ده او همدا ولسواکي ده چې نن د افغان ښځو د حقونو په اړه خبرې کوي.

زهرا نادري، چې د ولسمشرۍ د یوه کاندید ډاکتر اشرف غني احمدزي په ملاتړ کې د افغانستان د ملي یووالي ګوند په غونډه کې د ولوله ناکې وینا په خاطر د ګڼو افغانانو پام ځان ته واړاوه، وویل چې د رسنیو ازادي او پراختیا، د انتخاباتو ترسره کېدا او د رایو له لارې د خپل سیاسي برخلیک په ټاکلو کې د خلکو ونډه په تېرو دیارلس کلونو کې د افغانانو لویې بریاوې دي.

دې د افغان ښځو د ستونزو او د هغوی پرخلاف د تاوتریخوالو د کمولو لپاره په ستره محکمه کې د ښځو د ګډون غوښتنه وکړه.

دې د افغان ښځو د بشري حقونو د وضعیت د بدلولو لپاره د افغانانو د ځینو ناوړو رواجونو اصلاح کېدل ضروري وبلل، ویې ویل چې باید تاریخ ته وکتل شي او ناوړه رواجونه، په تېره بیا هغه چې په وروستیو ۳۰ کلونو کې دود شوي دي، له منځه وایستل شي.

One thought on “زهرا نادري د انتخاباتو د امنیت له درکه اندېښمنه ده”
  1. خواهر عزيز فرخنده زهرا نادري .

    من بيانه كوتاه وبر محتوا ءي شما رأ كه إز وحدت ملي وبشر دوستي وفهم علمي شما نمايندكي مي كرد نهايت إحساسات خوشي رأ احساس نمودم. دردي سري كه إز طرف نادر نادري ومحترمه سيما (ثمر ) برايم إيجاد كرديده بود فراموش ناشدني است مكر كلمات شما به قلبم تكيا داد كه نه أعضا يك فأميل إز نكاه فكر ومفكوره يكسان نيست رحمت به شير مادرت .

    شما بايد مسؤولينت حقوق بشر رأ عهده دار مي بودي تا بشتون وبشونها إز شر سيما ثمر در أمان مي بود

ځواب ورکول جنرال حبيب الله جلالزوي ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *